آداب او اخلاقمذموم اخلاق

د منافق توبه ویستل . ژباړن: دکتور ابو زکريا محمداسمعيل.

د منافق توبه ویستل . ژباړن: دکتور ابو زکريا محمداسمعيل.

که یو منافق له مرګه مخکې توبه ووباسي او خپل عمل سم کړي، او د الله تعالی په دین کلک شي، او خپل دین او عمل خاص د یو الله تعالی د رضا لپاره خالص کړي، نو دده توبه صحیح ده، او الله تعالی یي ورڅخه قبلوي، لکه چې الله تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِي ٱلدَّرۡكِ ٱلۡأَسۡفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمۡ نَصِيرًا ١٤٥ إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ وَأَصۡلَحُواْ وَٱعۡتَصَمُواْ بِٱللَّهِ وَأَخۡلَصُواْ دِينَهُمۡ لِلَّهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَعَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۖ وَسَوۡفَ يُؤۡتِ ٱللَّهُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ أَجۡرًا عَظِيمٗا ١٤٦ مَّا يَفۡعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمۡ إِن شَكَرۡتُمۡ وَءَامَنتُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمٗا ١٤٧﴾ [النساء: 145-147].

ترجمه: «بیشکه منافقان به په آخري لاندینۍ برخه د اور کې وي، او هېڅکله به دوﺉ ته څوک کومکي او مرستندویه پیدا نکړی، مګر هغه کسان چې توبه یي ویستلي وي)مخکې له مرګه( او خپل عمل یي اصلاح او سم کړی وي، او د الله تعالی پر دین یي منګولی لګولی وي، او خپل دین او عمل یي د یو الله تعالی د رضا لپاره خالص کړی وي، نو دغه ډول خلک به د نورو مؤمنانو سره ملګري وي، او الله تعالی به ټولو مؤمنانو ته لوي اجر او ثواب ورکړي، الله تعالی ستاسو په عذابولو باندې څه کوي؟ که تاسو د الله تعالی شکر ووباسۍ، او پرې ایمان راوړﺉ، او الله تعالی شکرګزار او پوهه دی».

همدارنګه هغه مسلمان چې په هغه کې د منافقت ځینی عادتونه وي، که توبه تری وباسي، نو الله تعالی يي توبه قبلوي، او له منافقت څخه پاکېږي.

په دی مسأله کې یو عجیبه شبهه او لغز هم دی، او هغه دا چې ح‍‍‍ذیفه بن الیمان رضي الله عنه د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د حلقی په شاګردانو شبهه وکړه چې د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه په مخکې یي ورته وویل: بیشکه نفاق په هغه چا نازل شوی وو چې له تاسو څخه هم بهتر وو؟!

نو عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وخندل او د هغه په مقصد پوهه شو، او خپلو شاګردانو ته یي وویل: سبحان الله، بیشکه الله تعالی فرمایي:

﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِي ٱلدَّرۡكِ ٱلۡأَسۡفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ﴾ [النساء: 145].

ترجمه: «بیشکه منافقان به په هغه ډیره لاندینۍ برخه د اور کې وي».

بیا کله چې مجلس خور شو، نو حذیفه رضي الله عنه ابن مسعود رضي الله عنه یو شاګرد یزید بن الأسود النخعي ته وویل: هو، نفاق پداسې خلکو نازل شوی وو چې له تاسو څخه بهتر او غوره وو، بیا هغوﺉ توبه وویستله، او الله تعالی یي توبه قبوله کړی وه.

او په یو بل روایت کې داسې دي : هغوﺉ چې کله توبه وویستله نو هغوﺉ له تاسو څخه بهتر او غوره شو.

د هغه مقصد دا وو چې ځینی هغه خلک چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کې منافقان وو، خو بیا یي توبه وویستله او خپل عملونه یي اصلاح کړل، او خپل دین یي په ایمان عمل او اخلاص باندې ښائسته كړ، نو هغوﺉ بیا د رسول الله په صحبت او د هغه سره په جهاد باندې له هغه چا څخه غوره شو  چې له صحابه کرامو څخه وروسته وو، یعنی تابعین رحمهم الله، دا قیصه په صحیح بخاري شریف کې راغلی ده.

او مؤمنان باید داسې عملونه وکړي چې د منافقت او د هغی له عادتونو او خصلتونو څخه پرې خلاصیږي، لکه بیا بیا توبه ویستل، استغفار ویل، د الله تعالی د حدودو مراعات کول، د هغه د امرونو تعظیم او احترام کول، له شرک او مشرکانو څخه برائت او بیزاري کول، د لمانځه پوره له ټولو حقوقو سره ادا کول، د زکات ورکول، دالله تعالی او د هغه دپیغمبر او د قرآنکریم او د مسلمانانو د مشرانو او عوامو لپاره خیرخواهي لټول، او په دغه لار کې خپل پوره کوښښ کول.

همدارنګه له جهاد فی سبیل الله سره محبت او مینه کول، او په زړه کې يی اراده ساتل، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول، په دین او د حق او پر اتباع باندې او ددین په لار کې په مصیبتونو باندې یو بل ته سره وصیت کول، او مسکېنانو او غریبانو ته په ډوډﺉ ورکولو یو بل سره تیزول او لارښوونه کول، او د الله تعالی په لار کې خرچې او انفاق کول، او هغه په پوره ایماندارۍ سره ادا کول، او په هغی باندې له الله تعالی څخه د اجر ثواب امید کول، نو په داسې کارونو باندې بنده له نفاق او منافقت څخه پاکېږي.

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په حدیث کې رسول اللهصلى الله عليه وسلم فرمايي: «مَنْ سَرَّتْهِ حَسَنَتُهُ وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَهُوَ مُؤْمِنٌ».

ترجمه: «څوک چې پخپل نیک عمل خوشحالیږي، او به ګناه کولو باندې خفه کېږي، نو داسې بنده مؤمن دی».

نو که کوم بنده څخه ګناه وشي او هغه په دغه ګناه باندې خفه وو، نو دا ددي خبری نښه ده چې دده ایمان صحیح دی، یعنی ایمان پکې شته، او له ده څخه داسې امید ډیر دی چې توبه ووباسي، او له الله تعالی څخه ددغه ګناه د بخښنی غوښتنه وکړي، او ځان پرې ملامت کړي، خو که څوک په ګناه کولو خوشحالیږي، دا ددي خبری نښه ده چې دده په زړه کې نفاق او منافقت شته.

په سنن ترمذي کې د ابوهریره رضي الله عنه په حدیث کې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:

«خَصْلَتَانِ لَا تَجْتَمِعَانِ فِي مُنَافِقٍ، حُسْنُ سَمْتٍ، وَلَا فِقْهٌ فِي الدِّينِ» [صححه الألبانيُّ].

ترجمه: «دوه عادتونه په منافق کې سره نه یو ځاي کېږي: یو ښه خوي، او بل ددین ښه زده کړه».

Tags

Related Articles

Back to top button