اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې. ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.
اسان عملونه او ارزښتناکې بدلې. ليکوال : ابو زبير احسان الله اصفي.

(۳) دیتیم کفالت کول : داهم مونږته یومعمولی اووړوکی شان عمل ښکاری لکن د یتیمانوکفالت په اسلام کی لوړاووچت مقام لری امام بخاری رحمه الله په خپل صحیح کی پدی باره کی د سهل بن سعد رضی الله عنه څخه روایت کوی فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(اناوکافل الیتیم فی الجنة هکذا، وقال بإصبعیه ، السبابة والوسطی)رواه البخاري ژباړه : زه اود یتیم کفالت کونکی دواړه به جنت کی داسی یو اوبیائی په خپلو ګوتو: مسواکی اومنځنی سره ىاسي اشاره وکړه نودیتیم کفالت اوفرورش کونکی دی خپل دغه عمل او نیک کارته په سپکه نه ګوري بلکی دا یوډیراوچت عمل دی ځکه پدی سره په ورځ د قیامت کی د رسول الله صلی الله علیه وسلم قربت اونزدیکت حاصیلږی ،نوداڅومره د خوشحالی خبره ده چی په هغه سخته ورځ کی چی هرانسان به د خپل ځان د ژغورني اوخلاصون په فکراوسوچ کی وی چی چاته پدغه معمولی عمل درسول الله صلی الله علیه وسلم قربت اونزدیکت حاصل شی نوددغی خلکولپاره دا یوه خوشخبری ده چی د یویتیم کفالت دا خواسان عمل دی اوجراوبدله ئي څومره زیاته.
(۴) په مسلمانلنوفراخی راوستل اودهغوی په عیوبو باندی پرده اچول : داسلام دین ډیري زانګړتیاوی دی چی یودهغی ځینی په خپلونوروتنګ دسته مسلمانانوباندی فراخی راوستل دی اودا فراخی راوستل بیاعامه خبره ده چی دژوندپه هراړخ اوشعبه کی وی اوهمدغه شان دخطائی څخه انسان خالی اومعصوم نه وی نوکله چی ستادیومسلمان ورورڅخه خطااوغلطی وشی پرځای ددی چی هغه مونږ نوروپوری وشرمواورسوااوبدی خکاره کړو اسلام مونږ ته په هغه باندی د پردی اچولوامرکړی دی چی دهغی عیوب اونقصانات بایدمونږ پټ کړولکه پدی باره کی امام بخاری رحمه الله په خپل صحیح کی حدیث ذکرکړی دی (عن عبدالله بن عمر رضی الله عنهما اخبره ان رسول الله علیه وسلم قال:( المسلم اخوالمسلم لایظلمه ولایسلمه ومن کان فی حاجة أخیه کان الله فی حاجته ومن فرَج عن مسلم کربة فرج الله عنه کربة من کربات یوم القیامة ومن سترمسلم ستره الله یوم القیامة ) رواه البخاری ژباړه :دعبدالله ځوی دعمر رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله فرمایلی دی یومسلمان دبل مسلمان وروردی نوپه خپل ورورمسلمان باندی به ظلم نه کوی اونه به ئی داسی چاته سپاری چی هغه ورباندی ظلم کوی اوڅوک چی دخپل ورورمسلمان دحاجت پوره کولوپه فکراوسوچ کی وی الله تعالی به ددغی انسان حاجتونه دخپلوخزانوڅخه پوره کړی اوڅوک چی دخپل ورورمسلمان څخه یودنیوی سختی اومشکل لری کړی الله به ددی په بدل کی ددغی انسان څخه د اخرت سختی اومشکلات لری کړی اوچاچی په خپل مسلمان ورورباندی په دنیاکی پرده واچوله الله به ورباندی په ورځ دقیامت کی پرده واچوی اوددی عیوب اونقصانات به پټ کړی اودخجالت اوشرمندګی څخه به ئی وساتی )لنډه داچی د یومسلمان حاجت پوره کول اومشکلات اوسختی تری لری کول اوپه هغی باندی د ژوندپه مختلفوبرخوکی فراخی راوستل اودیومسلمان په عیوبواونقصاناتوپرده اچول که یوی خوانه اسان عمل دی خودامعمولی اعمال اوکارونه ندی بلکی دادومره قدر اوقیمت اووزن لری چی دانسان داخروی مشکلاتواوخفګانونواومصیبتونودلری کیدلواوددی په عیوبو باندی د پردی اچولو سبب ګرځی الله دی مونږ ټولوته توفیق راکړی. (۵)دمازدیګراوسهرلمونځونوباندی پابندي کول : هسی خومونږته په پنځه وخته لمونځونوباندی دپابندی کولوامرشوی دی خوپه ځانګړی ډول ددغه دوه وخته لمونځونود پابندی باره کی ابی موسی الاشعری رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (من صلی البردین دخل الجنة)متفق علیه ژباړه چاچی په دوه لمونځونو(مازدیګراوسهار)) باندی محافظت وکړه الله تعالی به ئی جنت ته داخل کړی