د مور او پلار حقوق . ( څلورمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی
د مور او پلار حقوق . ( څلورمه برخه ) ژباړن: محمد بصيرزئی

امام سدي رحمه الله فرمايې : کله چې ابراهيم عليه السلام دخپل زوي اسمعيل عليه السلام په مرئ چړه راښکله دهغې مرئ يې غوڅه نه کړه ، بلکه دچړې او دابراهيم عليه السلام دمرئ ترمينځ يوه ټوټه حائل شوه ، ابراهيم عليه السلام ته په دغې وخت کې دا اواز وشو(قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ)
معنی داده : څوک چې ځمونږ فرمانبرداري کوي مصيبتونه او تکليفونه ورڅخه اړو ، او ددې سره سره ورباندې کولاو والی او پراخي راولو.
(إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ) معنی داده : دايو ډير ښکاره امتحان و ، چې کله ورته الله پاک دبچي په حلالو امر وکړ ، او دالله پاک دې امر منلو ته يې جلتي وکړه ، او دالله پاک په فيصله راضي او خوشحاله شو نوځکه الله پاک دابراهيم عليه السلام په حق کې فرمايې (وَإِبْرَاهِيمَ الَّذِي وَفَّى )
ترجمه : او ابراهيم عليه السلام هغه چې ادا کړی يې دی حق
همدارنګه الله پاک ديوسف عليه السلام دمشر ورور خبره رانقل کوي فرمايي (قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُمْ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ وَمِنْ قَبْلُ مَا فَرَّطْتُمْ فِي يُوسُفَ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّى يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ )
ترجمه : اوئيل مشر ددوی ايا تاسو خبر نه يئ چې ستاسو پلار اخيستی وو ستاسو نه لوظ پوخ په نوم دالله پاک او پخوا هم تاسو قصور کړی دی په باره د يوسف عليه السلام کې پس چرې نه پريږدم دا ملک تر هغې چې اجازت را وليږی ماته پلار او يا فيصله وکړي الله پاک مالره او هغه ډير ښه فيصله کونکی دی .
ای بچو! پلار له خپل زوي نه هله خوشحاليږي چې د زړه له تله ورسره ميلاو شي ، خبره يې ومني ، اوهغه څه وکړي چې پلار يي ورباندې خوشحاليږي.
دپلار سره لويه نيکي داده چې بچی دخپل پلارحاجتونه پوره کړي ، خپل مال اودولت ورته ورکړي، مخکې له دې چې پلار ترې دخپل ضرورت پوره کولواو يا د څه مال غوښتنه وکړي ، او يا ورته دخپل حاجت اوضرورت بيان وکړي .
دمور اوپلار خوشحالول ددنيا او هغه څه چې په دنيا کې دي ورڅخه غوره او بهتر دي ، ځکه مال صرف په دنيا کې خزانه کيږي ، خو ولې د مور اوپلار خوشحالول په دنيا او اخرت دواړو کې ساتل کيږي.
پلار يوه داسې ونه ده چې خلک يې سوري ته دمه کوي ،
پلار يوه داسې مضبوطه کلا ده چې خلک ورته پنا وروړي.
پلار يوه داسې تيره توره ده چې ستا نه دفاع کوي.
پلار يو داسې شپونکی دی چې ستا ساتنه کوي.
پلار هغه علم او پوهه تاته درښايې چې ستا په ديني او دنيوي چارو کې ورته ضرورت وي.
که پلار دې دلاسه ورک کړو پدغې ټولو نعمتونو کې دې تاوان وکړه ، ډير داسې نعمتونه شته چې انسان يې په قدر هله پوهيږي چې کله يې د لاسه لاړ شي.
ای عقلمنده ! خپله انصاف وکړه که چېرته يوه ورځ دې پلار مريض شي ايا ته به خپله بستره دخفګان له لاسه پريږدي ، ايا د ورځې کار ته به دې رخصتي ورکړي، آيا د پلار د کټ سره به داسې جوخ کيني ګويا که ته پخپله مريض يې ، ايا که پلار دې يو ماښام د خپل معلوم وخت نه وروستو کور ته راشي ،ايا ته به پدې خفه شي ، ايا دخپل تاخير په شان دهغه د تاخير لپاره بې ټنډې شي ، ته څومره دپلار په حق کې تير وځې او پلار دې بيا هم وبښې ، او څومره ډير بد درنه وويني ، خو بيا هم سترګې پټې کړي.
د نافرمانۍ وړه خبره چې هغه د ( اف )کلمه ده ، او مور او پلار ته په غصه کتل دنافرمانۍ وړوکی نظر دی.
ستا پلار پر تا د ټولو خلکو مهربان دی ، او ستا سره ډيره نرمي کونکی او مينه کونکی دی ، اياهغه څوک چې ستا سره يې په زندګې تيرولو کې داحال وي ايا دهغې د امر نافرماني کول تالره روا او جائز دي!!!
پلار درته هميش په ښو کارونو حکم او امر کوي .
پلار دې په هغه کارونو ډير خه پوهيږي کوم کې چې ستا لپاره ډيره فايده مند وي ، خو که دپلار نه داسې کار وويني چې ستا خوښ نه وي نو بيا د اف کلمه لا څه کی داسې الفاظ او کردار خکاره کوي چې د انسان سره نه يې مناسب او بد بد الفاظ دپلار په وړاندې استعمالوي ، او په تنګ نظر ورګوري .
ادب دا ندی چې مشر ته دهغې د خبرې جواب ورکړي ، او خپل لاس دهغې په خوله کې ورکړي ، او يا هم په سپک نظر وروګورې، د پلار سره خو داسې ناوړه کار کول بيخي ندي مناسب.
ځکه د الله پاک خوشحالي د مور او پلار په خوشحالۍ کې ده ، اودالله پاک خفه کول د مور او پلار په خفګان کې دی .
بچيه ! کله چې هم درته پلار غصه شي خپل اواز او سترګې دې ښکته کړه ، زړه دې ورته نرم کړه ، خپل پلار ته دخاکسارئ اوعاجزۍ په نظر وروګوره .
بچو! دخپل پلار په باره کې د الله جل جلاله نه ويريږئ ، حقونه يې ادا اوپوره کړئ ، په خپل ځان ډير کوشش وکړۍ ، چې پلار درنه خوشحاله شي اوپه هيڅ صورت درنه خفه نشي .
ځکه پلاران هغه خلک دي چې خپل مال ، او وختونه يې ستاسو لپاره مصرف کړيدي.
پلاران هغه خلک دي چې تاسو ته يې خپل مال او دولت بغير دکومې زباتنې او تکليف څخه درکړی دی .
پلاران هغه خلک دي چې ستاسو لپاره اوږد ژوند غواړي .
پلاران هغه خلک دي چې ټول عمر ېې ستاسو لپاره په کړاوونو او مصيبتونو کې تېر کړی دی.
پلاران هغه خلک دي چې ستاسو لپاره يې خپل عمر په سفرونو کې تېر کړی دی
پلاران هغه خلک دي چې ستاسو په خوشحالئ خوشحاله او ستاسو په خفګان دردمن وي .
پلاران ………..
بچو! او تاسو خپل پلار ته مال ورکوئ خو سره د زباتنې او تکليف نه ، او دهغوي د مرګ انتظار وباسئ .
دپلار فرمانبرداري او ادب وکړئ ، دهغوي د اواز دپاسه خپل اواز مه اوچتوئ ، او په غصه اوتنګ نظرئ ورته مه ګورئ .
والله اعلم
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی اله وصحبه