
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، ايا په اسلام کې مخ د ښځې لپاره عورت دی ؟ سره له دې چې مخ د زینت اصل هم دی!
ځواب :
الحمدلله والصلاة والسلام علی رسول الله وبعد:
مسلمان بايد په دې پوهه وي چې د اجانبو په شتون کې د ښځې مخ پټول واجبي امر دی، قراني ايتونه او نبوي حديثونه، قياس او اجماع يې پر وجوب ښکاره دلالت کوي.
لومړی له قران کریم څخه :
۱ – : الله تعالی فرمايي ( وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖوَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَىٰ عَوْرَاتِ النِّسَاءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوا إِلَى اللَّـهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ) [ سورت نور : ۳۱ ] .
ژباړه: او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره يا د خپل خاوند د زامنو لپاره يا د خپلو وروڼو لپاره يا د خپلو ورېرونو لپاره يا د خپلو خورينو لپاره يا د خپلو ښځو لپاره يا هغه چا ته چې د دوى ښي لاسونه يې مالكان شوي دي، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وي له سړیو نه، یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي۔ او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهي، د دې لپاره چې معلوم كړى شي هغه څه چې دوى يې له خپل زینت ځنې پټوي او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ .
مذکوره ايت څخه د مخ په پټولو استدلال داسې دی چې :
أ – : مومنانو ښځو ته الله ا مر کړی دی چې د خپلو فرجونو حفاظت وکړي، او هر څه چې فرج ته د ځان رسولو وسيله جوړې دی شي ورڅخه په ځان ژغورلو يې ايت دلالت کوي، او عاقلان په دې پوهيږي چې د مخ پټول هم د فرج د حفاظت له وسايلو څخه وسيله ده ، ځکه له لوڅ مخ څخه کتونکي خوند او مزه اخستی شي، دهغه په محاسنو کې ژور غور کوي، بیا زیار باسي چې ځان څنګه ورورسوي، اونبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايی (إِنَّ اللهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنَ الزِّنَا، أَدْرَكَ ذَلِكَ لَا مَحَالَةَ، فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ ) [ صحيح البخاري:6612، صحيح مسلم:2657] .
ژباړه : سترګې هم زنا کوي او د سترګو زنا ( اجنبۍ ښځې ته ) کتل دي، بيا يې وفرمايل: فرج يا د سترګو زنا تصديقوي او يا يې تکذيبوي .
دا چې وسايل د مقاصدو په څېر احکام لري نو د فرج په حفاظت امر د مخ په حفاظت ځکه امر دی چې دفرج ته وسيله ده .
ب – : الله پاک فرمايي: (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَىٰ جُيُوبِهِنَّ) خمار هغه پړوني ته ويلی شي چې ښځه پر سر راځړوي چې ځان پرې پټ کړي، او جيب ګرېوان ته ويلی شي، نو چې ښځه د اجانبو په شتون کې د ګرېوان په پټولو ماموره ده نو د مخ په پټولو به ولې نه وي ماموره ځکه د مخ پټول يا د ګريوان له پټولو څخه لازميږي او يا يې د حجاب حکم په قياس ثابتيږي، معنا دا چې د سينې او ګريوان په پټولو ماموره ده نو د مخ په پټولو ځکه ماموره ده چې ګردې فتنې له مخ څخه راپورته کيږي .
ج – : د ډول ډال ښکاره کولو څخه الله پاک غوڅه منعه کړې ده، مګر هغه زينت چې ښکاره کېدل يې د انسان له توان څخه پورته وي لکه ظاهرې جامې ( برقع، حجاب، پړونی، څادر… ) له دې کبله الله وويل ( اِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا ) او داسې يې ونه ويل ( اِلاَّ مَا أَظْهَرْنَ مِنْهَا ) له دې کبله ځينو سلف صالحينو لکه عبدالله بن مسعود رضي الله عنه، حسن بصري، ابن سيرين او نورو د (اِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا ) معنا په څادر سره کړې ده، او د ( مايبدین زينتهن ) معنا يې له کاليو او جامو لاندې د بدن غړې لکه د خپو ګوتې مثلاً، کړې ده، دا چې ايت کې يې د بيا ځل لپاره د زينت او حسن له ښکاره کول څخه امر اعاده کړه په دې ښکاره دليل دی چې لومړی زينت د دوهم زينت څخه توپير خوري، لومړی يې هغه دی چې هرڅوک يې ويني پټول يې د انساني توان څخه پورته دي، او دوهم باطني زينت دی لکه مخ او يا نور د بدن غړي چې پټول يې انساني توان څخخه لاندې دي، نو که باطني زینت هر چا ته حلال وی نو د لومړي زينت په تعميم او د دوهم په استثناء کې به څه ګټه وی ؟
د – : د باطني زینت په ښکاره کولو کې الله پاک ښځو ته رخصت ورکړ چې که محرم خلک يا هغه نوکران چې د شوق او شهوت څښتنان نه وي وويني ښځه پرې نه ده ګناهګاره، دا رخصت په دوو مهمو شیانو دلالت کوي:
۱ ) باطني زینت باید له مذکوره دوه ډول خلکو پرته نور څوک ونه ويني .
۲ ) د حکم علت او په ښځو باندې له فتنې څخه وېره له هغوی سره اختلاط دی، او په دې کې شک نشته چې مخ د حسن او جمال بنسټ دی او له همدې څه فتنه راولاړيږي، نو ستر او حجاب يې ځکه واجب دی چې اجانب خلک په فتنه کې وانه اچوي .
هـ – : د الله دا قول (ولا يضربن بأرجلهن ليُعلم ما يُخفين من زينتهن ) معنا دا ده چې ښځه به خپلې خپې هم په ځمکه دومره په زور نه ږدي چې د خپو د ښکلا کالي يې شور وکړی او خلک ځان ته متوجه کړي، نو چې ښځه په دې امر ده چې د خپو د ښکلا کال او پانزيبونه به هم دومره خوندي ساتي چې څوک په فتنه کې وانه اچوي نو د مخ ښکلا به ولې نه پټوي؟
دوهم دليل: الله پاک فرمايي ( وَالْقَوَاعِدُ مِنْ النِّسَاءِ اللاتِي لا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ) [سورة نور : 60]
ژباړه: او ډېرې زړې (له حیض او اولاد نه) ناستې ښځې هغه چې (د بوډاوالي په وجه) د نكاح امېد نه لري، نو پر هغوى باندې څه ګناه نشته چې خپلې جامې كېږدي، په داسې حال كې چې د زینت څرګندوونكې نه وي، او دا چې دوى (له دې نه هم) ځان وساتي، د دوى لپاره ډېره غوره دي، او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى.
له ايت څخه استدلال داسې کوو چې هغه ښځې چې د زړښت له کبله نه خو د نکاح امېد لري او نه يې څوک په نکاح اخلي، له هغوی څخه په دې شرط چې فتنه به نه جوړوي او نه د خلکو پام ځان راړوي د ګناه نفي وشوه، نو د هغې جينکو چې لا په ځوانۍ کې وي څنګه به يې له حکم څخه سرغړونه کوي حالا کې د نکاح امېد هم لري او خلک يې هم په نکاح کوي، نو که دا حکم شمولي وی نو د ( قواعد ) پورې اختصاص يې بيا هېڅ ګټه نه لري .
او له (غير متبرجات بزينة ) څخه هم د مخ پټول جوتيږي چې ځوانه انجلۍ هېڅکله بايد مخ لوڅ نه کړي مګر هغه مهال چې ضرورت وي لکه د طبابت په مهال مثلا، ځکه چې غالب وختونو کې له ضرورت پرته که ځوانه ښځه چې د نکاح امېد هم لري او اجانبو ته مخ لوڅ کړي د خپلې ښکلا څخه پرده نورو ته پورته کړي او خلک پرې زړونه وبايلي نو څومره لويه فتنه به ترې راولاړه شي؟!!.
دريم دليل : الله تعالی فرمايي: ( يَاأَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا ) [ احزاب : 59 ]
ژباړه: اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره (او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى .
عبدالله بن عباس رضي الله عنه يې په تفسير کې وايي چې : الله پاک د مومنانو ښځو ته امر کړی دی چې کله هم د یو حاجت په خاطر له کوره بهر وځي نو پرمخ باندې دې پرده راوځړوي او مخ دې پټ کړي ، ايله بېله به يوه سترګه ښکاره کوي ( چې لاره پرې وويني ) .
څلورم دليل : ( لا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلا أَبْنَائِهِنَّ وَلا إِخْوَانِهِنَّ وَلا أَبْنَاءِ إِخْوَانِهِنَّ وَلا أَبْنَاءِ أَخَوَاتِهِنَّ وَلا نِسَائِهِنَّ وَلا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ) [ سورت حزاب:۵۵ ]
ژباړه : په دغو (ښځو) هېڅ ګناه نشته په (مخامخ كېدو او راتلو د) خپلو پلرونو كې او نه په خپلو زامنو كې او نه په خپلو وروڼو كې او نه په خپلو ورېرونو كې او نه په خپلو خورینو كې او نه په خپلو ښځو كې او نه (ګناه شته) په (مخامخ كېدو او راتلو د) هغو (وېنځو مریانو) كې چې د دغو (ښځو) ښي لاسونه يې مالكان شوي دي۔ او (اى ښځو!) تاسو له الله نه ووېرېږئ، بېشكه الله په هر شي باندې ښه ګواه دى .
دوهم : دمخ په پټولو باندې له حديثونو څخه دليلونه :
لومړی دليل: نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِذَا خَطَبَ أَحَدُكُمْ امْرَأَةً، فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِ أَنْ يَنْظُرَ إِلَيْهَا إِذَا كَانَ إِنَّمَا يَنْظُرُ إِلَيْهَا لِخِطْبَةٍ، وَإِنْ كَانَتْ لَا تَعْلَمُ ) [ مسند احمد : ۲۳۶۰۳ ].
ژباړه : څوک چې د کومې ښځې ته د نکاح پېغام لېږل غواړي نو که ورته وګوري هېڅ ګناه پرې نشته په دې شرط چې د نکاح په خاطر به ورته ګوري، که څه هم ښځه له ځان نه خبره نه وي .
نو که د ښځې مخ ته د نکاح په خاطر وکتل شي نو ګناه نه لري دا په دې دليل دی که څوک د زنانه مخ ته له نکاح د مقصد نه بغېر وګوري ګناهګار دی ځکه له دغې کتو نه دا تلذذ اخلي.
خوکه څوک ووايي چې شاید له حديث څخه موخه دا وي چې بايد د ښځې سينې او مرۍ ( غاړې ) ته څوک ونه ګوري نو ځواب ترې دا دی چې د نکاح په خاطر چې څوک ښځې ته وګوري نو جمال او ښايست يې له مخ څخه معلوموي، ورنه پاتې ټول اندامونه په ښکلا کې د مخ تابع دي.
دوهم دليل: کله چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ښځو ته امر وکړ چې د اختر په ورځ لمونځ ته ووځي نو ښځو ورته وويل: (يَا رَسُولَ اللَّهِ إِحْدَانَا لَيْسَ لَهَا جِلْبَابٌ؟ قَالَ: لِتُلْبِسْهَا صَاحِبَتُهَا مِنْ جِلْبَابِهَا ) [ صحيح البخاري: ۳۵۱ ] .
ژباړه : که مونږ له چا سره څادر ( پړونی، برقع ) نه وي نو بيا ؟ هغه وويل: بله ملګرې دې ورته خپله ( اضافي پړونی ) ورکړي.
دا حديث په دې ښکاره دلالت کوي چې دصحابه کرامو په دور کې به هم ښځې له پړونې پرته بهر ته نه وتلې، خو که پړونی به يې نه درلود بيخي به بهر نه وتلې.
دريم دليل : په صحيحنو کې له عايشې رضي الله عنها نه روايت دي چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهار لمونځ کو نو مسلمانانې ښځې به هم ورسره لمونځ ته حاضرېدې، او په ټول ځان به يې پړوني راخپاره کړي ول، د مخلوطې تورتمۍ سره به کورته بېرته ستنېدې خو چا به نه شوې پېژندلې چې څوک دي ؟ بيا وايي : که رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې څخه خبر وی چې اوس ترې مونږ خبر يو نو ښځې به يې مسجدونو ته له تګ څخه د بنو اسرايلو په څېر منعه کړې وې . ( صحيح البخاري : ۵۷۸ ، صحيح مسلم : ۶۴۵ ).
له حديث څخه د مخ په پټولو دوه ډوله استدلال کېدای شي :
لومړی : ستر او حجاب د صحابه کرامو د بي بيانو عادت جوړ شوی و .
دوهم : عايشه او عبدالله بن مسعود رضي الله عنهما چې د علمونو بحرونه ول ، د استدلال او منطق څښتنان ول، بيا هم خلک په دې خبروي که مسجد ته د ښځو اوسمهال د تللو کيفیت څخه نبي کريم صلی الله عليه وسلم خبر وی نو ښځې به يې منعه کړی وی نو چې هغه د دواړه د قرون مفضله خبره دومره سخته کړې ده نو زمونږ د زمانې خو ( حَدِّثْ وَلاَ حَرَج ).
خو د ښځې مخ لوڅولو کې مونږ له غور څخه کار واخلو نو ډېر مفاسد پکې دي، لکه :
۱ – : فتنه ، ښځه د تل لپاره د ځان په جوړولو کې ليواله وي، تل غواړي چې خلکو ته په محبوب انداز بهر ولاړه شي او داد فساد او رزالت او د ټولنې د امن تخريب لپاره لويه جټکه ده .
۲ – : په بې سترۍ سره له ښځې څخه فطرتي تقاضا چې حيا ده او د ايمان برخه ده له منځه ځي، او له ښځې چې کله حيا لاړه شي ايمان يې کميږي او له هغې فطرت څخه هم بغاوت دی چې ښځه پرې پېدا ده .
۳ – : خلک يې په فتنه اخته کېدل او په ځانګړي مهال هله چې ښځه ښايسته وي، په خبرو کې تملق ناز او ادا هم ولري، ځکه شيطان د انسان په رګونو کې ګرځي او زياتره ښځې هم دا فراډونه کوي .
و صلی الله علی النبي محمد وعلی اله واصحابه اجمعين .