عقيده

د کفر بالطاغوت معنا. (دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل )

د کفر بالطاغوت معنا. (دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل )

د کفر بالطاغوت معنی

د یو الله تعالی د منلو او هغه ته د عبادت او بندګۍ د خاص کولو یوه غوښتنه دا ده چې د الله تعالی پرته د نورو معبودانو او طواغیتو له عبادت او بندګۍ څخه به انکار کوي، لکه چې الله تَعَالَى فرمایي:

﴿لَآ إِكۡرَاهَ فِي ٱلدِّينِۖ قَد تَّبَيَّنَ ٱلرُّشۡدُ مِنَ ٱلۡغَيِّۚ فَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلطَّٰغُوتِ وَيُؤۡمِنۢ بِٱللَّهِ فَقَدِ ٱسۡتَمۡسَكَ بِٱلۡعُرۡوَةِ ٱلۡوُثۡقَىٰ لَا ٱنفِصَامَ لَهَاۗ وَٱللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ٢٥٦﴾ [البقرة: 256].

ترجمه: «نشته زور او په زورمنل په اسلامي دین کې؛ ځکه واضح او ښکاره شوی ده سمه لار له کږی لاری څخه، که چا کفر او انکار وکړ له طاغوت څخه او ایمان یي راوړ په الله باندې، نو ده منګولی ولګولی په کلکه او ټینګه کړۍ باندې چې نشته هغی لره شکېدل، او الله تعالی اوریدونکې دی ستاسو د ټولو اقوالو، پوهه دی په ټولو اعمالو او احوالو».

همدارنګه الله فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ﴾ [النحل: 36].

ترجمه: «او خامخا بیشکه مونږ لیږلی دی په هر امت کې یو پیغمبر په دي خبره چې يواځی د یو الله عبادت او بندګي وکړۍ اود طواغیتو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وساتۍ».

همداشان په بل ځاي کې فرمایي:

﴿وَٱلَّذِينَ ٱجۡتَنَبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ أَن يَعۡبُدُوهَا وَأَنَابُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰۚ فَبَشِّرۡ عِبَادِ ١٧﴾ [الزمر: 17].

ترجمه: «او هغه کسان چې ځان وساتي له عبادت او بندګۍ د طاغوت څخه، او راوګرزي په عبادت او بندګۍ کې يواځی یو الله تعالی ته، نو د همدوﺉ لپاره زیری دی(په جنتونو او ډول ډول نعمتونو)».

نو د توحید معنی همدا ده چې د الله تعالی پرته د نورو معبودانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وساتل شي، او يواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وشي، بلکې یو بنده تر هغه مسلمان او موحد کېدی نشي ترڅو چې د الله تعالی پرته د نورومعبودانو په عبادت او بندګۍ باندې کفر او له هغی څخه انکار ونکړي.

او «طاغوت» دی ته وایي چې له الله تعالی پرته یي عبادت او بندګي کېږي، هر ډول عبادت او بندګي چې وي، که دعا او غوښتنه وي، یا ورڅخه مرسته او کومک غوښتل وي، یا اعتماد او بروسه کول وي، یا د هغه لپاره حلالکه کول وي، او که د هغه لپاره نذر او منښته منل وي، او یاهم په تحلیل او تحریم کې د هغه پیروي او اتباع کول وي، او یا ورته دخلافونو دحل او فصل کولو لپاره فیصلی وروړل وي، او یا د الله تعالی له شریعت پرته په بل قانون باندې فیصله کولو باندې رضا او خوشحاله کېدل وي.

مشهور مفسّر ابن جریر طبري/ د »طاغوت« په تفسیر کې فرمایي: «والصَّوابُ من القولِ عندِي في «الطَّاغُوتَ» أنه كُلُّ ذِي طُغْيانٍ على اللهِ، فعُبِدَ من دونِه، إما بقَهْرٍ منه لمَن عَبَدَه، وإما بطَاعةٍ مِمَّن عبده له، وإنسانًا كان ذلك المَعْبودُ، أو شَيْطانًا، أو وَثَناً، أو صَنَمًا، أو كائِنًا ما كانَ من شيءٍ».

ترجمه: د »طاغوت« په تفسیر کې زما په نظر صحیح خبره دا ده چې »طاغوت« هرهغه سر کښه  او له الله تعالی څخه سرغړوونکي ته وايي چې د سر کشۍ سره سره یي د الله تعالی پرته عبادت او بندګي هم کېږي، که هغه په زور پر خلکو دا خپل عبادت او بندګي منلي وي، او که عابدینو په خوښه وي، او دغه معبود انسان وي که شیطان وي یا بُت وي، او یا بل کوم شی وي.

نو »طاغوت« هر هغه شی دی چې په سرکښۍ او سرغړونه کې انتها ته رسیدلی وي، او خلک د الله تعالی له لاری بندوي، او په لویه بی لارۍ یي بی لاری کوي.

Tags

Related Articles

Back to top button