د نبيﷺ د سنتو تعظيم،د مكي حرم د جمعې خطبه: خطيب، فضيلة الشيخ ډاكټر خالد بن علي الغامدي، ترجمه: عبد الولي خان
د مكي حرم د جمعې خطبه: خطيب، فضيلة الشيخ ډاكټر خالد بن علي الغامدي 4صفر:1438، د څلورم نومبر 2016م مطابق عنوان: د نبيﷺ د سنتو تعظيم ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
د مكي حرم د جمعې خطبه: خطيب، فضيلة الشيخ ډاكټر خالد بن علي الغامدي
4صفر:1438، د څلورم نومبر 2016م مطابق
عنوان: د نبيﷺ د سنتو تعظيم
ترجمه: مفتي عبد الولي خان
ټول د كمال صفتونه الله لره دي، ټول د كمال صفتونه هغه الله لره دي چې:
(اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰى وَدِيْنِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهٗ عَلَى الدِّيْنِ كُلِّهٖ١ۙ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۰۰۳۳)
’’چې خپل رسول يې په هدايت او حق دين سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (ﷲ) دا (دين) په نورو ټولو دينونو باندې غالب کړي اګر که مشرکان (دا کار) بد ګڼي.‘‘
زه د الله په راكړو نعمتونو او عطاګانو باندې د هغه حمد و ثنا بيانوم، او د هغه په بې شمېره نعمتونو او پېرزونو د هغه شكر ادا كوم. زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل هېڅ حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري، نه د هغه څه مثال شته او نه يې نظير، هغه تر ټولو قوي او تر ټولو مقتدر بادشاه دى، واحد دى، شريك نه لري، او زه دا ګواهي هم كوم چې محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دى. د هغه انتخاب او خليل دى. د هغه په ذريعه الله تعالٰى په پردو كې بند زړونه، ړندې سترګې او كاڼه غوږونه پرانستلي دي. درود، رحمتونه او سلام دې وي پر هغوى، د هغوى پر ال، پر صحابه وو او تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى پر لاره تلونكو باندې.
اما بعد. اى د الله بنده ګانو له الله نه وېرېږئ او پوه شئ چې تقوا يواځې روژه نيول او تهجد كول نه دي. بلكې تقوا د الله وېره، د هغه پر احكامو عمل او د مسلمانانو پر ځان، مال او عزت باندې له بريدونو او حملو نه ځان ساتل دي.
د الله فرمان دى:
(وَ مَنْ يُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ يَخْشَ اللّٰهَ وَ يَتَّقْهِ فَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْفَآىِٕزُوْنَ۠۰۰۵۲)
’’او هر څوک چې د ﷲ او د هغه د رسول اطاعت وکړي او له ﷲ نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختيار کړي، نو همدغه خلق برى موندونکي دي.‘‘
اى مسلمانانو! د نبي اكرمﷺ د ذات او سنتو احترام د دينِ اسلام بنيادي حصه ده. دا د دين په هغو واضحو اصولو كې راځي چې ټول امت پرې متفق دى. د دې اصولو منل او عملي كول واجب دي او په دې سره امت له هلاكته بچ كېداى شي. او په همدې سره امت له كمزورۍ، فرقه بازۍ او اختلافاتو نه بچ كېداى شي، د الله تعالٰى ارشاد دى:
(قُلْ اِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّوْنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوْنِيْ۠ يُحْبِبْكُمُ اللّٰهُ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِيْمٌ۰۰۳۱)
’’(اى نبي!) ته ووايه: که چېرې يئ تاسو چې له الله سره مينه کوئ، بيا نو زما اتباع وکړئ، الله به تاسو سره مينه وکړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونکى، بې حده رحم کوونکى دى .‘‘ (اٰل عمران 31:3)
او فرمايي:
(فَلْيَحْذَرِ الَّذِيْنَ يُخَالِفُوْنَ عَنْ اَمْرِهٖۤ اَنْ تُصِيْبَهُمْ فِتْنَةٌ اَوْ يُصِيْبَهُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ۰۰۶۳)
’’نو هغه کسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حکم نه مخالفت کوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، يا دوى ته ډېر دردوونکى عذاب ورسېږي.‘‘ (النور 63:24)
ياد ولرئ چې د نبي اكرمﷺ له ذات او سنتو سره د محبت ډېرې طريقې دي او د محبت او احترام تر ټولو لوى دليل دا دى چې په خپلو ټولو خبرو، كارونو او حالاتو كې د رسولﷺ د سنتو پابندي وكړى شي. له رسول اللهﷺ سره د محبت او مينې له دې نه بل غټ دليل نشته، د الله تعالٰى فرمان دى:
(وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِيْنَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَ هُمْ لَا يَسْمَعُوْنَ۰۰۲۱)
’’او تاسو د هغو خلقو په شان مه کېږئ چې ويل يې: مونږ واورېدل، حال دا چې هغوى به نه اورېدل (فائده من اورېدل).‘‘ (الأنفال 21:8)
الله تعالٰى په څرګند ډول بيان كړي دي چې د نبيﷺ پر سنتو او فرامينو له عمل كولو نه پرته حقيقي هدايت نشي حاصلېداى.
د الله تعالٰى فرمان دى:
(وَ اِنْ تُطِيْعُوْهُ تَهْتَدُوْا١ؕ وَ مَا عَلَى الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِيْنُ۰۰۵۴)
’’او که تاسو د هغه (رسول) اطاعت وکړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښکاره پېغام رسول.‘‘ (النور 54:24)
او فرمايي:
(وَاتَّبِعُوْهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ۰۰۱۵۸ )
’’او تاسو د هغه پيروي وکړئ، ددې لپاره چې تاسو هدايت ومومئ.‘‘
له دې نه معلومه شوه چې په هر حالت كې د نبي اكرمﷺ پر سنتو ټينګ ودرېدل همدا د هغه د ذات، اقوالو او افعالو حقيقي احترام، تعظيم او اكرام دى. او همدا د رښتينې مينې پيمانه ده. چې د زړه غلا او دوه رنګي ترې معلومېداى شي.
انسان چې څومره احترام د رسول اللهﷺ د سنتو كوي او ټينګ پرې ودرېږي هومره به د الله د توفيق حقدار ګرځي. په نبوي سنتو د عمل په وجه د انسان تګلاره او منهج سمېږي، رايه او فكر يې اعتدال ته راځي، په خبرو كې يې پوخ والى راځي او په عمل كې يې ميانه روي.
اى د اسلام امته!
څوك چې نېكبختي غواړي، د جنت غوښتونكى دى، د هغه لپاره د نبي اكرمﷺ پر سنتو عمل كول فرض دي. الله تعالٰى خپل ځان ته ورتلونكې لارې د محمدﷺ له لارې نه علاوه نورې ټولې تړلې دي. د سنتو له احترام نه پرته ژوند نشي ښكلى كېداى. حالت نشي سمېداى. زړه ته سكون نشي رسېداى. اګر كه انسان اويا كاله خواري وكړي. هر قسمه خير او كامل سعادت د نبيﷺ د سنتو په احترام او اجلال كې دى، د زړونو پاكوالى، د نفس سكون او د اعمالو سموالى په همدې شكل ممكن دى چې الله تعالٰى او د هغه رسول له هر شي نه زيات محبوب كړى شي. او د پېغمبر د خبرې او رايې په مقابله كې د بل هيچا خبره، رايې او طريقه قابل قبول نه ده.
پر سنتو عمل كول، او نبيﷺ په خپلو عباداتو، معاملاتو او اخلاقو كې د ځان لپاره واحده نمونه او معيار ګرځول د ايمان لازمي او اساسي حصه ده. له سنتو نه د مخ اړولو مطلب دا دى چې ګويا كې دغه انسان پر نبيﷺ ايمان نه لري، او له سنتِ رسول نه اوړېدل د مسلمانانو د كمزورۍ، مغلوبيت او د دښمنانو د تسلط او غلبې لپاره لوى سبب دى.
الله تعالٰى فرمايي:
(وَاَطِيْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَ تَذْهَبَ رِيْحُكُمْ وَاصْبِرُوْا١ؕ اِنَّ اللّٰهَ مَعَ الصّٰبِرِيْنَۚ۰۰۴۶)
’’او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت کوئ او په خپل مينځ كې جګړه مه کوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي او صبر کوئ، بېشکه الله د صبر کوونکو ملګرى دى.‘‘ (الأنفال 46:8)
مسلمانانو! د نبي اكرمﷺ له سنتو نه د مخ اړولو ډېر شكلونه دي. چې په كې تر ټولو خطرناك دا دى چې انسان سنت غير اهم وګڼي، مسخرې ورپسې كوي او په زړه كې د هغو عزت و احترام كم كړي. نامكمل يې وګڼي. يا وايي چې دا طريقې د نوي دور له تقاضو سره پوره نه دي. حقه خبره همدا ده چې كه څوك په قرآن او سنتو پوهېدل غواړي، نو پوهېدل پرې هېڅ مشكل نه دي.
د نبي اكرمﷺ له سنتو نه د مخ اړولو يو شكل دا هم دى چې نبيﷺ ته دروغجنې خبرې منسوب كړى شي. پر دغو خبرو يقين وكړى شي، او له تحقيق پرته يې نشر كړي. په حقيقت كې همدا هغه طرز عمل دى چې اسلامي امت ته پرې لوى تاوان رسېدلى دى.
د درواغجنو حديثونو په وجه په امت كې ډېرې زياتې غلطې عقېدې، ګمراه كوونكې طريقې او ناسمې رايې او رويې خپرې شوي دي.
څوك چې قصداً موضوع او ضعيف حديثونه يه ټولنه كې رواجوي، هغه په دروغجنو كې حساب دى، او ده خپله استوګنه په جهنم كې جوړه كړې ده. نبيﷺ ته دروغ منسوبول بل چا ته د دروغو د منسوبولو په شان نه دي.
له سنتو نه د مخ اړولو يو شكل دا هم دى چې د سنتو مطابق فيصلې نه كولى شي. په اختلاف او جګړو كې د نبيﷺ فيصله ونه منل شي، په عقايدو، مسايلو او نويو پېښو كې د صحيح سند خبر واحد او متواتر حديث قابل عمل ونه مني.
د حديثونو غلطه تشريح وكړى شي او له خپلې حقيقي معنا نه يې نورو ناسمو معناګانو ته واړول شي، په احاديثو كې د خپل مينځي تعارض او تضاد پيدا كولو كوښښ وكړى شي. د نفس د خواهشاتو له لاندې او د مشرانو د خبرو د سمولو لپاره د حديثونو معنا ګانې واړول شي.
له سنتو نه د اعراض او مخ اړونې يو قسم دا هم دى چې حديثونه په ټولنيزو شبكو، (سوشل ميډيا) كې او د انټر نيټ په ويب سايټونو كې په داسې انداز كې نشر كړى شي چې خلكو ته د تنقيد او اشكالاتو لاره پرانيزي، چې څوك يې وغواړي نو قبول يې كړي يا يې رد كړي. خلك، د شهوتِ نفس او خواهشاتو مطابق نورو ته د جواب وركولو، د فتنې د خپرولو او د ګمراه كوونكو افكارو د خپرولو لپاره له حديثونو سره لوبې شروع كړي، هر جاهل او په نوم عالم له حديثونو سره ټوكې شروع كړي، شكلونه يې ورته مسخ كړي. او د خپلې خوښې معنا ترې راويستل شروع كړي.
د مخ اړولو په شكلونو كې يو شكل دا هم دى چې د نورو انسانانو خبرې د پېغمبرﷺ له خبرو سره يو ځاى كړى شي او له حديثو سره ورته يوشان درجه وركړى شي چې د چا خوښه وي نو قبول دې كړي او يا دې رد كړي، يقينًا په دې طرز سره د سنتِ رسولﷺ احترام له زړونو نه ختمېږي او عزت يې پايمالېږي او په مسلمانانو كې يې اهميت كمېږي.
ابن عباس ته چا وويل فلانى عالم او فلانى مفتي خو دا خبره كوي، نو هغه وفرمايل: ما ته خو داسې ښكاري چې پر تاسو به د كاڼو باران وشي، زه تاسو ته د رسول اللهﷺ حديث اورم او تاسو ما ته د هغو په مقابله د فلاني او فلاني خبرې اوروئ.
د الله بنده ګانو! د نبي اكرمﷺ له سنتو نه د اعراض كولو يو شكل دا هم دى چې په دين كې بدعات ايجاد كړى شي، نوي عبادتونه جوړ كړى شي. د اخلاقو د سمولو، د نفس دپاكولو او د لوړو درجاتو د حاصلولو لپاره داسې لارې او طريقې اختيار كړى شي چې نه خو پرې نبيﷺ عمل كړى وي او نه صحابه كرامو.
ښكاره خبره ده چې د اتباعِ رسول رښتينى معيار صحابه كرام دي، د نبيﷺ فرمان دى: څوك چې زما له سنتو نه مخ اړوي هغه زما له ډلې نه نه دى. دا امام بخاري روايت كړى دى، همدارنګه رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې زمونږ په دين كې نوى شى داخل كړ د دغه شخص دغه زياتول پر هغه مردود دي. دا بخاري او مسلم دواړو روايت كړى دى.
له ځانه نوي عبادات ايجادول يا د اصل عبادتونو نوي شكلونه جوړول د نبي اكرمﷺ له سنتو نه د مخ اړولو بدترين شكلونه دي، بلكې دا د نبيﷺ پر مقام باندې سخته حمله ده. الله تعالٰى خپل نبيﷺ د شريعت بيانوونكي، رهنما او لارښود په طور رالېږلى دى، نو څوك چې بدعات ايجادوي نو هغوى پر نبيﷺ تهمت لګوي چې ګويا كې هغوى د الله پيغام په صحيح توګه نه دى رسولى. د دين تبليغ يې صحيح نه دى كړى.
بدعتونه رواجوونكي له خپل دې عمل نه دا ثابتوي چې له نبي اكرمﷺ نه د دين په تبليغ كې څه كمى پاتې شوى دى او دوى يې اوس پوره كوي، په دې ډول دغه كسان په دين كې بې دليله خبرې ننباسي.
اى مسلمانانو!
واورئ چې زمونږ له جانبه پر نبيﷺ هر واردېدونكى اعتراض چې هر څنګه اعتراض وي، په اصل كې زمونږ پر ايمان واردېدونكى اعتراض دى، ځكه چې الله تعالٰى د نبيﷺ بې قيد او شرطه اطاعت د هغه صحيح ايمان نښه ګرځولې ده چې نه په كې پر نبيﷺ څه اعتراض وي او نه يې كوم قول رد كړى شي. الله تعالٰى په ډېر تاكيدي انداز كې وضاحت كړى دى چې د نبيﷺ د سنتو متعلق به په زړه كې هم څه غلط خيال نه راوړلى شي. الله تعالٰى فرمايي:
(فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُوْنَ حَتّٰى يُحَكِّمُوْكَ فِيْمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوْا فِيْۤ اَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۶۵)
’’پس داسې نه ده، ستاپه رب مې دې قسم وي! دوى مومنان کېدى نشي تر هغه پورې چې دوى په خپل مينځ كې په پېښو جګړو كې تا فيصله کوونکى ومني، بيا په خپلو نفسونو كې ستا د کړې فيصلې په باره كې هېڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني.‘‘ (النسآء 65:4)
الله تعالٰى د سنتو له رد كولو نه منع فرمايلې ده، او د سنت رد كوونكو ته يې سخت عذاب اورولى دى. په حقيقت كې دغه خلك فساديان او ظلمان دي، الله تعالٰى فرمايي:
(وَ يَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَ بِالرَّسُوْلِ وَ اَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلّٰى فَرِيْقٌ مِّنْهُمْ مِّنْۢ بَعْدِ ذٰلِكَ١ؕ وَ مَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِيْنَ۰۰۴۷وَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَى اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ اِذَا فَرِيْقٌ مِّنْهُمْ مُّعْرِضُوْنَ۰۰۴۸وَ اِنْ يَّكُنْ لَّهُمُ الْحَقُّ يَاْتُوْۤا اِلَيْهِ مُذْعِنِيْنَؕ۰۰۴۹اَفِيْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ اَمِ ارْتَابُوْۤا اَمْ يَخَافُوْنَ اَنْ يَّحِيْفَ اللّٰهُ عَلَيْهِمْ وَ رَسُوْلُهٗ١ؕ بَلْ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الظّٰلِمُوْنَؒ۰۰۵۰اِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِيْنَ اِذَا دُعُوْۤا اِلَى اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ اَنْ يَّقُوْلُوْا سَمِعْنَا وَ اَطَعْنَا١ؕ وَ اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۰۰۵۱)
’او دوى وايي: مونږ په اﷲ باندې او په رسول باندې ايمان راوړى دى او مونږ اطاعت کړى دى، بيا په دوى کې يوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي. او دغه خلق له سره مومنان نه دي. او کله چې دوى اﷲ او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مينځ کې فيصله وکړي، نو ناڅاپه، په دوى کې يوه ډله مخ ګرځوونکې وي. او كه حق د دوى لپاره وي (نو بيا) دې (رسول) ته راځي، چې ګړندي فرمان منونکي وي. ايا د دوى په زړونو کې مرض دى، يا دوى شک کوي، يا دوى وېرېږي له دې نه چې ﷲ او د هغه رسول به په دوى ظلم وکړي، بلکې همدغه خلق ظالمان دي. بېشکه د مومنانو خبره خو همدا وي، کله چې دوى ﷲ او د هغه رسول ته وبلل شي چې وايي: مونږ (حکم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلق کامياب (خلاصى موندونکي) دي.‘‘ (النور2451-47:)
الله تعالٰى دې ما ته او تاسو ته د قرآن په ذريعې بركت راكړې، د ده په ايتونو او ذكرِ حكيم سره دې نفع راكړي، زه پر همدې اكتفا كوم. او د ځان لپاره، تاسو لپاره او د ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقينًا هغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
ټول تعريفونه خاص الله لره دي. ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې د عالم ټول شيان د هغه پاكي بيانوي. په خوښۍ يا ناخوښۍ ټول مخلوقات د هغه پر وړاندې په سجده پراته دي او د هغوى سيوري هم. بيا زه درودونه لېږم پر هغه نبي چې د اوچت مقام والا دى، د جنت د دروازې پرانيستونكى دى. د هغه پر اولادونو، صحابه كرامو او تر قيامته د هغوى پر لاره تلونكو باندې.
د اسلامي شريعت او د نبي كريمﷺ له سنتو نه د توهين او مخ اړولو يو شكل دا هم دى. چې د مقدسو ځايونو او مقدسو وختونو احترام ونه شي.
هغه وختونه چې الله تعالٰى يې د احترام كولو حكم كړى دى، او نبيﷺ هم له دغو وختونو او مقاماتو سره د محبت كولو او د هغو د عزت كولو حكم كړى دى، په دغو مقدسو وختونو كې د محرم مياشت ده او مكه مكرمه، مدينه منوره او بيت المقدس ښارونه دي. په دينِ اسلام كې دا تر ټولو مقدس او سپيڅلي ځايونه دي. الله بركتي ګرځولي دي.
دا مقامات او ځايونه د اسلام دښمنانو لپاره د پريشانۍ او تكليف باعث دي. الله تعالٰى دې دغه يهود هلاك كړي. هغوى له څومره ډېر وخت نه په مسجدِ اقصٰى كې فساد خپروي، تخريب كاري كوي او قتل و خونكاري كوي. اوس يوه نوې ډله پيدا شوې چې د مسلمانانو پر نورو مقدسو ځايونو يې حمله وكړه، دوى له يهوديانو سره يې يوشان والى غوره كړى دى. دوى غوښتل چې د محرم په مقدسه مياشت كې په مكه مكرمه سپڅلي مقام كې د قتل و فساد بازار ګرم كړى، دغه تر ټولو لوى مجرمان دي چې پر بيت الله يې د حملې جرئت كړى دى.
بالكل هماغه شان ته لكه هلاك شوي مجرم ابرهه او د هغه پر لاره تلونكو چې دا كار كړى و خو الله تعالٰى يه خپل فضل سره دا حمله ناكامه وګرځوله. د هغوى چال او مكر يې پر هغوى وروګرځاوه او د خپل كور حفاظت يې وكړ. دغه ډله له يهوديانو سره څومره مشابهت لري او كارونه يې ورسره څومره موافق دي.
د منافقينو همدا طريقه وي. منافقين خپل كفر پټوي او د مسلمانانو سپيڅلو ځايونو باره كې غلطې ارادې لري. د مسلمانانو په خلاف له هر باغي او ظالم سره ملګري كېږي. هماغه شان ته چې د نبيﷺ په زمانه كې منافقين له اهل كتابو سره يوځاى شوي وو، نو الله تعالٰى د هغوى په باره كې ايتونه نازل كړل چې تر قيامته به لوستل كېږي.
الله تعالٰى فرمايي:
(اَلَمْ تَرَ اِلَى الَّذِيْنَ نَافَقُوْا يَقُوْلُوْنَ لِاِخْوَانِهِمُ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَىِٕنْ اُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَ لَا نُطِيْعُ فِيْكُمْ اَحَدًا اَبَدًا١ۙ وَّ اِنْ قُوْتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ١ؕ وَ اللّٰهُ يَشْهَدُ اِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ۰۰۱۱)
’’ايا تا نه دي کتلي هغو کسانو ته چې منافقان شوي دي۔، دوى خپلو هغو وروڼو ته چې په اهل کتابو کې کافران شوي دي؛ وايي: قسم دى که تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا ضرور به مونږ هم له تاسو سره وځو او ستاسو په باره کې به د هيچا خبره هيڅکله هم ونه منو او که چېرې له تاسو سره جنګ شروع کړى شي (نو) مونږ به خامخا ضرور ستاسو مدد کوو۔ او الله ګواهي ورکوي چې بېشکه دوى يقينًا دروغجن دي.‘‘ (الحشر 11:59)
د الله بنده ګانو!
څوك چې كاميابي او نېك بختي غواړي نو له قرآن او سنت سره دې ونښلي. لكه څنګه چې قرآن د الله وحي ده همدارنګه سنت هم د الله تعالٰى له طرفه نازل شوې وحې ده، سنت د قرآن د احكامو وضاحت كوي، تفصيل يې بيانوي.
الله تعالٰى فرمايي:
(وَ النَّجْمِ اِذَا هَوٰى ۙ۰۰۱مَا ضَلَّ صَاحِبُكُمْ وَ مَا غَوٰىۚ۰۰۲وَ مَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰى ؕ۰۰۳اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْيٌ يُّوْحٰى ۙ۰۰۴)
’’قسم دى په ستوريو کله چې پرېوځي. ستاسو ملګرى نه ګمراه شوى دى او نه (په عقيده كې) بې لارې شوى دى. او دى له خپل خواهش نه خبرې نه کوي. نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي کول شي.‘‘ (النجم 4-1:53)
نبي اكرمﷺ پيش ګويي كړې وه چې داسې خلك به ضرور راځي چې سنتِ رسول به رد كوي، مخ به ترې اړوي او نه به يې قبلوي. نبيﷺ فرمايلي دي: ما ته قرآن هم راكړى شوى دى او د ده په مثل شى هم، او قريب ده چې يو غټ خيټى به په خپل تخت باندې ناست وي او وايي به: يواځې قرآن منئ او يواځې د هغه حلالو ته حلال او حرامو ته يې حرام وايئ خو واورئ چې د الله رسولﷺ كوم شى حرام كړى وي هغه هم هماغه شان حرام وي چې لكه څنګه چې الله حرام كړى وي. دا حديث امام ترمذي او حاكم روايت كړى دى.
(ځكه چې حديث هم د الله وحي ده)
حسان بن عطيه وايي چې جبريل به نبيﷺ ته حديث هم هماغه شان په وحي سره راوړل لكه د قرآن وحي چې به يې راوړله.‘‘
په دې خبره بايد هر سړى پوه شي چې د فتنو په دې دور كې چې فرقې ډېرې شوې دي او ډېرې ډلې پيدا شوې دي نو د نجات ذريعه يواځې د رسول اللهﷺ سنت دي او په دغو باندې عمل كول او د نبيﷺ په نقش قدم تلل دي څوك چې له فتنو او د خواهشاتو له طوفاني چپو نه بچ كېدل غواړي نو هغه دې د سنتِ رسول په بېړۍ كې سپور شي. زمونږ اسلافو بزرګانو ته چې كوم عزت حاصل و، د هغه وجه پر دغو سنتو منګولې لګول او د نبيﷺ پر سنتو مضبوط اوسېدل وو. د الله په لاره او د نبيﷺ د سنتو مطابق لږ عمل كول له هغه عمل نه ډېر غوره بلكې بېخي غوره دي چې د الله له لارې او سنتو نه غير عمل وي.
سفيان ثوري وايي: هېڅ يو (ديني) قول او عمل تر هغې صحيح كېداى نشي چې د سنتو مطابق نه وي. امام احمد وايي چې څوك چې د نبيﷺ حديثونه رد كوي، هغه د هلاكت په غاړه ولاړ دى.
امام اوزاعي وايي چې پر سنتو ولاړ اوسئ. او هغه ځاى ودرېږئ چې صحابه ودرېدلي وو، د هغه د فرمانونو مطابق خپلې رايې جوړې كړئ. له څه نه چې هغوى منع شوي وو تاسو هم له هغه نه منع شئ. د سلف صالحينو لاره غوره كړئ، ځكه چې كوم شى د هغوى لپاره مناسب و هغه تاسو لپاره هم مناسب دى. په دې باره كې حديثونه او د علماوو اقوال بې شماره دي.
تاسو درود ووايئ زمونږ په خوږ او عظيم نبي رسول اكرمﷺ باندې، ځكه چې الله تعالٰى پرې د درود ويلو حكم كړى دى، فرمايي:
(اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶)
’’بېشکه اﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي۔ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الاحزاب 65:33)
د نبيﷺ فرمان دى:
’’چا چې پر ما باندې يو ځل درود وويلې، الله تعالٰى به پر هغه باندې لس رحمتونه راولېږي او لس به يې ګناهونه ختم شي او لس به يې درجې اوچتې كړى شي.‘‘ (سنن النسائي:1297)
اى الله! رحمتونه، بركتونه او نعمتونه نازل كړه زمونږ پر رسول او نبي محمدﷺ باندې، د هغوى په بيبيانو او اولاد باندې په ځانګړي ډول: پر ابوبكر صديق، عمر فاروق، عثمان ذوالنورين، او علي ابو الحسنين باندې. او تر قيامته پورې د هغوى په نقش قدم تلونكو باندې.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. شرك او مشركين رسوا كړه، اى الله! زمونږ ملك ته او د مسلمانانو ټولو ملكونو ته امن او سلامتي وركړه.
اى الله! هغه څوك چې زمونږ د هېواد په باره كې، زمونږ د عقيدې په باره كې، زمونږ د دين او مقدسو مقاماتو په باره كې غلطې ارادې لري نو د هغوى مكر او چال پر هغوى وروګرځوه او په خپل ځان كې يې مشغول كړه، اى قوي او طاقتور ذاته.
اى الله! ټولو مسلمان حكمرانانو ته پر كتاب او سنت باندې د عمل كولو توفيق وركړه. اى الله! زمونږ حكمران ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې. اى الله! زمونږ حكمران ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې. اى الله هغه ته او د هغه كابينې ته د هغو كارونو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې. ورته د هغو كارنو توفيق وركړه چې په كې د هېواد او ملت فلاح او سوكالي وي. اى الله! دوى نېكيو ته سبقت كوونكي او له بديو نه منع كېدونكي وګرځوه. پر مونږ رحم وكړه اى تر ټولو لوى رحم كوونكيه. اى الله! مونږ، زمونږ مورو پلار او ټول مسلمانان وبښه، اى الله! مونږ، زمونږ مورو پلار او ټول مسلمانان وبښه، اى الله! مونږ ته عزت راكړه، مونږ له ذلت او رسوايۍ نه وساته، مونږ ته نعمتونه راكړه، مونږ ترې مه محروموه، زمونږ ملګرى شه، زمونږ په خلاف د نورو مه ملګرى كېږه. زمونږ مدد وكړه زمونږ په ضد د نورو مدد مه كوه. اى الله! د ظالمانو په خلاف زمونږ مدد وكړه. اى الله! د ظالمانو په خلاف زمونږ مدد وكړه. اى الله زمونږ د دښمنانو په خلاف ته زمونږ مدد وكړه. اى الله! زمونږ په هكله زمونږ دښمنان مه خوشالوه. پر مونږ رحم وكړه اى تر ټولو زيات رحم كوونكيه!
د الله رحمتونه، عنايتونه، او سلامتۍ دې وي پر محمدﷺ او د هغه پر آل او ټولو صحابه وو باندې.