
ايا شراب خور مسلمان به اور ته ځي ؟
ځواب :
لومړی : هرڅوک چې مسلمان او د الله په وحدانيت ومري هرومرو به جنت ته ځي .
موحدين مسلمانان چې جنت ته به ځي دوه ډوله دي :
ځينې به يې له عذاب او عقاب پرته لومړی جنت ته ولاړ شي معنا جهنم ته به بيخي نه ځي.
او ځينې به يې د ګناهونو د ارتکات له مخې جهنم ته ځي خو همېشه به يکې نه وي، د ګناهونو په اندازه به عذاب ورکړل شي او بيا به له اور څخه وويستل شي او جنت به بوتلل شي، دوی ته علماء ( ګناهګار موحدين ) او يا ( اهل کبائر موحدين ) وايي.
دوی که څه به هم اور ته ولاړ شي خو د تل لپاره به پکې نه وي، بلکې څومره چې د الله اراده وي هومره به په جهنم کې پاتې شي، په جهنم کې د تل لپاره له کافرانوپرته نور څوک نه حصاريږي.
دوهم : ګناهګار موحدين يا هغه موحدين چې د کبائرو څښتنان وي، که څه هم مونږ عقيده لرو چې الله ورسره د اور وعده کړې ده خو په قطعي تور به ورته دوزخي نه شي ويل کېدی، ځکه الله پاک داسې اسباب هم پېدا کړي دي چې له مرتکبينو څخه د وزخي عذاب مخه نيسي، لکه :
۱ – : توبه ويستل: نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( التَّائِبَ مِنَ الذَّنْبِ كَمَنْ لَا ذَنْبَ لَهُ ) [ سنن ابن ماجه : ۴۲۵۰ ] .
ژباړه: له ګناه څخه توبه ګار داسې دی لکه بيخي چې يې ګناه نه وي کړي .
۲ – : له الله څخه بخشش غوښتل، ځکه چې کله هم انسان له الله څخه د ګناه مغفرت وغواړي الله يې ورته بښي او عذاب پرې نه ورکوي .
۳ – : نېک کارونه کول : الله پاک په هر نېک کار باندې له انسان څخه د ګناه پېټی سپکوي، او يا يې حسنات د اخلاص له مخې دومره ډېر کړي چې په سیئاتو درانه شي نو له عذاب څخه هم خلاص شي .
۴ – : په دنيا کې په ګناهګار انسان باندې تکليف او سختي راتلل چې په دغو تکليفونو يې الله ګناهونه ورژوی، هم ورڅخه الله عذاب ساقط کړي او هم يې له دوزخ څخه وژغوري .
۵ – : له الله څخه ورته د مسلمانانو د مغفرت دعاګانې : ځکه چې د جنازې په مهال چې ورته مسلمانان دعاګانې وکړي، د فاتحې اخستو په دروان چې ورته کومې دعاګانې کيږي، يا له وفات وروسته ورته اهل بيت، ملګري او دوستان نور خلک دعاګانې کوي الله يې بښي، داسې نور ډېر اسباب چې الله پاک د انسان د خلاصون لپاره د نجات سببونه جوړ کړي دي .
دا هم امکان لري چې الله ورته له سره بخشش وکړي او بیخي عذاب ورنه کړي، لکه الله پاک فرمايي: ( إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ) [ سورت نساء:48] .
ژباړه : الله بخشش نه کوي ددې چې شرک ورسره وشي( او د شرک په حالت کې انسان ومري) او له دې نه بغېر چې خوښه شي ورته د ګناهونو بخشش کوي .
دا ايت دې ته اشاره کوي چې کله انسان په داسې حالت کې مړ شي چې د کبايرو په ارتکاب روږدی وي خو له الله سره يې شرک نه وي کړی نو الله ترې د خپل رحمت او عفوې له مخې بخشش وکړي او عذاب ورنه کړي .
خلاصه دا شوه چې شراب خور او يا په بله کبيره ګناه اخته انسان که له خپلې ګناه توبه ونه باسي، نو لويه ستونزه به ورته جوړه شي، د الله پاک له پلوه د سختې ننګونې ( چيلنج ) سره به مخ شي او دوزخ ته به ولاړ شي ، دوزخ ته له تګ وروسته به يې الله پاک د خپل رحمت له مخې جنت ته بوځي .
په دې سره بايد انسان د دې جرات ونه کړي چې د ګناهونو په ارتکاب لا پسې تېز شي په دې ګمان چې الله مې دوزخ کې هسې هم د تل لپاره نه حصاروي، د الله نيول سخت او عذاب يې هم د انسان له برداشت څخه پورته دی .
چې يو انسان د يوه ګړۍ،يوه ورځ، يوه اوونۍ ، يوه مياشت د دنیا اور نه شي برداشت کولی جهنم ته به څنګه ټينګ شي؟!! الله دې مونږ ټولو ته د خپل عذاب نه امان راکړي او هغه اسباب دې راته نصيب کړي چې مونږ بيخي د جهنم اور ونه وينو، اولاً دې الله پاک مونږ ټول جنت ته بوځي ، امين .