د حرمينو پيغام

د مسجد  نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور عبد الله بن عبد الرحمن البُعَيجان عنوان: د نعمتونو شکر ادا کوئ او د سفر آداب ترجمه:  مفتي عبدالولي خان

د مسجد  نبوي د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ دکتور عبد الله بن عبد الرحمن البُعَيجان عنوان: د نعمتونو شکر ادا کوئ او د سفر آداب ترجمه:  مفتي عبدالولي خان

 

نېټه: 21 ربيع الأخر، 1440 هجري، 28 دسمبر 2018 م

 

اوله خطبه:

أما بعد!

د الله بنده ګانو! زه خپل ځان او تاسو ته د الله د تقوا او وېرې وصيت او تاكيد كوم. ځكه چې د الله وصيت او حكم دى اولينو او اخرينو ته. الله فرمايي:

﴿ وَلَقَدْ وَصَّيْنَا الَّذِيْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَاِيَّاكُمْ اَنِ اتَّقُوا اللّٰهَ ﴾

’’او یقینًا یقینًا مونږه هغو كسانو ته كلك حكم كړى دى چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى و او تاسو ته هم، چې له الله نه ووېرېږئ.‘‘ (النسآء 131:4)

د الله بنده ګانو!

الله فرمايي:

﴿ اِعْلَمُوْۤا اَنَّمَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَّ لَهْوٌ وَّ زِيْنَةٌ وَّ تَفَاخُرٌۢ بَيْنَكُمْ وَ تَكَاثُرٌ فِي الْاَمْوَالِ وَ الْاَوْلَادِ١ؕ كَمَثَلِ غَيْثٍ اَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهٗ ثُمَّ يَهِيْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَكُوْنُ حُطَامًا١ؕ وَ فِي الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِيْدٌ١ۙ وَّ مَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانٌ١ؕ وَ مَا الْحَيٰوةُ الدُّنْيَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ۰۰۲۰﴾

’’تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى.‘‘ (الحديد 20:57)

دنيا زايله كېدونكى نعمت دى، رخصتېدونكى سيورى دى، او لږې ورځې ژوند دى. الله فرمايي:

﴿ اِنَّمَا مَثَلُ الْحَيٰوةِ الدُّنْيَا كَمَآءٍ اَنْزَلْنٰهُ مِنَ السَّمَآءِ فَاخْتَلَطَ بِهٖ نَبَاتُ الْاَرْضِ مِمَّا يَاْكُلُ النَّاسُ وَ الْاَنْعَامُ١ؕ حَتّٰۤى اِذَاۤ اَخَذَتِ الْاَرْضُ زُخْرُفَهَا وَ ازَّيَّنَتْ وَ ظَنَّ اَهْلُهَاۤ اَنَّهُمْ قٰدِرُوْنَ عَلَيْهَاۤ١ۙ اَتٰىهَاۤ اَمْرُنَا لَيْلًا اَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنٰهَا حَصِيْدًا كَاَنْ لَّمْ تَغْنَ بِالْاَمْسِ١ؕ كَذٰلِكَ نُفَصِّلُ الْاٰيٰتِ لِقَوْمٍ يَّتَفَكَّرُوْنَ۠۰۰۲۴﴾

’’بېشكه همدا خبره ده چې د دنيايي ژوند مثال د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له بره نازلې كړې، بیا په (سبب د) هغو سره د ځمكې زرغونه ښه ګډه وډه شي له هغو څیزونو ځنې چې خلق او څاروي يې خوري، تر دې چې كله ځمكه خپل زینت واخلي او ښه ښكلې شي او د هغې خاوندان یقین وكړي چې یقینًا دوى پر دې قادر دي (، نو) هغې ته زمونږ حكم د شپې راشي، یا د ورځې، نو مونږ هغه رېبل شوې كړو، ګویا كې دغه (اباده زرغونه ځمكه) پرون له سره موجود نه وه، همدارنګه مونږه ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغو خلقو لپاره چې ښه فكر كوي.‘‘ (يونس 24:10)

اى مسلمانانو! كاينات يو پرانيستى كتاب دى، الله تعالٰى د دې د ويلو او په دې كې د تدبر او غور كولو حكم كړى دى او خلق يې دې ته رابللي دي، او په دې كې غور او فكر كول يې زمونږ لپاره عبادت ګرځولي دي، فرمايلي يې دي:

﴿ اِنَّ فِيْ خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضِ وَاخْتِلَافِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِيْ تَجْرِيْ فِي الْبَحْرِ بِمَا يَنْفَعُ النَّاسَ وَمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ مِنَ السَّمَآءِ مِنْ مَّآءٍ فَاَحْيَا بِهِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيْهَا مِنْ كُلِّ دَآبَّةٍ١۪ وَّتَصْرِيْفِ الرِّيٰحِ وَ السَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ لَاٰيٰتٍ لِّقَوْمٍ يَّعْقِلُوْنَ۰۰۱۶۴ ﴾

’’یقینًا د اسمانونو او ځمكې په پېدا كولو كې، او د شپې او ورځې په بدلېدو كې، او په هغو بېړیو كې چې په سمندر كې يې هغه څه روان كړي وي چې خلقو ته نفع رسوي، او په هغه څه كې چې الله له بره نه راورَولي دي،  چې اوبه دي، نو په دې سره يې ځمكه د هغې د مَړه كېدو (وچېدو) نه پس ژوندۍ كړه، او په دې كې يې هر قسمه خوځنده (شیان) خواره كړل، او د بادونو په ګرځولو (راګرځولو) كې او په هغې ورېځ كې چې د اسمان او ځمكې په مینځ كې مُسَخَّر كړى شوې ده، خامخا د (هغه) قوم لپاره نښې دي چې عقلمند وي.‘‘ (البقرة 164:2)

د الله بنده ګانو! څومره ډېرې سختۍ او تنګۍ پر انسان راغلي دي چې يواځې الله تعالٰى له بنده نه لرې كړې دي او څومره مصيبتونه پر انسان راغلي دي خو يواځې الله پورته كړې دي. او څومره ډېرې بلاګانې او ازمايشونه پر انسان راغلي دي خو يواځې الله لرې كړې دي. الله فرمايي:

﴿ اَمَّنْ يُّجِيْبُ الْمُضْطَرَّ اِذَا دَعَاهُ وَ يَكْشِفُ السُّوْٓءَ وَ يَجْعَلُكُمْ خُلَفَآءَ الْاَرْضِ١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ قَلِيْلًا مَّا تَذَكَّرُوْنَؕ۰۰۶۲﴾

’’بلكې هغه ذات (غوره دى) چې د مجبور ( او عاجز) سوال قبلوي، كله چې دغه (الله) وبلي او هغه تكلیف (او سختي) لرې كوي او تاسو د ځمكې خلیفه ګان جوړوي، ایا له الله سره بل معبود شته؟ تاسو ډېر لږ شانته نصیحت قبلوئ.‘‘ (النمل 62:27)

كله داسې هم وي چې موسم ګرم وي، د اوړي سخته ګرمي وي، ځمكه وچه شوې وي څاروي كمزوري شوي وي، كوهيان وچ شوي وي، ونې وچې شوي وي، ګلان مړاوي شوي وي، ميوې كمې شوې وي، فصل مړ شوى وي او د څارويو غولانځې هم وچې شوې وي، نو ناڅاپه الله تعالٰى حالات بدل كړي، او هواګانې له خپل رحمت نه مخكې د زېري په طور راولېږي، الله فرمايي:

﴿ وَ هُوَ الَّذِيْ يُنَزِّلُ الْغَيْثَ مِنْۢ بَعْدِ مَا قَنَطُوْا وَ يَنْشُرُ رَحْمَتَهٗ١ؕ وَ هُوَ الْوَلِيُّ الْحَمِيْدُ۰۰۲۸﴾

’’او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى.‘‘ (الشورٰى 28:42)

نو د الله په حكم سره ځمكه راژوندۍ شي، خپل ښايست راواخلي او ژوند ښكلى شي، مُزين او په مُسكا شي، طبيعت او موسم بدل شي، رنګارنګي په كې راشي، نو پاك دى هغه ذات چې ورېځي يې راولېږلې، تخمونه يې رازرغون كړل، او پاك دى هغه ذات چې ځمكه يې د هغې له مرګه پس بيا راژوندۍ كړه، الله فرمايي:

﴿ اَمَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَ الْاَرْضَ وَ اَنْزَلَ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَآءً١ۚ فَاَنْۢبَتْنَا بِهٖ حَدَآىِٕقَ ذَاتَ بَهْجَةٍ١ۚ مَا كَانَ لَكُمْ اَنْ تُنْۢبِتُوْا شَجَرَهَا١ؕ ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ١ؕ بَلْ هُمْ قَوْمٌ يَّعْدِلُوْنَؕ۰۰۶۰ ﴾

’’بلكې هغه ذات (بهتر دى) چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره  يې له بره نه اوبه نازلې كړې دي، نو هم مونږ په هغو سره د رونق (او ښايست) والا باغونه زرغون كړل، تاسو لپاره دا  طاقت نشته چې تاسو د هغو (باغونو) ونې زرغونې كړئ، ایا له الله سره بل معبود شته؟ بلكې دوى یو داسې قوم دى چې (له الله سره د نورو) برابري كوي.‘‘ (النمل 60:27)

ايا نو له الله سره بل حق معبود شته؟ الله ډېر اوچت دى، الله ډېر لوړ او بالا دى.

د الله بنده ګانو! ژوند د باران، يعنې د الله د رحمت له نازلېدو نه پس بدل شي.

امېدونه رابيدار شي، هيلې راوټوكېږي، خوشالي، سُرور او فراخي عامه شي. الله فرمايي:

﴿ فَانْظُرْ اِلٰۤى اٰثٰرِ رَحْمَتِ اللّٰهِ كَيْفَ يُحْيِ الْاَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا١ؕ اِنَّ ذٰلِكَ لَمُحْيِ الْمَوْتٰى١ۚ وَ هُوَ عَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ۰۰۵۰﴾

’’نو ته د الله  د رحمت نښو (او اشارو) ته وګوره، الله ځمكه د هغې له مرګ (وچ والي) نه وروسته څنګه ژوندۍ كوي، بېشكه دغه (الله) خامخا مړو لره ژوندي كوونكى دى او هغه په هر شي باندې قادر دى.‘‘ (الروم 50:30)

د الله بنده ګانو! د الله نعمتونه بې شماره دي، د هغهٔ عطا او وركړه نشي ختمېداى، او څه چې له الله سره دي هغه يواځې د هغهٔ په اطاعت كولو او د هغه د  مرضياتو په غوره كولو سره حاصلېداى شي، همدارنګه د هغه د نعمتونو د شكر په ادا كولو سره حاصلېداى شي.

الله فرمايي:

﴿ وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰۤى اٰمَنُوْا وَ اتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ ﴾

’’ او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې له اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى.‘‘ (الأعراف 96:7)

د الله قانون په خپلو بنده ګانو كې داسې جاري دى چې فرمايلي يې دي:

﴿ وَ اِذْ تَاَذَّنَ رَبُّكُمْ لَىِٕنْ شَكَرْتُمْ لَاَزِيْدَنَّكُمْ وَ لَىِٕنْ كَفَرْتُمْ اِنَّ عَذَابِيْ لَشَدِيْدٌ۰۰۷﴾

’’او كله چې ستاسو رب اعلان وكړ چې قسم دى كه تاسو شكر وباسئ (،نو) زه به خامخا هرومرو تاسو ته (په نعمتونو كې) اضافه وكړم او قسم دى كه تاسو ناشكري وكړئ، نو بېشكه زما عذاب خامخا ډېر سخت دى.‘‘ (إبراهيم 7:14)

اى مسلمانانو! د نعتونو ناشكري د بلاګانو ازمايشونو او مصيبتونو د راتلو يو سبب دى، الله تعالٰى مونږ له دې نه منع كړي يو او مونږ ته يې يو مثال بيان كړى دى، فرمايلي يې دي:

﴿ وَ ضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا قَرْيَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَىِٕنَّةً يَّاْتِيْهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِاَنْعُمِ اللّٰهِ فَاَذَاقَهَا اللّٰهُ لِبَاسَ الْجُوْعِ وَ الْخَوْفِ بِمَا كَانُوْا يَصْنَعُوْنَ۰۰۱۱۲﴾

’’ او الله د یو كلي مثال بیانوي چې د امن والا (او) اطمينان والا و، دغه (كلي) ته به د هغه رزق له هره ځایه پرېمانه راته، نو دغه كلي د الله د نعمتونو ناشكري وكړه، نو الله په دغه كلي باندې د لوږې او وېرې لباس وڅكاوه (لوږه او وېره يې پرې راوستله) په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول.‘‘ (النحل 112:16)

همدارنګه د سبا قوم په قصه كې هم زمونږ لپاره لوى عبرت پروت دى، الله فرمايي:

﴿ لَقَدْ كَانَ لِسَبَاٍ فِيْ مَسْكَنِهِمْ اٰيَةٌ١ۚ جَنَّتٰنِ عَنْ يَّمِيْنٍ وَّ شِمَالٍ١ؕ۬ كُلُوْا مِنْ رِّزْقِ رَبِّكُمْ وَ اشْكُرُوْا لَهٗ١ؕ بَلْدَةٌ طَيِّبَةٌ وَّ رَبٌّ غَفُوْرٌ۰۰۱۵فَاَعْرَضُوْا فَاَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَ بَدَّلْنٰهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ اُكُلٍ خَمْطٍ وَّ اَثْلٍ وَّ شَيْءٍ مِّنْ سِدْرٍ قَلِيْلٍ۰۰۱۶ذٰلِكَ جَزَيْنٰهُمْ بِمَا كَفَرُوْا١ؕ وَ هَلْ نُجٰزِيْۤ اِلَّا الْكَفُوْرَ۰۰۱۷ ﴾

’’یقینًا یقینًا د سبا (خلقو) لپاره په خپلې استوګنې كې یوه لویه نښه وه (هغه دا چې د دوى) ښي او چپ اړخ ته دوه باغونه دي، تاسو د خپل رب له رزقه خورئ او د هغه شكر وباسئ (دا ښار) پاكیزه ښار دى او (ستاسو) رب دى ډېر بخښونكى. بیا دوى مخ واړلو (د نبیانو له دعوت نه) نو مونږ په دوى د بند زورور سېلاب راخلاص كړ او د دوى د دوه باغونو په ځاى مو دوى ته دوه داسې باغونه په بدل كې وركړل چې دواړه خاوندان د بې خونده مېوو او غزانو او څه لږ شى د بېرو وو. دغه، مونږ دوى ته سزا وركړه، په سبب د دوى د كفر كولو او مونږ جزا نه وركوو مګر سخت ناشكري ته.‘‘ (سبأ 17-15:34)

بيا الله تعالٰى وفرمايل:

﴿ وَ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِيْثَ وَ مَزَّقْنٰهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ١ؕ اِنَّ فِيْ ذٰلِكَ لَاٰيٰتٍ لِّكُلِّ صَبَّارٍ شَكُوْرٍ۰۰۱۹ ﴾

’’او دوى په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو مونږه دوى قصې (افسانې) وګرځول او مونږ دوى تار په تار كړل، پوره تار په تار كول، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي دهر ډېر صبر كوونكي، ډېر شكر كوونكي لپاره.‘‘ (سبإ 19:34)

نو د الله بنده ګأنو! د الله شكر ادا كړئ، او د هغهٔ د نعمتونو او احساناتو شكر وباسئ، الله به نور دركړي، د هغهٔ حمد او ستاينه وكړئ د هغهٔ د فضل، كرم او سخاوت په وجه، هغه به پر تاسو رحم وكړي.

الله فرمايي:

﴿ اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوْبُوْۤا اِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُمْ مِّدْرَارًا وَّ يَزِدْكُمْ قُوَّةً اِلٰى قُوَّتِكُمْ﴾

’’له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو  باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي.‘‘ (هود 52:11)

او فرمايي:

﴿اسْتَغْفِرُوْا رَبَّكُمْ١ؕ اِنَّهٗ كَانَ غَفَّارًاۙ۰۰۱۰يُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُمْ مِّدْرَارًاۙ۰۰۱۱وَّ يُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّ بَنِيْنَ وَ يَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّ يَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًاؕ۰۰۱۲ ﴾

’’تاسو له خپل رب نه بخښنه وغواړئ بېشكه دى ډېر بخښونكى دى. دى به په تاسو ښه ورېدونكى باران راخوشې كړي. او تاسو ته به مالونه او زامن درزیات كړي، او تاسو ته به باغونه پیدا كړي او تاسو ته به ولې پیدا كړي.‘‘ (نوح 12-10:71)

اى الله! مونږ له تا نه بښنه غواړو، اى الله! يقينًا ته له همېشه ډېر بښونكى يې. اى الله! مونږ له تا نه بښنه غواړو، اى الله! يقينًا ته له همېشه ډېر بښونكى يې. اى الله! مونږ له تا نه بښنه غواړو اى الله! يقينًا ته له همېشه ډېر بښونكى يې.

 

دويمه خطبه

أما بعد!

د الله بنده ګانو! رخصتيانې او چټيانې د راحت او ارام ورځې دي، د سيل او توښه اخيستلو ورځې دي، ډېر خلق خوښوي چې دغه ورځې  د دنيا په مختلفو حصو كې تېرې كړي، په دې كې څه حرج نشته خو چې د خپلو وختونو په ضايع كولو كې اسراف نه وي او نه په لغو او مباحو كارونو كې زياتى او مبالغه نه وي.

اى مسلمانانو! يقينًا زمونږ دين د انسان ټولو حالاتو ته شامل دى، د ټولو اړخونو احكام په كې موجود دي، د سفر او حضر، احكام هم په كې موجود دي، د مسلمان لپاره لايق دي چې هغه ته د سفر احكام او اداب ورته معلوم وي، لكه څنګه چې د ده لپاره مناسب دي چې د اقامت او په خپل ځاى كې د پاتې كېدو احكام او اداب هم ورته معلوم وي.

د سفر له ادابو او حكامو ځنې يو دا هم دى چې له خپل اهل او كورنۍ نه به الله په اماني اخلي او له كوره د وتلو او پر سورلۍ د سورېدلو دعاګانې به وايي: له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى چې رسول اللهﷺ  چې به كله پر خپلې سورلۍ، يعنې اوښې وغيره باندې كېناستلو او  په سفر به وتلو، نو درې ځل به يې الله أکبر وويلې ((الله تر ټولو لوی دی)) او بيا به يې وويل: سُبْحَانَ الَّذِيْ سَخَّرَ لَنَا هٰذَا وَ مَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِيْنَ، وَ إِنَّآ إِلٰى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ، اَللّٰهُمَّ إِنَّا نَسْئَلُكَ فِيْ سَفَرِنَا هٰذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوٰى وَ مِنَ  الْعَمَلِ مَا تَرْضٰى، اَللّٰهُمَّ هَوِّنْ عَليْنَا سَفَرَنَا هٰذَا وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ، اَللّٰهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ وَالْخَلِيْفَةُ فِي الْاَهْلِ، اَللّٰهُمَّ إِنِّي أَعُوذُبِكَ مِنْ وَّعْثَآءِ السَّفَرِ وَ كَآبَةِ الْمَنْظَرِ وَ سُوْٓءِ الْمُنْقَلَبِ  فِي الْمَالِ وَ الْاَهْلِ.

’’ مونږه پاكي بيانوو د هغه ذات لپاره چا چې دا سورلۍ زمونږ تابع كړه اومونږ دې لره قابو كوونكي نهٔ وو، او بېشكه مونږه خاص د خپل رب په طرف بېرته ورتلونكي يو، ای الله! بېشكه مونږه لهٔ تا نه په خپل دې سفر كې د نېكۍ، تقوىٰ او د داسې عمل سوال كوو، چې تهٔ يې خوښوې، ای الله! په مونږ باندې زمونږ دا سفر اسان كړه، او د دهٔ لرې مسافت زمونږ نه در ټُول كړه (اوږد سفر كم كړه) ای الله! په سفر كې هم تهٔ (زمونږ) ملګری يې او په كورنۍ كې خليفه(نایب) ،ای الله! بېشكه زهٔ تا ته پناه دروړم د سفر له سختۍ نه او له تكليف رسوونكي منظر نه او په مال او كورنۍ كې له خرابې تبديلۍ نه.‘‘

او نبيﷺ چې به کله له سفر نه واپس كېدو، نو دغه دعا به يې وويله او په آخر كې به يې دا الفاظ ورزيات کړل:

((اٰئِبُونَ، تَآئِبُونَ، عَابِدُونَ لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ))

’’(مونږ) بېرته راستنېدونكي يو، توبه وېستونكي يو، عبادت كوونكي او خاص د خپل رب لپاره حمد او ثنا ويونكي يو.‘‘

دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.

د سفر په په ادابو كې دا هم دي چې د سفر لپاره به مناسبه ورځ غوره كړي. او كه د زيارت (پنجشنبې) ورځ وي، نو ډېره غوره خبره ده. او همدارنګه مناسب وخت دې غوره كړي خو که سهار وختي سفر شروع كړي، نو دا هم ډېر غوره كار دى، ځكه چې له كعب بن مالك رضي الله عنه نه روايت دى چې نبيﷺ به چې كله په سفر وتلو، نو اكثر به د زيارت په ورځ وتلو. او فرمايل به يې: اى الله ته زما د امت لپاره د هغوى په اول وخت كې بركت واچوه. او كله چې به يې كوم لښكر لېږلو، نو د ورځې په شروع كې به يې لېږلو.

صَخْر رضي الله عنه تاجر و، هغه به هم خپل تِجارتي سامان د ورځې په شروع كې لېږلو. نو په دې سره د هغهٔ مال ډېر زيات شو او دى غني شو، دا ترمذي او ابوداود روايت كړى دى.

د سفر په ادابو كې دا هم دي چې غوره او نېك ملګري به غوره كوې او يواځې به سفر نه كوې. ځكه چې له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى چې نبيﷺ فرمايلي دي: كه خلقو ته معلومه شي چې يواځې او تنها سفر كولو كې څومره نقصان دى، نو هېڅ يو كس به يواځې د شپې سفر ونه كړي.

همدارنګه د سفر له ابدابو ځنې دا هم دي چې د واجباتو په ادا كولو به پابندي كوي. لمونځونه به ادا كوي، الله تعالٰى مونږ د لمونځونو له ضايع كولو او وروسته كولو نه منع كړي وي، الله تعالٰى فرمايلي دي:

﴿ فَوَيْلٌ لِّلْمُصَلِّيْنَ۠ۙ۰۰۴الَّذِيْنَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُوْنَۙ۰۰۵ ﴾

’’نو هلاكت دى هغو لمونځ كوونكو لره چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي.‘‘ (الماعون 5-4:107)

همدارنګه په سفر كې څلور ركعتيز لمونځونه په قصر سره ادا كول هم د دين حكم او ادب دى، الله تعالٰى فرمايي:

﴿ وَاِذَا ضَرَبْتُمْ فِي الْاَرْضِ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَقْصُرُوْا مِنَ الصَّلٰوةِ ﴾

’’او كله چې تاسو په ځمكه كې سفر كوئ، نو پر تاسو  باندې هېڅ ګناه نشته چې له لمانځه نه څه حصه كمه كړئ.‘‘ (النسآء 101:4)

همدارنګه په سفر كې د ماسپښين او مازديګر لمونځونو تر مينځ جمع كول او د ماښام او ماسخوتن تر مينځ جمع كول هم مشروع او درست دي.

او شارع پر موزو باندې مسح كول روا ګرځولي دي، د مقيم لپاره يوه شپه او ورځ او د مسافر لپاره درې ورځې او شپې.

همدارنګه د سفر په ادابو كې دا هم دي چې ماحول او چاپېريال به نه خرابوې، نه به يې ككړوې، ګندونه، استعمال شوي څيزونه او خزلې خيري به هر ځاى نه غورځوې بلكې په هغوى ځايونو كې به يې غورځوې چې د دغو لپاره مخصوص دي، نور خلك چې د سيل او تفريح لپاره راوتلي د،ي مسافر دي هغوى به نه تنګوې، هغوى ته به ضرر نه رسوې. د سترګو او نظر حفاظت به كوې، پرديو، زنانه وو او حرامو ځايونو ته به نه ګورې. د هغوى د خصوصي او پرايويټ كارونو لټون به نه كوې.

د خلكو په لارو او تېرېدو ځايونو كې به نه ودرېږې. د عامو خلقو د فايدې ځايونه به نه ورانوې او نه به هغه اَلات او سامانونه ماتوې چې د دوى لپاره خاص شوي دي.

اى مسلمانانو! څوك چې د صحرا په رِحله او سفر وځي. او هغه د قصر مَسافت وي. نو هغه ته حق حاصل دى چې د شريعت له وركړيو رخصتونو او اجازتونو نه فايده واخلي. يقينًا اسلام د اسانۍ او نرمۍ دين دى. الله فرمايي:

﴿ وَ مَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّيْنِ مِنْ حَرَجٍ ﴾

’’ او په  تاسو باندې يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى.‘‘ (الحج 78:22)

اى الله مونږ ته په دين كې ژوره پوهه نصيب كړه.

اى الله مونږ ته په دين كې ژوره پوهه نصيب كړه.

او مونږ ته د تفسير علم راكړه، اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه، شرك او مشركين ذليل او رسوا كړه، اى الله! د مسلمانانو حالات سم كړه په هر ځاى كې،  اى الله! په هر ځاى كې د مسلمانانو حالات سم كړه، اى الله! په هر ځاى كې د مسلمانانو حالات سم كړه.

اى الله! دا مُلك، دا ښار او د مسلمانانو ټول مُلكونه او ښارونه د امن او اطمينان والا وګرځوه، اى الله! مونږ ته زمونږ په وطنونو كې امن رانصيب كړه، او زمونږ د حاكمانو او مشرانو اصلاح وكړه.

اى الله! زمونږ حکمران او ولی الأمر خادم الحرمين الشريفين په خپل خاص توفیق سره ونازوه او په خپل خاص تاييد سره يې مرسته وکړه.

ای الله! هغه ته او د هغه نايب او ولي عهد ته د هغه څه توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږي،  ته يې مخه نېکۍ او تقوا ته واړوه. ای الله! هغه ته او د هغه ولي عهد او نايب ته د هغو کارونو توفیق ورکړه چې په کې د هېواد او ولس  ګټه او فايده وي ای رب العلمينه.

ای الله! د زړونو اړوونکيه! زمونږ زړونه ستا پر دين ثابت ولره. ای الله! د زړونو اړوونکيه او په کې تصرف کوونکيه! زمونږ زړونه ستا طاعت  او فرمانبردارۍ ته راواړوه.

ای الله! ته زمونږ لپاره کافي شه ستا په حلالو سره ستا له حرام کړو نه او په خپل فضل سره ته مونږ،  له تا نه سوا له نور هر چا نه مستغني کړه.

د الله بنده ګانو! تاسو درود او سلام ووايئ پر هغه ذات چې الله يې تاسو ته حكم كړى دى. الله فرمايلي دي:

﴿ اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶﴾
بېشكه الله او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى مونانو! تاسو هم په دغه (نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (الاحزاب56:33)

اى الله! رحمت نازل كړه په محمد(ﷺ) باندې او په آل د محمد باندې، يقينا ته ډېر ستايل شوى، د لوى شان والا يې، لكه څنګه چې تا رحمت نازل كړى دى په ابراهيم باندې او په آل د ابراهيم باندې او بركت نازل كړه په محمد باندې او په آل د محمد باندې، لكه څنګه چې تا بركت نازل كړى دى په ابراهيم باندې او په آل د ابراهيم باندې، يقينًا تهٔ ډېر ستايل شوى، د لوى شان والا يې.

اى الله! له خلفاوو راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي نه راضي شه او له ټولو صحابه وو او زمونږ نه هم راضي شه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحمين ذاته.

Tags

Related Articles

Back to top button