د اسلام مرسته د عمل او دعوت په ذريعې سره،د مكي حرم د جمعې خطبه، خطيب: د. فيصل جميل غزاوي، ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مكي حرم د جمعې خطبه، خطيب:د. فيصل جميل غزاوي، عنوان: د اسلام مرسته د عمل او دعوت په ذريعې سره، ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
تاريخ: 18 صفر 1438هـ مطابق 18نومبر 2016ء
اوله خطبه
ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې مونږ ته يې كامل دين راكړى دى، پر مونږ يې د خپلو نعمتونو اتمام كړى دى. او اسلام يې زمونږ لپاره د دين په طور خوښ كړى دى. زه د هغهٔ ستاينه او پاكي بيانوم او ګواهي كوم چې نشته حق معبود غير له الله نه، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري هغهٔ، عزت و غلبه، مدد او اقتدار د هغه چا لپاره ګرځولى دى چې د هغه اطاعت كوي، د هغه د دين مدد كوي او د هغه د رضا پيروي كوي. او ذلت، پستي او سپكاوى يې د هغه چا لپاره ګرځولى دى چې د هغه د حكم مخالفت كوي، د هغهٔ له لارې نه خلك منع كوي او له هغهٔ سره دښمني كوي. او ګواهي كوم چې محمد(ﷺ) د هغه بنده او رسول دى. په مخلوق كې د هغهٔ انتخاب او غوره كړى شوى دى. د الله درود دې وي پر هغه، د هغه پر آل، د هغه پر صحابه وو او د هغه پر دوستانو او سلام دې وي ډېر زيات سلام تر هغې ورځې پورې چې مونږ به له هغه سره مخامخ كېږو
اما بعد!
د الله بنده ګانو! له الله نه وويرېږئ او د هغهٔ د اسلام پر نعمت د هغهٔ ستاينه او حمد بيان كړئ. دا اسلام هغه دين دى چې الله تعالٰى يې د دوام، بقا، غلبې او څرګند والي خبر وركړى دى، د دې لپاره چې دا د ځمكې پر مخ د ټولو انسانانو او پېريانو دين وګرځي، الله فرمايي
هُوَ الَّذِيْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰى وَدِيْنِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهٗ عَلَى الدِّيْنِ كُلِّهٖ١ۙ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۰۰۳۳
’’دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدايت او حق دين سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (ﷲ) دا (دين) په نورو ټولو دينونو باندې غالب کړي اګر که مشرکان (دا کار) بد ګڼي.‘‘ (التوبة 9:33)
او نبيﷺ فرمايلي دي: د ځمكې پر مخ هر ځاى ته به دا دين رسېږي، او الله تعالٰى به دا دين هر د خټو او وژغنو كور ته رسوي. څوك به يې قبول كړي، نو عزتمند به شي او ځينې به ترې انكار وكړي، نو ذليل به شي.
داسې عزت چې الله به په هغهٔ سره اسلام ته عزت وركوي او داسې ذلت چې الله به په هغه سره كفر ذليله كوي.
دا امام احمد د تمميم داريt په روايت بيان كړى دى. اى مسلمانانو! د الله دين يقينًا مدد كړى شوى دى. د خپل دين مدد كول يوه ديني فريضه ده، ځكه نو په مونږ كې پر هر چا د هغه د مرستې په لاره كې كوښښ كول لازم دي. پر هر مسلمان باندې چې په هر موقف كې وي. او په كوم حالت كې وي چې له دې دين سره مرسته كولى شي. او داسې عمل كولى شي چې په كې د دين تاييد او نصرت وي او ده ته دعوت وي.
نو راشئ وروڼو! مونږ د ځينو د دين د مدد د وسايلو يادونه كوو، كېداى شي مونږ خپله ذمه واري وپېژنو او عمل شروع كړو.
د دين د مدد په وسايلو كې يوه وسيله نصيحت او خير خواهي ده.
تميم بن اوس الداري وايي چې نبيﷺ وفرمايل: دين خو بس خير خواهي دى، دين يواځې د خير خواهۍ نوم دى، دين يواځې د خير خواهۍ نوم دى. مونږ وويل: د چا لپاره خير خواهي اى د الله رسوله! ويې فرمايل: د الله لپاره، د الله د كتاب لپاره، د الله د رسول لپاره، د مسلمانانو د حاكمانو لپاره او د عامو مسلمانانو لپاره. دا مسلم روايت كړى دى.
په يو بل روايت كې راغلي دي چې عبد الله بن مسعود د داسې غلام ترڅنګ تېرېده چې خپلو مالكانو او ملګرو ته يې سندرې ويلې. عبد الله بن مسعود ورسره په دې الفاظو خير خواهي وكړه: كه ستا په ښكلي اواز كې قرآن اورېدل كېداى، نو ستا به څومره اوچت شان و، د هغه په زړه كې دې خبرې اثر وكړ او توبه يې وښكله، او داسې ښكلې توبه یې وويستله چې حال يې دومره ښه شو چې په مشهورو محدثينو كې وشمېرل شو.
نو د نصيحت او خير خواهۍ د خلكو په سمولو او حق ته په را اړولو كې لوى كردار وي.
په هغو نصيحتونو كې چې نبيﷺ جريرته كړي وو يو دا هم و چې له هر مسلمان سره به خير خواهي كوې. نو مونږ ولې له يو بل سره خير خواهي نه كوو او يو بل ته د خير وينا نه كوو. مسلمان خو خير خواه او صاف زړى وي او منافق ټګ مار او خيرن زړى وي.
د دين د مدد په ميدانونو كې يو ميدان د امر بالمعروف او نهي عن المنكر ميدان دى. الله تعالٰى فرمايي:
وَلْتَكُنْ مِّنْكُمْ اُمَّةٌ يَّدْعُوْنَ اِلَى الْخَيْرِ وَيَاْمُرُوْنَ بِالْمَعْرُوْفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ١ؕ وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَ۰۰۱۰۴
’’او لازم ده چې په تاسو كې دې يوه داسې ډله وي چې د خير طرف ته بلنه کوي او د نېکۍ حکم کوي او له بدۍ نه منع کوي، او همدغه خلق پوره کامياب دي.‘‘ (اٰل عمران 104:3)
نو د مسلمانانو د ټولنې په څه ښه حال وي كله چې په دې خصوصيت او لاره باندې عمل وشي، دوام پرې وشي او بې رغبتي به كې ونشي.
يقينًا امر بالمعروف او نهي عن المنكر د دې امت د امن ضامن دي او د ټولو د نجات بېړۍ دي. څوك چې د دغو په اهميت او درجې پوه شوى، كله هم ترې وروسته شوى نه دى.
شجاع بن الوليد وايي: زه به له سفيان الثوري سره وتلم، نو د هغه ژبه به له امر بالمعروف او نهي عن المنكر نه نه ستړې كېدله. د تلو په وخت كې هم او د راتلو په وخت كې هم.
د دين د مدد په ميدانونو كې يو ميدان د دين رَسَول او تبليغ كول دي. نبيﷺ فرمايي: زما له اړخه ورسوئ اګر كه يو ايت ولې نه وي، دا بخاري له عبد الله بن عمرو نه روايت كړى دى.
نو په كاره ده چې هر سړى دې د هغه څه په رسولو او خپرولو كې زيات شوق لرونكى وي چې ده زده كړي دي.
اى د الله بنده! هغه څه چې تا زده كړي دي هغه ورسوه اګر كه هغه ډېر اسان او معمولي ولې نه وي، يو ايت ورسوه، يو حديث، يوه مسله، يوه حكم، او يوه يادونه هم ورسوه.
ته كولاى شې چې له نويو رسنيو، ذرائع ابلاغ، او له نوې ټكنالوجۍ نه ګټه واخلې خو د صحت به يې زيات خيال ساتې.
همدارنګه ته له بېلا بېلو ټولنيزو شبكو (سوشل ميډيا) نه ګټه اخيستلى شې، د دې لپاره چې ګڼو خلكو ته يې فايده ورسي. او ستا له پوهې نه هغوى ته فايده ورسي.
د دين د نصرت په ميدانونو كې يو هم تعليم او ښووونه ده، دا په هغو نېكيو كې راځي چې نفع يې متعدي ده، خير يې عام دى. او لازم ده چې ټولو خلكو ته تعليم ورسول شي او هيڅوك ترې مستثنا نه دي.
نبيﷺ فرمايي: يقينًا الله تعالٰى، د هغه ملايك او د اسمانونو او ځمكو اوسېدونكي ټول، تر دې چې مېږى په خپل سوړې كې او تر دې چې كبان، خلكو ته د خير پر ښودونكي درود وايي او د رحمت دعاګانې ورته كوي. دا حديث ترمذي له ابو أمامه باهليروايت كړى دى.
دا څومره ښكلې خبره ده چې په مونږ كې هر كس بل ته د هغې خبرې تعليم وركړي چې هغه پرې نه پوهېږي. دا بوډاګانو ته سورت ته فاتحه او لنډ سورتونه ښيي. دا بل عوامو ته د اودس او لمانځه طريقه ښيي، دا بل لګيا دى نورو ته د سهار او ماښام اذكار ښيي. او په دې طريقې سره به مونږ د سلفو په طريقه عمل كړى وي. هغوى خلكو ته د نافعو څيزونو په ښودلو كې حريصان وو.
امام زهري به بانډو ته تللو او خلكو ته به يې تعليم وركاوه.
امام ابو اسحاق فزاري، عوامي داعي و، په علماوو كې يو عالم و چې خلكو ته به يې د اودس طريقه ښودله او په همدې مناسبت د هغهٔ نامه شيخ الوضوء (د اودس استاد) ايښودل شوې وه، په عالمانو كې يو عالم و چې عوامو او خواصو ټولو ته به يې وخت ځانګړى كاوه او په دې ډول ډېرو خلكو له هغه نه فايده واخيستله او د لوى فضيلت خاوندان شول.
اى وروڼو!
بل ته د تعليم د وركړې د دعوت مطلب دا نه دى چې دى دې په هغه خبرو كې كلام و كړي چې ده ته يې علم نشته. بلكې دى دې نه په مسلو كې فتوې وركوي او نه دې د علومو تدريس شروع كوي، په داسې حال كې چې خپله پرې نه پوهېږي. ځكه چې د دغو كارونو لپاره نور خلك شته. له دعوت نه مقصود دا دى چې ده ته ياد او زده، نافع او مهم شيان دې نورو ته ورسوي.
د دين د نصرت په ميدانونو كې دعوت إلى الله هم دى. الله فرمايي:
وَ مَنْ اَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّنْ دَعَاۤ اِلَى اللّٰهِ وَ عَمِلَ صَالِحًا وَّ قَالَ اِنَّنِيْ مِنَ الْمُسْلِمِيْنَ۰۰۳۳
’’او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوك ډېر ښه دى چې ﷲ ته بلنه کوي او نېک عمل کوي او وايي چې بېشکه زه له مسلمانانو ځنې يم؟.‘‘ (فصلت 33:41(
او فرمايي:
اُدْعُ اِلٰى سَبِيْلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَ جَادِلْهُمْ بِالَّتِيْ هِيَ اَحْسَنُ
’’ته د خپل رب لارې ته په حکمت سره او ښکلي نصيحت سره بلنه کوه او له دوى سره په هغې طريقې سره مجادله (مباحثه) کوه چې هغه تر ټولو ښه وي.‘‘ (النحل 125:16(
له سهل بن سعدt نه روايت دى چې رسول اللهﷺ عليt ته وفرمايل: پر الله قسم، كه الله تعالٰى ستا په لاس يو سړي ته هدايت وكړي دا تا لپاره له سرو اوښانو نه غوره دي. دا بخاري او مسلم روايت كړى دى.
الله ته د بلنې اثرات د اسلام په خپراوي كې او د خلكو د حق په قبلولو كې له هيچا نه دي پټ، په دې شرط چې دغه دعوت پر علم ولاړ وي.
قُلْ هٰذِهٖ سَبِيْلِيْۤ اَدْعُوْۤا اِلَى اللّٰهِ١ؔ۫ عَلٰى بَصِيْرَةٍ اَنَا وَ مَنِ اتَّبَعَنِيْ
’’ته ووايه: دا زما لاره ده، ﷲ ته بلنه کوم، په ښه بيان او بصيرت سره، زه او هغه څوک چې زما پيروي کوي.‘‘
د دعوت مشروع او جايز وسايل او لارې ډېرې زياتې دي، لكه خطابت، تدريس، د كتابونو ليكل، په اخبارونو كې ليكنې او د ذرايع ابلاغ او رسنۍ كارول او داسې نور. نو اى د حق داعيانو! صراط مستقيم ته د خلكو په بلنده كې ډېر كوښښ وكړئ.
د دين د نصرت په ميدانونو كې يو همدردي كول هم دي. امت نن سبا په ډېرو سختو مشكلاتو كې ګېر دى. نو مونږ ته لايق دي چې مونږ د خپلو وروڼو مدد كوونكي جوړ شو. د هغوى غمونه خپل غمونه وګڼو او غم شريكي ورسره وكړو او تل ورته دعاګانې كوو. او څه چې مونږ ته الله راكړي دي په هغو سره د هغوى مرسته وكړو. د هغوى مشكلات ياد كړو او له هغوى نه دفاع وكړو، او په مختلفو رسنيو او ذرايعِ ابلاغ كې د هغوى حقونه څرګند كړو او پر هغوى شوي ظلمونه واضح كړو.
اى مومنانو وروڼو!
د الله د دين د مدد كولو ډېر اسباب او لاملونه دي: خلكو ته خير رسولو اراده او له هغوى سره خير خواهي كول. د هغوى د هدايت، رحمت او رهنمايۍ جذبه لرل. هغوى د الله له عذاب نه د بچ كولو جذبه لرل، په ځمكه كې اصلاح، د بې لارو رهنمايي، غافلو ته خبردارى او جاهل او ناخبرو ته يادونه، نو دا ټول اسباب دي.
اى د اسلام امته!
ايا زمونږ د دين پر مونږ دا حق نه دى چې مونږ يې مددګار جوړ شو. عمل پرې وكړو. محاسن او خوبيانې يې څرګندې كړو او ژغورونكي يې جوړ شو.
نو كله چې مونږ خپل مسئوليت او ذمه واري پرېږدو او په تبليغ كې يې كمى او كوتاهي وكړو. نو مونږ به په نقصان كې شو او خپل مطلوبه هدف او كردار به مو ضايع كړى وي.
خبردار شئ. په مونږ كې ډېر خلق په شر او فساد كې د غيرو تقليد كوي. د شريعت په مخالفو رواجونو او طريقو كې له يو بل سره مرسته كوي، د الله د دين له تبليغ او د خير له خپرولو نه وروسته شوي دي. د نارواوو په ليدلو چوپ كېږي بلكې په دغو منكراتو او نارواوو كې شاملېږي، دا ټول هغه كارونه دي چې د دين په نا اشنا كولو، او د امت په خرابۍ كې شريكوال دي. نو اى هغه كسه! چې الله يې اسلام ته رهنمايي كړې ده او په دې دين سره يې عزتمن كړى دى؛ خپل دين مه پرېږده، او مه يې مدده پرېږده. كه زمونږ كمۍ او تقصيرات هرڅومره وي.
زه همدا خبره كوم او له الله جليل نه د ځان او تاسو لپاره استغفار او بښنه غواړم. تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ، يقينًا هغه ډېر بښونكي، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
ټول تعريفوونه خاص الله لره دي چې قوي او ډېر غالب دى. د خپلو دوستانو مدد كوي او دښمنان ذليله كوي.
زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هيڅ شريك نه لري. د خپل بنده يې مدد كړى دى. خپل لښكر يې غالبه كړى دى، او ټولو لښكرو ته يې په يواځې ځان شكست وركړى دى. او زه ګواهي كوم چې زمونږ نبي، امام سردار (محمدﷺ) د هغه بنده او رسول دى.
د الله درود او سلام دې وي پر هغه باندې او د هغه پر آل او صحابه وو باندې.
اما بعد!
د دين مدد يو عظيم هدف دى، ډېر لوړ او لوى مقصد دى، او دا د هر مسلمان سړي او ښځې لپاره پراخه ميدان دى. د دين مدد د امت په يوې خاصې ډلې پورې محدود نه دى لكه څنګه چې ځينې خلق ګمان كوي. دا يو غلط مفهوم دى، په كار ده چې تصحيح يې وشي. د دين مدد كول د ټولو مسئوليت دى.
له دې سره ځينې ركاوټونه او موانع دي چې د دين د مدد په كار كې د مسلمان د نه شريكېدو سبب ګرځي، په دغو كې يو دا دى چې انسان دا خيال كوي چې دى ډېر ګناهګار دى، له تقصيره ډك دى، لهٰذا دا د بل خير خواهي او بل ته نصيحت نشي كولاى. ياد لرئ، دا ناسمه خبره ده.
حسن بصريa ته وويل شول چې فلانى وعظ نه كوي او وايي چې زه وېرېږم چې داسې خبره به وكړم چې زه به پرې پخپله عمل نه كوم. حسن بصريa وويل: په مونږ كې څوك داسې دى چې څه وايي هغه كوي هم. شيطان په دې خبره خوشالېږي چې ستاسو په دې خبرې سره پر تاسو كامياب شو، نه به څوك د نېكۍ امر كوي او نه به له منكر نه منع كوي.
د حسن بصريa مراد دا دى چې د امر بالمعروف او نهي عن المنكر لپاره شرط دا نه دى چې څوك د مستحب كار حكم كوي يا له مكروه كار نه منع كوي هغه دې د دې مطابق عمل كوونكى هم وي.
عاصي او ګناهګار ته به د امر بالمعروف او نهي عن المنكر په پرېښودلو له دې وجه نه معافي نه وركولى شي چې دى په عمل كې كمزورى دى يا ترې ځينې ګناهونه شوي دي.
شاعر وايي:
كله چې خلكو ته ګناهګار وعظ ونه كړي نو له محمد(ﷺ) نه پس به څوك ګناهګارو ته وعظ او نصيحت كوي.
نو د الله بنده ګانو! مونږ به خپل مسئوليت او ذمه واري د امر بالمعروف او نهي عن المنكر په حوالې سره نه پرېږدو، په دې دليل چې مونږ ګناهګار يو او كمى را په كې دى.
دا هم ويل شوي دي چې د جامونو په څښونكو هم لازم دي چې يو بل ته د خير نصيحت وكړي. او كه نصيحت ونه كړي، نو دوه ګناهونه شول. يوه ګناه د شرابو څښلو او بله د امر بالمعروف او نهي عن المنكر د پرېښودلو.
د مسلې د لا ښه پوهاوي لپاره وايم: ما ته ووايئ، كه يو طبيب او ډاكټر پخپله بيمار شي، په جسم كې يې څه مرض وي، نو ايا په دې حالت كې دى د نورو مريضانو علاج نشي كولى؟
ولې نه، دى كولى شي چې د هغوى مرضونه معلوم كړي، علاج ورته وښيي، او د الله په حكم به چا ته چې د هغه خوښه وي هغه ته به شفا حاصله شي.
نو خپل ځان سپك مه ګڼه اى د الله بنده. او ستا په ذمه چې د خير خواهۍ او نصيحت كوم مسئوليت دى؛ هغه ادا كړه.
له دې سره سره به د خپل ځان اصلاح هم كوې تر دې چې له خپلو ټولو ګناهونو نه توبه وباسي.
د دې خبرې تاييد د نبيﷺ له دې قول نه هم كېږي چې فرمايي: يقينًا الله تعالٰى په يو بد كار سړي سره هم د خپل دين تاييد او مرسته كوي. دا د بخاري او مسلم حديث دى چې ابوهريرهt روايت كړى دى.
ځينې علماوو ويلي دي چې په بدكاره سړي كې كافر او مسلمان ګناهګار ټول راځي.
په دې كې دې ته اشاره ده چې ګناهګار او فاسق دې خپل ګناهونه د دين د كار نه كولو لپاره دليل نه ګرځوي.
د دعوت په لاره كې پر خنډونو او ركاوټونو كې يو دا هم دى چې انسان ووايي چې دې خلكو ته نصيحت فايده نه رسوي او نه دوى ته وعظ ګټه رسوي او نه پرې اثر كوي او په دې وجه د هغوى له حاله ناامېده شي. دا هم غلطي ده.
په اصحاب السبت كې يوې ډلې پر وعظ كوونكو رد كاوه او ويل يې چې الله د هغوى قول نقل كړى دى:
لِمَ تَعِظُوْنَ قَوْمَا١ۙ ا۟للّٰهُ مُهْلِكُهُمْ اَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيْدًا١ؕ قَالُوْا مَعْذِرَةً اِلٰى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُوْنَ۰۰۱۶۴
’’ولې تاسو داسې قوم ته نصيحت کوئ چې الله د هغوى هلاکوونکى دى، يا هغوى ته ډېر سخت عذاب ورکونکى دى؟ وعظ كوونكو وويل: خپل رب ته د عذر وړاندې کولو لپاره او د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي.‘‘ (الأعراف 164:7(
الله تعالٰى موسٰى او هارون عليهما السلام سركش او لوى طاغوت فرعون ته ولېږل او ورته ويې فرمايل:
اِذْهَبَاۤ اِلٰى فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰى ۚۖ۰۰۴۳فَقُوْلَا لَهٗ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهٗ يَتَذَكَّرُ اَوْ يَخْشٰى۰۰۴۴
’’تاسو دواړه فرعون ته لاړ شئ، بېشکه هغه باغي شوى دى. نو تاسو هغه ته ډېره نرمه خبره وکړئ، ښايي چې دى پند واخلي، يا ووېرېږي.‘‘ (طه 44,43:20(
ابو الدرداءt وايي: كله چې ستا د ورور بدل شي او حالت يې واوړي، نو له دې وجه نه يې مه پرېږده، ځكه دغه ورور به دې كله كږېږي او كله به سمېږي.
مونږ په دې مكلف نه يو چې خلك پر سمه لار روان كړو، زمونږ په ذمه هغوى ته په ښكلې طريقې سره د دين بلنه وركول دي. د هغوى خير خواهي كول او هغوى ته نصيحت كول دي. كېداى شي چې الله تعالٰى په دې سره هغوى ته فايده ورسوي.
يو بل ركاوټ دا هم دى چې انسان د خلكو له خندا او استهزا نه وډار شي او د دعوت كار پرېږدي. دا هم ناسم عمل دى.
چا چې هم الله ته بلنه كړې ده په هغه پورې خنداګانې شوي دي. الله تعالٰى فرمايي:
وَلَقَدْ كُذِّبَتْ رُسُلٌ مِّنْ قَبْلِكَ فَصَبَرُوْا عَلٰى مَا كُذِّبُوْا وَاُوْذُوْا حَتّٰۤى اَتٰىهُمْ نَصْرُنَا
’’او يقينًا يقينًا له تا نه مخکې رسولان دروغژن بلل شوي وو، نو هغوى په دروغژن بلل کېدلو او ضرر رسېدلو صبر وکړ تر دې چې هغوى ته زمونږ مدد راغى.‘‘ (الأنعام 34:6(
رسول اللهﷺ په مخلوق كې تر ټولو غوره دى خو هغه ته هم ډېر تكليفونه رسول شوي دي نو بل انسان ولې په هغه څه صبر نه كوي چې ورته په دغه لاره كې رسي.
د دعوت په لاره كې يو ركاوټ دا هم دي چې انسان د بل تقصير او كمي ته ګوري او د خپل مسئوليت او ذمه دارۍ په پرېښودلو كې پرې دليل ونيسي او ووايي: فلانى ولې خپل مسئوليت نه ادا كوي. خو دا دليل نه دى. ځكه چې كله بل څوك د دعوت إلى الله او د دين د مدد په لاره كې كوتاهي كوي، نو دا كار خو تا ته د كار كولو بلنه دركوي، نه دا چې ته په خلكو عيب ولګوې چې هغوى تفريط او كمى كړى دى، حال دا چې په مقابل كې تا هېڅ نه دي كړي. الله تعالٰى فرمايي:
يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لِمَ تَقُوْلُوْنَ مَا لَا تَفْعَلُوْنَ۰۰۲ كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللّٰهِ اَنْ تَقُوْلُوْا مَا لَا تَفْعَلُوْنَ۰۰۳
’’اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وايئ چې نه يې کوئ!. دا (خبره) د الله په نيز د غضب په لحاظ لويه ده چې تاسو هغه (خبره) ووايئ چې نه يې کوئ.‘‘ (الصف 3,2:61)
او څوك چې وايي چې: خلك تباه شول، نو دا تر ټولو زيات تباه كېدونكى دى او ده هغوى تباه كړل.
د الله بنده ګانو!
هغه ميدانونه چې مونږ په كې د الله د دين مرسته كولاى شو، د هغو ګڼ صورتونه دي او وسايل يې هم زيات دي چې ټولو خلكو ته بس كېږي. الحمد لله. نو چې څوك هم د دين په نصرت كې شريك شو اګر كه په معمولي شي سره وي، نو هغه ډېر لوى اجر وګټلو.
نو لازم ده چې په مونږ كې هر يو كس خپل ټول امكانات او استعدادونه د دين د مدد، اعزاز او خدمت په لاره كې په كار واچوي.
همدا خبره شوه. او درود او سلام ووايئ په ټول مخلوق كې پر غوره شخص باندې، يعني خپل نبي محمد رسول اللهﷺ باندې، ځكه چې تاسو ته خپل رب د دې حكم كړى دى.
الله فرمايي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه اﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي. اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله! درود او سلام او بركتونه ولېږه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه په پاكيزه او طاهر آل باندې. اى الله! له څلورو خلفاوو راشدينو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه او له ټولو صحابه وو، تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوونكي دي او له دوى سره زمونږ نه هم راضي شه اى تر ټولو لوى عزتمند او سخي ذاته.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. د دين د مركز تهٔ حفاظت وكړه. كفر او كفار ذليله كړه. د دين دښمنان هلاك كړه. اى الله! د دين د مدد كونكو ته مرسته وكړه او سركشان، ملحدين، او د دين دښمنان تهٔ ذليل او رسوا كړه.
اى الله! د خپل دين، خپل كتاب، د خپل نبي د سنتو او د خپلو صالحو بنده ګانو ته مدد وكړه.
اى الله! ستا په لاره كې د خوارې كوونكو مدد وكړه، د سرحدونو د ساتونكو او د سرحدي چوكيو ساتونكو فوځيانو تهٔ مدد وكړه.
اى الله! د هغوى ارادې قوي كړه، قدمونه يې ټينګ كړه، زړونه يې مضبوط كړه، په صفونو كې يو والي وساته او په حق باندې د دوى خبره يوه لره. اى رب العلمينه.
اى الله د مسلمانانو غمونه لرې كړه. د كمزورو مشكلات ته حل كړه. او له هغوى نه سختي او جنګونه پورته كړه اى رب العلمينه، اى الله! زمونږ د كمزورو وروڼو ته ملګرى شه، اى الله! ته دوى ملګرى شه په شام كې، په عراق كې، په برما كې، په يمن كې.
اى الله! ته د دوى په خپل خاص مدد سره مدد وكړه. او په خپل تاييد سره يې مضبوط كړه، اى الله! ته د دوى لپاره مددګار، مرسته كوونكى او پشتيبان شه. اى الله! ته د دوى مدد وكړه د هغه چا پر ضد چې د دوى په خلاف يې بغاوت كړى دى. اى رب العلمينه.
اى الله مونږ ته زمونږ په وطنونو او كورونو كې امن راكړه، زمونږ د مشرانو او حاكمانو ته اصلاح وكړه، او زمونږ حكمران ته ستا د هدايت توفيق وركړه. د هغهٔ عمل ستا د رضا والا وګرځوه، نېك او صالح مشاورين وركړه چې هغه ته د خير ښودنه كوي، او د خير ترغيب وركوي، اى د دعاګانو اورېدونكيه!
اى الله! زمونږ دا مُلك او د مسلمانانو ټول ملكونه د ښه ژوند او ښه حال او سخاوت والا وګرځوه اى الله! څوك چې زمونږ دې ملك سره د بدۍ اراده لري نو ته يې تدبير وكړه او څوك چې د مسلمانانو ملكونو سره او مسلمانانو سره د بدۍ ارادې لري نو د هغه د چل او دسيسه د هغه مرۍ ته وروګرځوه او په خپل ځان يې مشغول كړه او د هغه چل او تدبير د هغه د هلاكت سبب وګرځوه.
او په خپلو پوندو يې ذليله واپس وګرځوه. بېخ او اصل يې غوڅ كړه او د هغوى يو والي تيت وپرك كړه. اى د دعاګانو اورېدونكيه.
اى الله! ستا پاكي بيانوو، ستا له حمد و ثنا سره، زه ګواهي كوم چې له تا نه غير حق معبود نشته. له تا نه بښنه غواړم او تا ته توبې وباسم.