مذموم اخلاق

هغه کړنې چې د خاوند او ميرمنې ژوند د ستونزو سره مخ کوي ژباړه او لنډيز: انديال ساپى

هغه کړنې چې د خاوند او ميرمنې ژوند د ستونزو سره مخ کوي ژباړه او لنډيز: انديال ساپى

(۱) په ګناه کې ښکيليدل، او په هغى هميشوالى:
ګناهانو د پریشانیو، غمونو،کړاوونو او عذابونو لامل ګرځی، د انسان ژوند د بیلابیلو اندیښنو سره مخ کوی الله عزوجل فرمايې:(( ظَهَرَ الْفَسَادُ فِى الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِى النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِى عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)). سُورَةُ الرُّوم : ۴۱.
ژباړه: په وچه او لمده کښي د خلكو (د لاسونو) په عملونو سره فساد ښکاره شويدى؛ نو (الله جل جلاله) په دوی باندي د هغو عملونو (د سزا) خوند څكي چي دوی کړي دي، ښايي چي دوی راوګرځي.
همدا رنګه نبى ﷺ ګناهونو د ناوړه پایلو په اړه فرمايلې دى:« مَا مِنْ قَوْمٍ يُعْمَلُ فِيهِمْ بِالْمَعَاصِي هُمْ أَكْثَرُ وَأَعَزُّ مِمَّنْ يَعْمَلُ بِهَا , ثُمَّ لَا يُغَيِّرُونَهُ , إِلَّا يُوشِكُ أَنْ يَعُمَّهُمُ اللهُ بِعِقَابٍ».
ژباړه: نشته داسی یو قوم چې په هغوی کې ګناهونه ترسره کیږي، دوی ډیر او پیاوړی له هغی چا نه چې ګناه ترسره کوي او دوی یې له ګناه څخه نه منع کوي، مګر دا چې نږدی ده الله جل جلاله به ورته عام عذاب ورکړي.
لکه څرنګه چې ریښتنی ایمان نیک عمل او د الله تعالی اطاعت او بندګی د هوسا، ارامه او خوښیو د ډک ژوند سبب ګرځی، الله جل جلاله فرمایې:((مَنْ عَمِلَ صٰلِحًا مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثٰى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُۥ حَيٰوةً طَيِّبَةً)). سُورَةُ النّحل : ۹۷
ژباړه: هر څوك چي ښه عمل وکړي كه هغه نارينه وي او كه ښځه، په دې شرط چي مؤمن وي، پر هغه به موږ په دُنيا کښي سپېڅلى ژوند تېر کړو.

(۲) په نورو پورې خپلی اړیکې پرتله کول:
کله چې ښځه او خاوند يا يو يې خپلى اړيکې دنورو واده شويو جوړو په اړيکو پورى پرتله کوي نو اړیکې یې له ګواښ سره مخ کیږی، لکه: کله خاوند د خپل وروو يابل کوم خپلوان ښځه ووينې نو هغه د خپلى ښځى سره پرتله کوي، کله ښځه د خپلى خور يا د بلى کومى خپلوانى خاوند ووينې هغه له خپل خاوند سره پرتله کوى.
د خاوند او میرمنې په ژوند کې اصل قناعت او رضايت دى، سربيره پر دې  بايد انسان د سمې لارې د بدلون هڅه وکړي.

(۳) دغيرت ناسمه پوهه:
د غيرت ناسم مفهوم او په هغه کې له حده وتل اړيکې له ثبات څخه د انديښنې او شک لور ته وړي، چې بيا ورسره بدګمانى او دروغ هم مل شى، چې په پايله کې د ﺯياتى او ﺯيان لامل شي.
ﺯمونږ په ګډ ژوند کې د غيرت شتون اړين دى، ځکه دا د مينى او اړيکو د غښتلتيا څرګندونه کوي، خو مهمه داده چې د غيرت په مفهوم کې بايد له معقول  حد څخه تیرۍ ونه شي .

(۴) په مشکلاتو او ستونزو چوپ پاتی کیدل:
په ټولو اړيکو کې ستونزې مشکلات او اختلافات مينځه ته راځى، ښځې او خاوند ته په کار ده چې په اړه يې په ګډه فکر وکړي، د لاملونو پلټنه يې وکړي او د مناسبى لارې يې د تداوى هڅې پيل کړى، د بحث خبرو او يو بل سره د نظر شريکولو له لارې دى ورته د حل لار ولټوي، نه داچې ستونزې لا پسی ډيرې کړي تردی چې دواړو لورو د کرکې او نفرت لامل شى.

(۵) خيالى او لوړ فکرونه:
کله خاوند په خپل ﺫهن کې خپلى ښځې د ښکلا، ښايست او هرى نيمګړتيا څخه خالى ټاکلى انځور وکاږى، ښځه هم د خپل خاوند څخه د لوړو اميدونو د پوره کولو تمه لري ، خو ناڅاپى دواړه د خپلو اميدونه له برعکس واقيعت سره مخ کيږى.
په غالبه توګه د دغې خيالى اميدونو او فکرونو لامل له فلمونو، سريالونو، ناولونو او رومانسى کيسو متاثره کيدل وي.

(۶) په منفى کړنو ټيګار او له مثبتو ناخبرى:
کله د ښځې او خاوند ټول پام د يو بل تيروتنو، خطاګانو او د هغې پلټنو ته وي، خپل ژوند د هم شريک مثبتى کړنې يې هيرى او له امتياﺯى ځانګړتياوو او خويونو يې ناخبره وي.
په ښځه او خاوند لاﺯم دى چې د يو بل مثبتى کړنې وپيژنې، د دواړو خواوو ځانګړنې وپلټى او هغې د ودى او څرګندولو هڅه وکړي.

(۷) د واک او تسلط مينه:
ځينې سړي فکر کوي چې دوى دې دټولو پريکړو کوونکي او د هر څه په اړه دى تصميم نيوونکي وي، له هيڅ چا سره سلا مشوره نه کوي او نه چاته خپلى پريکړى او نظر دبيا کتنې اجاﺯه ورکوي.
او يا هم ميرمن خپل خاوند سره له ډيرې مينې او په هغه باندې د ويرى له امله د هغه په ټولو چارو کې تدخل کوي، هڅه کوي چې په ډيرو پوښتنو يې بند وساتى، خپل خاوند د کنترولولو او هغه د چارو د پريکړه کولو کوښښ کوي.
چې دا کار دوی ترمنځ د جنجال لامل کیږی او ژوند یې له خطر سره مخ کوی.

(۸) ﺯياتى نيوکې او ملامتول:
ﺯياتى نيوکې، ملامتول او مقابل لورې تل په خپل کمى خبرول مو ژوند د ملګرى د لاﺯيات کمى او نفرت لامل ګرځي.
مونږ ته په کار دى چې یو بل ته په ډاډ ورکولو ټينګار وکړو، مينه او ويره سره يوځاى کړو.

(۹) هميشنۍ مشغولتيا:
خاوند ټوله ورځ پخپلو کارونو او له ملګرو سره په په بنډارونو مصروفه وي، ښځه هم پخپلو کارنو او يا خپلو ملګرو سره په لیدلو او ناسته مشغوله وى.
دا کار مقابل لورې ته هغه ته د نه ارﺯښت ورکولو احساس ورکوي، که څه هم د دوی هميشه مصروفيدل په نیکو او ټولګټې کارونو کې وى.

(۱۰) بد ګمانى کول:
کله له خاوند او ميرمنې څخه يو يې داسې فکر کوي چې ژوند د هم شريکى د ټولو کړنو موخه يې ده ته ﺯيان او بد رسول دى، که څه هم د هغه دا قصد نوى، خو د ژوند اساس یې په بدګمانى ودريږى.
له دى وروسته بيا د یو بل څخه د کوم خير تمه کيداى شى.

(۱۱) ټوکې ملنډى او د احساساتو ﺯخمى کول:
د بل په کړنو، سوچ او چلند ټوکې او ملنډې وهل کرکه او نفرت ﺯيږوى.
ميرمنې او خاوند ته په کار دى چې يو بل احساساتو د درناوى هڅه وکړي او له يو بل سره خپل احترمات او مينه شريکه کړي.

Tags

Related Articles

Back to top button