له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغېز( څلورمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له فتنو څخه د ټولنې په سالميت کې د شرعي علم نېک اغېز( څلورمه برخه) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

څلورمه خبره دا ده چې د چارواکو پر ضد لاريون څخه ځان ژغورل، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: [تَسْمَعُ وَتُطِيعُ لِلْأَمِيرِ، وَإِنْ ضُرِبَ ظَهْرُكَ، وَأُخِذَ مَالُكَ، فَاسْمَعْ وَأَطِعْ ] ([1])
ژباړه: د چارواکو خبره دې واوره او ويې منه، که څه هم په ملا ووهل شې او مال درڅخه واخستل شي خو خبره يې واوره او ويې منه.
له عوف بن مالک اشجعي رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه ما واورېدل ويل يې : [ (خِيَارُ أَئِمَّتِكُمُ الَّذِينَ تُحِبُّونَهُمْ وَيُحِبُّونَكُمْ، وَيُصَلُّونَ عَلَيْكُمْ وَتُصَلُّونَ عَلَيْهِمْ وَشِرَارُ أَئِمَّتِكُمُ الَّذِينَ تُبْغِضُونَهُمْ وَيُبْغِضُونَكُمْ وَتَلْعَنُونَهُمْ وَيَلْعَنُونَكُمْ، قِيلَ: يَا رَسُولَ اللهِ، أَفَلَا نُنَابِذُهُمْ بِالسَّيْفِ؟ فَقَالَ: لَا، مَا أَقَامُوا فِيكُمُ الصَّلَاةَ، وَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْ وُلَاتِكُمْ شَيْئًا تَكْرَهُونَهُ، فَاكْرَهُوا عَمَلَهُ، وَلَا تَنْزِعُوا يَدًا مِنْ طَاعَة] ([2])
ژباړه: ستاسو غوره حکمرانان هغه دي چې تاسو ورسره مينه لرئ او هغوی يې له تاسو سره، هغوی تاسو ته او تاسو هغوی ته دعاګانې کوئ، ستاسو بد حکمرانان هغه دي چې ستاسو بدي شي او تاسو يې هم بدي شئ، تاسو هغوی ته او هغوی تاسو ته ښېراوې کوي، وويل شول: د الله رسوله! ايا په توره يې لرې نه کړو؟ هغه وويل: نا، ترڅو چې هغوی په تاسو کې لمونځونه کوي، چې کله تاسو له خپلو حکمرانانو څخه بد وګورئ نو عمل يې بد وګڼئ خو له اطاعت څخه يې لاس مه اخلئ.
او له ام سلمې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: [سَتَكُونُ أُمَرَاءُ فَتَعْرِفُونَ وَتُنْكِرُونَ، فَمَنْ عَرَفَ بَرِئَ، وَمَنْ أَنْكَرَ سَلِمَ، وَلَكِنْ مَنْ رَضِيَ وَتَابَعَ» قَالُوا: أَفَلَا نُقَاتِلُهُمْ؟ قَالَ: «لَا، مَا صَلَّوْا ] ([3])
ژباړه: ډېر زر به له ما څخه وروسته داسې مشران راشي چې تاسو به ترې ښه او بد کارونه ګورئ، که څوک يې منکر وپېژني او ترې يې رابند کړي نو ذمه به يې بري شي، او که څوک يې په زړه کې بد وګڼي نو د ټولواک د ګناه له عقوبت څخه سالم شو، خو هلاکت هغه چا لره دی چې په بدو يې راضي وي، صحابه کرامو وويل: ايا جنګ ورسره ونه کړو؟ هغه وويل: نا چې ترڅو لمونځ کوي.
او له ابن عباس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَنْ رَأَى مِنْ أَمِيرِهِ شَيْئًا يَكْرَهُهُ فَلْيَصْبِرْ، فَإِنَّهُ مَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ شِبْرًا، فَمَاتَ، فَمِيتَةٌ جَاهِلِيَّةٌ) ([4])
ژباړه: که څوک له خپل حکمران څخه بد وویني نو صبر دې پرې وکړي، که د مسلمانانو له جماعت څخه څوک د لويشتې په اندازه هم ووځي او مړ شي نو مرګ يې د جاهليت دی. حافظ ابن حجر رحمه الله د دې حديث په شرح کې وايی: ابن ابي جمره وايي: له ( مفارقې ) څخه مراد د ياد ټولواک لپاره د بيعت اخستل دي ولو که په لږ څه شي باندې هم وي لکه يوه لويشت، ځکه له دې څخه غير حق د سفک الدماء بهير منځ ته راځي. ([5])
امام احمد رحمه الله وايي: امام لالکائي رحمه الله ترې هم په شرح اصول الاعتقاد کې نقل کړي دي : نه له اولسمشر سره جنګ کول روا دي او نه يې پر ضد باندې پاڅون او لاريون، که څوک لاريونونه وکړي نو ديني مبتدع دی او په غير شرعي طريقې باندې روان دی. ([6])
امام طحاوي حنفي رحمه الله د عقيدې په خپل مشهور کتاب کې وايي: مونږ د خپلو ټولواکانو او چارواکو پر ضد لاريونونه او پاڅون ناروا ګڼو، که څه هم چارواکي ظالمان وي ، او نه ورته ښېرې کو او نه يې له اطاعت څخه لاس اخلو، مونږ د خپلو چارواکو اطاعت د الله د اطاعت له جملې څخه تر هغه پورې فرض ګڼو چې په معصيت يې امر نه وي کړی، او د تل لپاره ورته د خير او سعادت دعاګانې کو.
د امام حرب الکرماني – رحمه الله – په څېر نورو عالمانو هم د اهل السنت والجماعت عقيده نقل کړې ده، هغه د اهل السنت والجماعت د دې عقيدې (مونږ د خپلو چارواکو اطاعت د الله د اطاعت له جملې څخه تر هغه پورې فرض ګڼو چې په معصيت يې امر نه وي کړی) په شرح او وضاحت کې وايي: که کوم چارواکي درته د الله په معصيت امر وکړ نو نه ښايي چې ته د الله معصيت وکړې، خو پر ضد به يې پاڅون هم نه کوې او نه به د حقونو په ادا کې ممانعت کوې، دين به دين وي بايد له مجاملې څخه پکې کار وانه اخستل شي، او د الله په معاصيو کې ککړتيا خو بيخي مناسب نه ده، ايا دا ورڅخه لازميږي چې څوک خلک د ټولواکانو پر ضد راپورته کړي او چارواکي کم عقل وبولي؟ قسم په الله چې دا ورڅخه نه لازميږي، مونږ بايد هيڅکله پر خپلو چارواکو خروج ونه کړو او نه يې پر ضد کوتک او ټوپک استعمال کړو، او نه به يې په حقوقو کې تاخير کو.
په اسلامي شريعت کې د ټولواک حق څه مطلب دی؟ مطلب يې د هغه اطاعت او خبره هغه ډول اورېدل دي چې څنګه الله پاک تا ته امر کړی دی.
………………………………..