حدیثد حديثونو ژباړه

مسلمان بايد خپله عاجزي او حاجت يواځي الله تعالی ته پيش کړې .ژباړن: عبدالرحيم سلطان

مسلمان بايد خپله عاجزي او حاجت يواځي الله تعالی ته پيش کړې .ژباړن: عبدالرحيم سلطان

 

عَنْ أَبيْ هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: (إِذَا تَشَهَّدَ أَحَدُكُمْ؛ فَلْيَسْتَعِذْ بِاللهِ مِنْ أَرْبَعٍ، يَقُوْلُ: اَللَّهُمَّ! إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ، وَمِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ، وَمِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ، وَمِنْ شَرِّ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ) (صحيح مسلم, رقم الحديث 128(588), وصحيح البخاري, رقم الحديث 1377, واللفظ لمسلم) .

د ابو هريره  رضي الله عنه  څخه روايت دی , فرمايي : نبي کريم صلى الله عليه وسلم  فرمايلي دي: کله چې يو کس په تاسو کې د تشهد نه فارغه شې نو په الله تعالی پوري دې ، د څلور فتنو نه پناه اوغواړې : الهي زه په تا سره دعذاب دجهنم نه پناه غواړم  او دقبر دعذاب نه پنا ه غواړم  او د ژوند او د مرګ دفتنونه پناه غواړم او د دجال دفتنې دشر نه پنا ه غواړم.

ددي حديث د فوائدو  څخه

1-دا پناه غوښتل د بنده د خپل رب نه په دې دلالت کوي چې بنده په هر وخت کې خپل رب ته محتاجه دی ، بايد ده چې خپله عاجزې او حاجت يواځي خپل رب ته پيش کړې .

2-ددي دعا لوستل د تشهد په اخير کې مستحب دي .

3-دا حديث لارښونه کوې چې فتنه د دجال شته ، او ډيره لويه فتنه ده ، چې دقيامت نه مخکې به په انسانانو باندي راځې ، او دجال ته ډير قوتونه الله تعالی ورکړي دي ، ددي لپاره چې په بنده ګانو ازمائښت او امتحان اوکړې .

4-قبر په حقيقت کې عالم برزخ ته وايي ، اودمړو ددفن کولو ځاي  ته هم قبر وايي .

Tags

Related Articles

Back to top button