د اسلامي امت د وحدت لاره، د مکې حرم خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ: عبد الله بن صالح بن حميد، ترجمه: مفتي عبد الولي خان
تاريخ: 11 صفر 1438هـ مطابق 11نومبر 2016ء

بسم الله الرحمن الرحیم
اوله خطبه
ټولې ستاينې خاص الله لره دي. ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې د دنيا آسمان يې په ډېوو سره ښكلى كړى دى او مقربو ملايكو ته يې د تسبيح ويلو الهام كړى دى، هېڅ حق معبود نشته غير له هغه نه. د هغه په وحدانيت او يووالي مخلقاتو ګواهي كړې ده او د هغه له ستاينو سره تسبيح بيان كړې ده ټولو مخلوقاتو په بيلابيلو ژبو سره، زه د هغه د بې شمېره او پرله پسې راتلونكو نعمتونو په وجه د هغه حمد و ثنا بيانوم او د هغه شكر ادا كوم.
او زه ګواهي كوم چې له هغه نه غير هېڅ د عبادت لايق نشته، چې ايكي يواځې دى، شريك نه لري، د ځمكې او اسمانونو رب دى. او زه ګواهي كوم چې زمونږ سردار او نبي محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دى. د تول او تلې په لحاظ تر ټولو دروند، تر ټولو واضح بيانوونكى، تر ټولو اوچت مقام لرونكى، او تر ټولو ښه د وعدې او مسئوليت پوره كوونكى. د الله درود او بركتونه دې وي پر هغه باندې او د هغه پر آل او صحابه وو باندې چا چې د مخلوق خير خواهي كړې ده او د شريعت لاره يې څرګنده كړې ده او اسلام يې خپور كړى دى، الله دې له هغوى نه راضي شي او هغوى دې هم خوشاله كړي. دغه سرداران آل، عزتمند صحابه او تابعين دي او هغه څوك دي چې تر قيامته يې په نېكۍ سره د دوى پيروي كړې ده، او پر دوى ټولو دې ډېر سلام وي.
اما بعد!
اى خلكو! زه تاسو او خپل ځان ته د الله د تقوا توصيه او وينا كوم، الله دې پر تاسو رحم وكړي، له الله نه ووېرېږئ.
هغه خلك به له خوبه څنګه خوند واخلي چې د مرګ ملايك ورته له بالښت نه هم زيات نږدې دى. نو غافل دې بيدار شي او ويده دې له خوبه راپاڅي. ايا غوږونه له وعظونو كاڼه شوي دي او ايا زړونه له پند اخيستلو غافل شوي دي؟!
اى د الله بنده! كله چې وښوييدلې، نو راوپس شه، او كله چې پښيمانه شې، نو ګناه پرېږده. چې په غصه شي، غصه قابو كړه، چا چې له حِلم نه كار واخيست، هغه وګټله. او څوك چې له الله نه ووېرېده هغه سلامت پاتې شه.
اى د الله بنده! خپل ځان د اوازو لپاره د تېرېدو ځاى مه ګرځوه، او مه د غيبت د تېرېدو لپاره يې لاره جوړوه. ستا دښمن هغه دى چې د چا غيبت تا ته دررسوي، نه هغه چې ستا غيبت يې كړى دى.
اِنَّمَا السَّبِيْلُ عَلَى الَّذِيْنَ يَظْلِمُوْنَ النَّاسَ وَ يَبْغُوْنَ فِي الْاَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ١ؕ اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ۰۰۴۲وَ لَمَنْ صَبَرَ وَ غَفَرَ اِنَّ ذٰلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْاُمُوْرِؒ۰۰۴۳
’’بېشکه همدا خبره ده چې (د ملامتيا) لار خو په هغو کسانو ده چې په خلقو ظلم کوي او په ځمکه کې ناحقه سرکښي کوي، دغه کسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونکى عذاب دى.او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي.’’ (الشورٰى 43,42:42)
اى د مسلمانو! اى د محمدﷺ امته!
امت چې په كومه خپل مينځي بې مقصده جګړو او ړندو كينو او عداوتونو كې ګېر دى له دغو نه دا د الله تعالٰى په مرسته او توفيق سره او بيا په مضبوطو ارادو او د پراخې سولې لپاره په اوږدو شويو لاسونو سره ختمېداى شي، په داسې حال كې چې له يو بل سره د نېكۍ جذبه وي، هدف د الله د دين مرسته وي، د امت عزت وي او د ملتونو مصالح او ګټې په نظر كې ونيول شي. له دې نه علاوه د دې كار لپاره پوره زيار او مسئوليت، اخلاص، صدق، مينه، محبت، پاكوالي او شجاعت هم لازم دى.
ورسره له اخلاصه ډكه اراده وي او مقصد دا وي چې امت له غرقېدو نه مخكې وژغورل شي او له دغو نويو حوادثو نه امت بچ كړى شي.
د دې لپاره داسې مخلصه اراده ضرور ده چې وحدت يې هدف وي او د مات شوي امت جوړول يې مقصد وي. د دې لپاره چې امت خپل وحدت او قوت بيا حاصل كړي او د الله په صراط مستقيم دينِ اسلام باندې روان شي.
اى مسلمانانو! يقينًا چې د وحدت حصول د الله په حكم سره اسان دى، ځكه چې د يو والي او وحدت اسباب ډېر دي او د الله په توفيق سره د خنډونو او ركاوټونو لرې كول هم اسان دي. بالخصوص په دې اوسني حالاتو كې چې د دښمن مكر و فريب ښه واضح شوى دى او د امت تر مينځ د اختلاف پيدا كولو او خپرولو لپاره د هغوى بدې ارادې او كوښښونه برالا شوي دي. تر دې چې د دې كار لپاره يې وينې وبهولې، وطنونه يې بيل بيل كړل او ټولنې يې سره وپاشلې.
اى د محمدﷺ امته! هغه څوك چې دا خيال كوي چې په خپل مينځ كې په جنګېدونكو مسلمانانو ډلو كې دښمن د يوې ډلې د بلې ډلې په ضد مدد كوي يا د يوې فرقې په خير د بلې فرقې په ضد مدد كوي. نو هغه دې خپل دين يو ځلې بيا ولولي او پوهه دې په كې حاصله كړي، په سياست كې دې هم پر خپلې رايې بيا كتنه وګړي او همدارنګه د دښمن موقف ته دې هم بيا وګوري.
قسم په هغه ذات چې له هغه نه بل حق معبود نشته، يقينًا ټول اهلِ اسلام د دغه دښمن هدف دي. هيڅوك په دوى كې مستثنا نه دي، الله تعالٰى فرمايي او د هغه قول حق دى:
وَلَا يَزَالُوْنَ يُقَاتِلُوْنَكُمْ حَتّٰى يَرُدُّوْكُمْ عَنْ دِيْنِكُمْ اِنِ اسْتَطَاعُوْا١ؕ
’’او دوى به همېشه تاسو سره جنګ کوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دين نه واړوي، که وس يې وشي.‘‘ (البقرة 217:2)
او فرمايي:
وَدَّ كَثِيْرٌ مِّنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ لَوْ يَرُدُّوْنَكُمْ مِّنْۢ بَعْدِ اِيْمَانِكُمْ كُفَّارًا١ۖۚ حَسَدًا مِّنْ عِنْدِ اَنْفُسِهِمْ مِّنْۢ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ
’’په اهل کتابو كې ډېر خلق د خپلو نفسونو د حسد په وجه، د حق له واضحه کېدو نه بعد (هم)، دا ارزو لري چې د ايمان راوړو نه پس تاسو بيا کافران کړي.‘‘ (البقرة 109:2)
د الله په دې قول ’’ولا يزالون‘‘ كې دغه معنا پرته ده چې دښمن به تل دغه كوښښ او اِصرار كوي چې مذهبي اختلافات راپيدا كړي او ډله بازي خپره كړي.
او پر الله قسم او بيا پر الله قسم چې دوى به هيڅوك هم پرېنږدي، دوى امت په خپل مينځ كې وهل غواړي. نو هغه خلك چې دښمن ترې خاموش دى يا يې ورسره څه مرسته كړې ده؛ دا خيال دې بېخي نه كوي چې دښمن به دوى همداسې پرېږدي. هغوى خو يواځې د خپلو مفادو او مصالحو لپاره د مسلمانانو ترمينځ فتنې او اورونه بلول غواړي او د يو بل د وهلو ترغيبونه وركوي.
هغوى پر خپل باطل باندې متفق دي، نو اهل اسلام ولې په خپل مينځ كې په جګړه دي سره له دې چې دوى پر حقه دي.
اى د محمدﷺ امته! يقينًا مونږ ته نبيﷺ يو واضح شريعت پريښى دى، كه منګولې پرې ولګوو نو كله به هم ګمراه نشو، يعنې د الله كتاب او د هغه د نبيﷺ سنت.
په قرآن مجيد كې دي:
وَاعْتَصِمُوْا بِحَبْلِ اللّٰهِ جَمِيْعًا وَّلَا تَفَرَّقُوْا
’’او تاسو د الله په رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې کړئ او سره بېلېږئ مه.‘‘ (اٰل عمران 103:3)
او فرمايي:
وَاَطِيْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَنَازَعُوْا فَتَفْشَلُوْا وَ تَذْهَبَ رِيْحُكُمْ
’’او تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت کوئ او په خپل مينځ كې جګړه مه کوئ (ګنې) نو بې زړه به شئ او ستاسو زور به لاړ شي .‘‘
او فرمايي:
وَ اِنَّ هٰذِهٖۤ اُمَّتُكُمْ اُمَّةً وَّاحِدَةً
’’او بېشکه دا ستاسو دين دى، په داسې حال کې چې يو دين دى.‘‘ (المؤمنون 52:23)
هو، الله تعالٰى. امت واحدة ويلي او امت مُتَوحِّدَه، (وحدت كوونكى امت) يې نه دي ويلي، له دې نه دا څرګندېږي چې هغوى په دې دين سره يو امت دى. داسې نه دى چې دوى سره بېل بېل وو او بيا سره يو شول.
الله فرمايي:
مِلَّةَ اَبِيْكُمْ اِبْرٰهِيْمَ١ؕ هُوَ سَمّٰىكُمُ الْمُسْلِمِيْنَ١ۙ۬
’’تاسو د خپل پلار ابراهيم د ملت تابع شئ، دغه (ﷲ) تاسو مسلمانان نومولي يئ.‘‘ (الحج 78:22)
دين يو دى، كتاب يو دى، قبله يوه ده، تګلار يوه ده، له مسلمانانو سره د الله مرسته هم وي خو په دې شرط چې دوى د الله پر توحيد او د هغه پر عبادت باندې سره جمع وي. او د نورو په ضد متفق وي او الله به يې په خپلې ساتنې سره له هر تكليف، وېرې او اضطراب نه بچ كوي.
خو كله چې مسلمانان متفق نه وي، ډله بازي كوي، بيا نو له دوى نه سكون لرې كېږي او الله د دوى په خپل مينځ كې جنګ برپا كوي، حالت يې خرابېږي او هيڅكله به غوره امت نشي جوړ، نه په دنيا كې او نه په اخرت كې، نه اوس او نه وروسته مګر هله چې د الله كتاب خپل راهنما او قايد ومني او د نبيﷺ سنت خپله رڼا او هدايت وګرځوي. نو په دغه وخت كې به د دوى شان لوړېږي. قدر به يې اوچتېږي او د اصل به يې حفاظت كېږي.
قرآن او سنت دوه پاخه مضبوط او محفوظ اصول دي، له دغو نه اعراض ممكن نه دى، او هدايت هم يواځې په دغو سره حاصلېداى شي. او بچاو او نجات به هم هغو خلكو ته حاصل وي چې پر دغو باندې خپلې منګولې كلكې لګوي او رسۍ مضبوطه ونيسي، همدا دواړه واضح دليلونه دي او د حق پرست او باطل پرست تر مينځ فرق كوونكي هم دي.
نو د قرآن او سنت اطاعت او اجتماعيت د الله رسۍ دي چې الله يې د مضبوط نيولو حكم كړى دى، لكه همداسې عبد الله بن مسعودt فرمايلي دي.
نو اى د محمدﷺ امته! مسلمانانو لره يوه عقيده راغونډوي، او همدارنګه د دوى عبادتونه او سپېڅلي ځايونه يو دي.
توحيد يې يو دى، لمونځ، روژه، زكاة، حج، جهاد، امر بالمعروف او نهي عن المنكر، او ټول آداب او وصيتونه يې يو دي.
د اسلامي وحدت په وړاندې بايد كينې، ذاتي انتقامونه، لالچونه، خپلې ځانله جنډې بيرغونه، نسل پرستي او مذهب پرستي، مانع او ركاوټ جوړ نه شي. ځكه چې ټول د يوې جنډي لا إله إلا الله محمد رسول اللهﷺ له لاندې يو دي. الله اكبر. او ټول عزت الله، د هغه رسول او مومنانو لره دى.
اى د محمدﷺ امته! د اهلِ قبله تر مينځ رښتينى او حق تعامل يواځينې لاره ده چې په امت كې وحدت راوستلى شي، داسې تعامل او چلند چې د شريعت پر اصولو ولاړ وي او له قرآن او سنت نه يې رڼا حاصله كړې وي.
او د سلف صالحينو پر منهج قايم وي.
يقينًا چې د اهل قبله وو لپاره هغه څه كافي او بس دي چې ړومبنو صحابه وو مهاجرينو او انصارو او ټولو صحابه وو لپاره كافي وو.
او چې څوك پر هغه طريقه وي چې رسول اللهﷺ او صحابه پرې روان وو د هغوى تر مينځ د درجاتو د تفاوت باوجود پر هغو ټولو د ايتِ كريمه صادق راځي:
ثُمَّ اَوْرَثْنَا الْكِتٰبَ الَّذِيْنَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا١ۚ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ١ۚ وَ مِنْهُمْ مُّقْتَصِدٌ١ۚ وَ مِنْهُمْ سَابِقٌۢ بِالْخَيْرٰتِ بِاِذْنِ اللّٰهِ
’’بيا مونږ د دغه کتاب (قرآن) وارثان کړل هغه کسان چې مونږ په خپلو بندګانو کې غوره (او انتخاب) کړي وو، بيا په دوى کې ځينې په خپل ځان ظلم کوونکي دي او ځينې په دوى کې مينځ لاري دي او ځينې په دوى کې نېکيو ته ړومبى کېدونکي دي، د ﷲ په حکم سره.‘‘ (فاطر 32:35)
د هغه رحم كړى شوى امت دى چې ځينې به ځينو نورو لره له لوېدو نه پورته كوي. او د يو بل نقصان او كمى به پوره كوي. دوى ټول به د الله په فضل او رحمت سره جنت ته داخلېږي له ټولو دروازو نه. څوك به له يوې دروازې نه بللى شي او څوك به له څو دروازو نه او څوك به له ټولو دروازو نه بللى شي.
يقينًا د دوى درجات او مقامات سره بېل بېل دي خو په منهج او مقصد كې سره يو دي.
په دوى كې ځينې د الله په لاره كې خواري كوونكي دي او ځينې يې علماء او داعيان دي او ځينې يې اصلاح كوونكي حكمرانان دي، څوك په كې امر بالمعروف او نهي عن المنكر كوونكي دي او نور په كې عام خلق دى چې د الله او د هغه د رسول په اطاعت باندې مستقيم دي. د شرعِ مطابق د امت حقونه ادا كوي. او چا لره چې د اسلام او ايمان نوم يو ځل ثابت شوى د هغه لپاره ټول حقوق ثابت شوي دي، او دغه حقوق ترې نه ساقطېږي مګر دا چې په يقيني ډول يې له اسلامه وتل ثابت شي.
الله تعالٰى خو هغو دواړو ډلو ته چې په خپل مينځ كې جنګېدږي هم مومنان او وروڼه ويلي دي.
الله تعالٰى فرمايي:
اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَيْنَ اَخَوَيْكُمْ
’’بېشکه هم دا خبره ده چې مومنان خو سره وروڼه دي، نو تاسو د خپلو دواړو وروڼو په مينځ کې سوله کوئ.‘‘ (الحجرات 10:49)
نو څوك چې د مسلمانانو په شان لمونځ كوي، د قبلې په طرف يې لمونځ كوي، او د دوى ذبيحه (حلاله) خوري نو دا له همدوى ځنې دي، د هغه لپاره هغه حقوق دي چې له ده نه غير نورو مسلمانانو ته حاصل دي او د ده په ذمه هغه مسئوليتونه دي چې د نورو مسلمانانو په ذمه دي. نور حساب يې د الله په ذمه دى او پټې خبرې يې هم الله ته حواله دي. نو نه خو د زړونو څيرول شته او نه پر چا بدګماني كول شته. د هيڅ مومن لپاره په زړه كې نه كينه ساتل شته او نه د مسلمانانو په مينځ كې په نومونو سره تفريق شته. اګر كه تر ټولو غوره القاب مهاجرين او انصارو القاب وو خو دغه هم د پېژنګلوى او مينې لپاره وو، نه د تفريق او نفرت خپرولو لپاره.
مومنان په حق كې او په حق سره قوي وي. غُلُّو او افراط په كې نه وي. پر مخلوق او د مخلوق لپاره رحم كوونكي وي. هېڅ ظلم كوونكي نه وي. نه خلكو ته د هغوى شيان كم وركوي. تر ټولو اسان امور غوره كوي وي او تر ټولو سخت ضرر لرې كوونكي وي.
مومنان له خپلو دوستانو او دښمنانو، ټولو سره عدل او انصاف كوونكي وي.
وَ اُمِرْتُ لِاَعْدِلَ بَيْنَكُمْ
’’او ما ته حكم شوى چې ستاسو په مينځ كې عدل كوم‘‘(الشورٰى15:42)
وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَاٰنُ قَوْمٍ عَلٰۤى اَلَّا تَعْدِلُوْا١ؕاِعْدِلُوْا١۫ هُوَ اَقْرَبُ لِلتَّقْوٰى
’’او د يو قوم بغض دې تاسو دې ته راپورته نه کړي چې تاسو عدل ونه کړئ، عدل کوئ، دا تقويٰ ته ډېر نږدې دى.‘‘ (المائدة 8:5)
مومنان الله طرف ته په حكمت سره بلنه كوي او په شفقت سره خير خواهي كوي، د شرع د تقاضو مطابق چلېږي، په انتقام او د خپلې سينې په يخولو سره نه.
دوى د توبې ويستونكي دي، په توبه خوشالېږي. او د عذر وړاندې كوونكي عذر قبلوي. د كمي كوونكي لپاره دعا كوي. د چا په لغزش باندې نه خوشالېږي.
د خلكو عيبونه پټوي او د چا د عيبونو جاسوسي نه كوي. د چا خطاګانې نه يادوي مګر د ترجيح او تصحيح په ډول، د توهين او سپكاوي په نيت نه.
بدعتونه هم د نورو ګناهونو په څېر دي. چې وړوكى او غټ په كې دي. ښكاره او مشتبه په كې دي. او سلامتي ترې لوى غنيمت دى خو سلامت پاتې كېدونكي ډېر لږ دي.
په تاويل سره مخالفت كول او په جهل او خطا كې واقع كېدل نو دا كارونه خو له ډېرو خلقو نه واقع كېږي. او توفيق موندونكي هغه دى چې الله ورته توفيق وركړي. الله تعالٰى د دې دين په يو فاجر شخص سره هم تاييد كوي او په داسې خلقو سره چې په اخرت كې به يې هېڅ حصه هم نه وي.
د الله په لاره كې جهاد د هر نېك او بد په ملګرتيا او مشرۍ كې صحيح دى. د جهاد ډېر قسمونه دي، په تورې سره، په قلم سره او په ژبې سره جهاد او له ټولو مقصود دښمن ته شكست وركول دي.
د اسلام له نعرې نه غير بله نعره به نه پورته كولى شي. د ټولو مسلمانانو مسئوليت يو دي، چې ادنا به هم د دغه مسئوليت د پوره كولو لپاره كوښښ كوي. او دوى ټول د نورو په خلاف متفق دي.
اى د اسلام امته! ټول مسلمان قومونه د امت پر وحدت باندې پوخ ايمان لري، سره له دې چې دښمنان او قابض قوتونه د تفريق، بېلوالي، بې اتفاقۍ او لوټ او غصب لپاره ډېر زيات كوښښونه كوي. همدارنګه مومنان ټول په دې خبره پوخ يقين لري چې زمونږ دين يو دى، پر همدې دوى مضبوط ولاړ دي. هر څومره چې شك اچوونكي شك اچوي او كه بې مدده هم پرېښودل شي. منافقين او د زړونو مريضان هر څومره خواري او كوښښ وكړي.
دوى په دې هم يقين لري چې دغه د وحدت هدف يواځې په نعرو، تمناګانو (هيلو) او تشو دعوو نه حاصلېږي، د دغه وحدت به هله حاصلېږي چې د ټولو پر دې خبره داسې قوي ايمان شي چې هېڅ شك په كې نه وي چې د امت وحدت د اسلام ركن او د اسلام د بنياد او د اهلِ اسلام حفاظت دى.
د امت اهداف، اغراض، هيلې د شان لوړوالى، د امت د عزت او ملكونو حفاظت په همدې وحدت سره ممكن دى.
او هېڅ يو حقيقي جهاد نشته او نه د باطل د شوكت ختمول شته او نه د الله د كلمې لوړوالى شته مګر په وحدت سره او د مسلمانانو په اجتماع سره.
امت د الله د مدد او مرستې نه شي مستحق كېداى مګر په همدې وحدت سره. همدارنګه په قربانۍ وركولو سره او د هر څه په خرچ كولو سره.
اى د اسلام امته! يقينًا په نبوي منهج سره چې د هوښيارتيا او پخې ارادې والا، نرمۍ او معافۍ والا دى. په دغې منهج سره له يو بل سره مقابل او ضد زړونه، سره يوځاى كېږي او له يو بل لرې زړونه سره نږدې كېږي. او همدا الله د زړونو تر مينځ جوړښت راوستونكى دى.
نو اى د محمدﷺ امته!
نو كله چې اخلاص وي، د حاكم سمع او اطاعت دي. له اجتماعيت سره پيوستون وي. او ښكلې خير خواهي وي، بيا نو د مسلمانانو پر زړونو باندې هېڅ مرض او نفاق غالب كېداى نشي، ځكه چې د الله لپاره اخلاص، له خپلو حاكمانو سره خير خواهي او د مسلمانانو له اجتماعيت او ټولنې سره يو والى او پيوستون دا درې هغه شيان دي چې د دين اصولو لره، د جوړښت او پيوستون قواعدو لره جمع كوونكي دي او په دې سره د الله او بنده ګانو حقوق هم ادا كېږي او په دغو سره د دنيا او اخرت دواړو مصالح او فوايد هم راجمع كېږي.
أعوذ بالله من الشيطان الرجيم
وَاِنْ يُّرِيْدُوْۤا اَنْ يَّخْدَعُوْكَ فَاِنَّ حَسْبَكَ اللّٰهُ١ؕ هُوَ الَّذِيْۤ اَيَّدَكَ بِنَصْرِهٖ وَبِالْمُؤْمِنِيْنَۙ۰۰۶۲ وَاَلَّفَ بَيْنَ قُلُوْبِهِمْ١ؕ لَوْ اَنْفَقْتَ مَا فِي الْاَرْضِ جَمِيْعًامَّاۤ اَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوْبِهِمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ اَلَّفَ بَيْنَهُمْ١ؕ اِنَّهٗ عَزِيْزٌ حَكِيْمٌ۰۰۶۳
’’او که دوى تا سره د دوکې کولو اراده وکړي، نو بېشکه تا لپاره الله کافي دى، دى همغه ذات دى چې ته يې په خپل مدد سره او په مومنانو سره مضبوط کړى يې. او د دوى د زړونو په مينځ كې يې محبت واچاوه، که چېرې تا هغه ټول څه لګولي وى چې په ځمکه كې دي(، نو) تا به د دوى د زړونو په مينځ كې محبت نه و اچولى او لېکن الله د دوى په مينځ كې محبت واچاوه، بېشکه هغه ډېر غالب، ښه حکمت والا دى‘‘ (الأنفال 63,62:8)
الله تعالٰى دې ما ته او تاسو ته په قرآن كريم سره او د نبي محمدﷺ په سيرت سره نفع راكړي. زه پر همدې اكتفا كوم، او له الله نه د ځان لپاره تاسو لپاره او د ټولو مسلمانانو لپاره له هرې ګناه نه استغفار غواړم، تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقينًا هغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
ټول تعريفونه خاص الله لره دي، ټول تعريفونه خاص هغه الله لره دي چې تر ټولو ښه بدله وركوونكى دى او تر ټولو ښه د دعا قبلوونكى دى، چا ته چې وغواړي غوره كوي يې، زه د هغه ثنا بيانوم او د هغه شكر ادا كوم، هغه پر مونږ بې حسابه نعمتونه ورولي دي او زه ګواهي كوم چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر الله دى، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. د يو مخلص، او ډېر توبه ويستونكي بنده ګواهي. او ګواهي كوم چې زمونږ سردار او نبي محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دى. چې فرايض يې لازم كړي او آداب يې جاري كړي دي. د الله درود او بركتونه دې وي پر هغه باندې او د هغه په آل، صحابه وو، تابعينو او په نېكۍ سره تر قيامته د هغوى پر پيروي كوونكو باندې.
اى مسلمانانو!
امت ته چې كوم ذلت او سپكاوى حاصل دى دا د فرقه پرستۍ، ډله بازۍ او تعصب نتايج دي. او دا هغه شى دى چې دښمنانو ته يې د امت په هكله طمع وركړې ده، پر څټ يې سپاره شوي دي او ذليله كړي يې دي.
فتنې د امت هر جوړ او بندونه غوڅوي، نفرتونه خپروي، په دغو سره نه حق ثابتېږي او نه پرې باطل ختمېږي. نا امني او انارشي د ظلم او ستم دروازه ده. د نظام نه شتون وحدت ختموي. او د وحدت نشتوالى هلاكت او انعدام زېږوي. په وحدت سره مينه او جوړښت راځي. او هر هغه كار چې د جوړښت او اجتماعيت ضد وي او نفرت پيدا كوي نو دغه د انتشار، بېلتون او جداوالي لاره ده.
اى د اسلام امته!
د مذهبونو او قومونو له وجوده انكار شي كېداى بلكې هېڅ يوه ټولنه له اختلافه خالي نه ده. هغه كه مسلمانان وي او كه غير مسلمانان.
خو انكار له تعصبه دى چې تفريق راولي او همدارنګه له هلاكوونكې ځان پرستۍ نه انكار دى.
أبي بن كعب له رسول اللهﷺ نه پوښتنه وكړه چې ايا له خپل قوم سره مينه لرل هم تعصب دى؟ ويې فرمايل: نه، تعصب خو دا دى چې انسان په ظلم او ناروا كې د خپل قوم مرسته كوي.
نو له الله نه ووېرېږئ اى د محمد امته! دښمنان لګيا دي ډېرې سختې د سيسې او فريبونه په كار اچوي. او د دغو له شر نه بچاو د الله په مرسته او توفيق سره، په وحدت او يو والي سره ممكن دى چې همدا جهاد اكبر دى او د ظالمانو پر وړاندې له سرټيټۍ او ميلان نه په لرې كېدو سره ممكن دى.
د الله له تقوىٰ نه پس تر ټولو لوى تيارى د خبرې او صف يو والى دى.
اِنَّ اللّٰهَ يُحِبُّ الَّذِيْنَ يُقَاتِلُوْنَ فِيْ سَبِيْلِهٖ صَفًّا كَاَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَّرْصُوْصٌ۰۰۴
’’بېشکه الله هغه کسان خوښوي چې د هغه په لاره کې صف تړلي جنګېږي، ګوياکې دوى په قلعي سره يو بل پورې ټينګ کړى شوى (ښه محکم) عمارت دي.‘‘ (الصف 61:4)
د الله پر ډالۍ شوي رحمت، او عطا كړى شوي نعمت نبي محمدﷺ درود او سلام وايئ، په قرآن كې الله تعالٰى پر دې باندې تاسو ته د دې حكم كړى دى.
الله تعالٰى فرمايي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي۔ اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله! درود، سلام او بركتونه نازل كړه په خپل بنده او رسول زمونږ پر نبي محمدﷺ دى چې حبيب او مصطفٰى دى، او غوره كړى شوى دى.۔ او د هغه پر پاكيزه آل باندې او د هغه پر بيبيانو امهات المومنين باندې.
اى الله! ته له څلورو واړو خلفاء راشدينو ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه، له ټولو صحابه كرامو او تابعينو نه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوي او له هغوى سره زمونږ نه هم راضي شه په خپل رحمت سره اى ارحم الراحمين ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه، اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه،
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت وركړه.
اى الله! مونږ ته زمونږ په ملكونو كې امن راكړه. زمونږ د حكمرانانو او مشرانو اصلاح وكړه او توفيق ورته وركړه. اى الله! دوى ته نېك مشاورين او معاونين وركړه، زمونږ حكمران ته د هغو اعمالو توفيق وركړه چې ته پرې راضي كېږې، اى الله ته يې هدايت والا او پرهېزګاره جوړ كړه.
اى الله! د ده دواړو نايبانو ته او وروڼو ته يې د هغو اعمالو توفيق وركړه چې په كې د هېواد او ملت خير او فلاح وي. يقينًا مونږ ټول تا ته درتلونكي يو، اى الله! ټولو مسلمان حكمرانانو ته په خپل كتاب او سنتِ رسولﷺ باندې د عمل كولو توفيق وركړه. دوى د مومنانو لپاره رحمت وګرځوه.
اى الله! څوك چې زمونږ په خلاف، زمونږ، د دين، ملك، امت امن، حاكمانو، نېكانو خلقو، پوليسو، فوځيانو، قاضيانو، او وحدت و اجتماعيت په خلاف بدې ارادې لري نو ته يې په خپل ځان كې مشغول كړه، فريب يې ځان ته وروګرځوه، چل يې د هغه د هلاكت سبب وګرځوه، اى رب العلمين.
اى الله زمونږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه. اى الله زمونږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه.اى الله زمونږ د سرحدي فوځيانو ته مدد وكړه.
ته یې رايي سمې او مرمۍ په نښه ولګوه. ملا يې مضبوطې كړه، ارادې يې قوي كړه، قدمونه يې مضبوط كړه، زړونه يې قوي كړه، پر سركشانو ورته برى وركړه، ته يې حفاظت وكړه، له مخې نه، له شا نه، له ښي او ګس اړخ نه، او له پاسه نه او له لاندې نه يې له هلاكته بچ كړه. اى الله ته يې پر شهيدانو رحم وكړه. زخميانو ته يې شفا وكړه. ته يې د اهل و عيال حفاظت وكړه.
اى الله! د مومنانو ملګريه! د كمزورو مدد كوونكيه. د فرياد كوونكو فرياد اورېدونكيه اى د امېدونو مركزه! اى ضعيفانو ته پناه وركوونكيه.
اى الله زمونږ كمزوري مظلومان وروڼه دي، په فلسطين كې. په بَرما كې. منځني افريقا كې. ليبيا كې. په عراق، يمن او شام كې. بالخصوص په حلب او موصل كې. هغوى ته تكليفونه رسېدلي دي. غمونه پرې راغلي دي. معاملات يې سخت شوي دي. ظلم او سركشي پرې روان دي، شړل كېږي، محاصره كېږي. وينې يې تويه ولى شي. بې ګناهان يې وژلى شي. ښځې يې كونډې كولى شي. بچيان يې يتيمانولى شي. كورونه او جايدادونه يې تباه كولى شي.
اى الله! د كمزورو مدد كوونكيه، مومنانو ته نجات وركوونكيه. د دوى انتقام واخله، غموونه يې لرې كړه. تكليف ترې اوچت كړه. ژر ورته خلاصى وركړه، په زړونو كې جوړښت راوله، خبره يې يوه كړه. مدد ورسره وكړه. په خپلو خاصو لښكرو او مدد سره يې مدد وكړه.
اى الله! مونږ له تا نه د هغوى لپاره د قوي مدد، خلاصي، رحمت او ثبات سوال كوو. رايې سمې كړه، مرمۍ يې په هدف ولګوه، ارادې يې قوي كړه.
اى الله! سركشان ظالمان او د هغوى ملګري تهٔ هلاك كړه، د هغوى جمعيت تالا والا كړه. ملګرتيا يې ختمه كړه. ټوكړې ټوكړې يې كړه. اى الله د هغوى چلونه د همغوى لپاره د هلاكت ذريعه وګرځوه. اى رب العالمينه!
اى الله! غاصب يهود هلاك كړه. هغوى تا نشي كمزورى كولى. پر هغوى هغه عذاب مسلط كړه چې له مجرم قوم نه نه واپس كولى شي.
اى الله! د هغوى مقابلې ته مونږ تا مخامخ كوو او د هغوى له شر نه په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! ته حق معبود يې له تا نه غير بل حق معبود نشته. تهٔ غني يې او مونږ فقيران يو. تهٔ غني يې او مونږ فقيران يو. تهٔ غني يې او مونږ فقيران يو. اى الله! ته حق معبود يې له تا نه غير بل حق معبود نشته. اى الله! ته حق معبود يې له تا نه غير بل حق معبود نشته. پر مونږ باران نازل كړه، مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه، اى الله! پر مونږ، باران نازل كړه. اى الله! پر مونږ، باران نازل كړه.اى الله! پر مونږ، باران نازل كړه.
اى الله! مونږ له تا نه بښنه غواړو، يقينًا ته ډېر بښونكى يې. پر مونږ ډېر باران ووروه او چې څه تهٔ نازل كړې هغه زمونږ لپاره ستا په طاعت كې قوت وګرځوه او تر يو وخته پورې د رسېدو ذريعه. اى الله پر مونږ د مدد او حمايت باران راووروه، اى الله ډېر او تېز باران، چې ستا بنده ګان پرې خړوب شي او د ښارونو او بانډو والاوو لپاره مفيد وي، اى الله! مونږ ستا مخلوق يو، مونږ د خپلو ګناهونو په وجه له خپل فضل و كرم نه مه محروموه.
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳
’’اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم کړى دى او که چېرې ته مونږ ونه بخښې او په مونږ رحم ونه کړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانيانو څخه شو.‘‘ (الأعراف 23:7)
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنيا كې نعمت راکړه او په اخرت كې (هم) نعمت راکړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘(البقرة 201:2)
سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا يَصِفُوْنَۚ۰۰۱۸۰ وَ سَلٰمٌ عَلَى الْمُرْسَلِيْنَۚ۰۰۱۸۱وَ الْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَؒ۰۰۱۸۲
’’ستا رب لره پاکي ده چې د عزت (او غلبې) مالک دى، له هغو خبرو نه چې دوى (مشرکان) يې بيانوي. او سلام دې وي په رسولانو باندې. او ټول د کمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکى دى.‘‘ (الصافات 182-180)