اسلام د ژوند تګلاره ده (اتمه برخه)، ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده (اتمه برخه)، ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

ګلوبلایزیشن او د اسلامي هويت ساتنه
اې مسلمانانو!
مونږ د ټيکنالوژۍ او پرمختګ په عصر کې ژوند تیرو، چيرته چې ﺯورواکان خپل ثقافت او کلتور په کمزورو مني او هغوی د هويت د له منځه وړلو هڅه کوي، پر ټولو مسلمانانو د اسلامي هويت ساتنه، او په هغو ديني ،عقيدوي او اخلاقي اصولو ثبات واجب دی چې قران او نبوي حديثونو یې لارښوونه کړې ده، برابره خبره ده که دا اصول په عقيدې پورې اړه لري، اویا هم په عبادت، د اسلامي شریعت په نافذولو، په حلالو او حرامو، کورني نظام ، ښځينه احکامو، اخلاقي او اسلامي ارﺯښتونو پورې اړه لري، مونږ باید په کلکه د دې ټولو ساتنه وکړو، او په هر ډول شرائطو کې له دې څخه تير نشو.
دې د ساتنې لپاره بايد د مسلمانانو ترمنځ یو داسې تړون او ایتلاف موجود وي چې ټول په کې پدغه اصولو متفق وي ، ترڅو داسې فضا رامينځته شي چې په اساس يې د نورو ملتونو او نړيوالو تړونونو او ټولنو سره مناسب تعامل وشي، په مشترکه ګټو کې ورسره همکارى وشي او له هر هغه څه ځان وساتل شي چې داسلامي ارﺯښتونو مخالف وي.