عنوان: د دين د حفاظت اهميت او ساتنه،د مسجد حرام خطبه: فضيلة الشيخ الدكتور أسامه بن عبد الله خياط، ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مسجد حرام خطبه: فضيلة الشيخ الدكتور أسامه بن عبد الله خياط عنوان: د دين د حفاظت اهميت او ساتنه، ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
3ربيع الأول 1438هـ، 3 دسمبر 2016م
اوله خطبه
ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې مونږ ته يې كامل دين راكړ، پر مونږ يې خپل نعمتونه پوره كړل، زه يې ستاينه كوم په دې چې پر مونږ يې احسان وفرمايه چې په مخلوق كې تر ټولو غوره يې زمونږ رسول وګرځاوه، او ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري، له متقيانو سره يې د سلامتۍ جنت وعده كړې ده او ګواهي كوم چې زمونږ سردار او نبي محمدﷺ د هغهٔ بنده او رسول دى، د اوچت قدر او لوړ مقام خاوند دى، اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه پر آل او صحابه وو باندې چې نېكان او صالحان دي او تر قيامته پورې پر هغه چا چې د هغوى اتباع يې كړې او د هغوى پر لاره تللي دي.
اما بعد!
اى د الله بندګانو! له الله نه ووېرېزئ، ځكه چې تقوا تر ټولو ښه توښه ده، چې الله ته په ورتګ كې ملګرتيا كوي، د سختۍ د ورځې لپاره تر ټولو ښه تيارى دى او په اخرت كې د نجات ښه امېد دى او كله چې له الله سره ملاقات كېږي نو دوامداره ذخيره ده.
الله فرمايي:
يَّوْمَ يَنْظُرُ الْمَرْءُ مَا قَدَّمَتْ يَدٰهُ وَ يَقُوْلُ الْكٰفِرُ يٰلَيْتَنِيْ كُنْتُ تُرٰبًاؒ۰۰۴۰
’’ په هغه ورځ كې چې هر سړى به هغه څه ته ګوري چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي او كافر به وايي: اى كاشكې چې زه خاورې وى.‘‘ (النباء 40:78)
يقينًا چې د دين تر سيوري لاندې ژوندون مضبوطه كلا، قوي زغره او طاقتور پناه ځاى دى چې مسلمان ورته پناه وړي او رجوع ورته كوي.
د دين تر احكامو لاندې ژوند تېرول په دنيا كې زندګي ښكلې كوي او په اخرت كې د سعادت او نجات سبب دى. دا يوه رڼا ده چې الله يې د مسلمان په زړه كې اچوي او مسلمان بيا حقايقو ته د الله په رڼا سره ګوري، سمه لار مومي او الله ته په و رتګ كې له غورځېدو نه بچ كېږي. لكه څنګه چې الله فرمايي:
اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰى نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ
’’ایا نو هغه څوك چې الله د هغه سینه د اسلام لپاره پرانستلي وي، نو دغه كس په رڼا كې وي د خپل رب له جانبه.‘‘ (22:39)
او بل ځاى فرمايي:
اَوَ مَنْ كَانَ مَيْتًا فَاَحْيَيْنٰهُ وَ جَعَلْنَا لَهٗ نُوْرًا يَّمْشِيْ بِهٖ فِي النَّاسِ كَمَنْ مَّثَلُهٗ فِي الظُّلُمٰتِ لَيْسَ بِخَارِجٍ مِّنْهَا١ؕ
’’ایا هغه څوك چې مړ و، بیا مونږ هغه راژوندى كړ او مونږ د هغه لپاره رڼا پیدا كړه چې په هغې سره هغه په خلقو كې ګرځي راګرځي؛ د هغه كس په شان دى چې د هغه حال (داسې وي چې هغه) په تیارو كې دى، له هغو نه كله هم وتونكى نه دى.‘‘ (الأنعام 122:6)
د دغه كار بيا لازم او نتيجه دا وي چې مسلمان د خپل دين حفاظت كوي، په ده سره قوت حاصلوي او له چټي، باطلو خبرو او ګمراهيو نه يې ژغوري. په دې دين سره له فتنو، فاسدو عقيدو ګمراه فكرونو او الحادي نظرياتو نه بچ كېږي.
دغه ګمراه او الحادي نظريات د ورانۍ، فساد او بې لارتوب ذرايع دي خو نن سبا يې بازار ګرم دى، ډول سورني ورته وهل كېږي، د سركشۍ لارې ورته پرانستل شوي دي چې هېڅ حد او انتها يې نشته.
دغه كار د ګمراهۍ داعيانو اوچت كړى دى، حق له باطل سره په خپلو غولوونكو خبرو سره ګډوي او په هر څه كې شك اچوي، تر دې چې په هغو څيزونو كې هم چې په فطرت كې د هغو سم والى په سليمو نفسونو كې د هغو صحيح والى ثابت شوى دى او واضح او قاطع دلايل پرې ولاړ دي.
دغه ګمراهان د نني عصر له نوې ټكنالوجۍ نه مرسته اخلي، ټي وي چينلې، د انټر نيټ ويب سايټونه او شبكې په كار اچوي چې باطل مخ پر وړاندې بوځي او د حق روښانه مخ خړپړ كړي، او دا هغه كار دى چې رسول اللهﷺ يې مونږ د حذيفه بن يمان په حديث كې خبر راكړى دى، او د موجوده زمانې بېخې ټكي په ټكي منظر كشي په كې شوې ده او بيا په كې له دغو فتنو نه د وتلو لارې چارې ښودل شوي دي.
په صحيح بخاري او صحيح مسلم كې له حذيفه بن يمان نه روايت دى، دى وايي چې خلكو به له رسول اللهﷺ نه د خير په باره كې تپوسونه كول او ما به د شر په باره كې، له دې وېرې نه چې شر راته راونه رسي. ما وويل: اى د الله رسوله! مونږ په جاهليت او شر كې وو، نو اله دا خير، يعنې اسلام راولېږه، ايا له دې خير نه پس به كوم شر راځي؟ ويې فرمايل: هو، ما وويل: ايا له دغه شر نه پس بيا خير راتلونكى دى؟ ويې فرمايل: هو، خو څه خړوالى او خيرى به په كې وي، ما وويل: دغه خړ والى يې څه شى دى؟ ويې فرمايل: داسې خلك به وي چې زما له لارې نه به اوښتي وي او زما پيروي به نه كوي، څه خبرې او كارونه به يې سم او څه ناسم وي، ما بيا وويل: ايا له دغه قسم خير نه پس به بل كوم شر وي؟ ويې فرمايل: هو، د جهنم پر دروازو ولاړ بلونكي، چا چې د هغوى خبره ومنله نو په جهنم كې به يې وغورځوي، ما عرض وكړ: مونږ ته د هغو وضاحت وكړه ويې فرمايل: داسې خلك به وي چې زمونږ له نسل نه به وي، زموڼږ ژبه به وايي، ما وويل: اى د الله رسوله! تاسو ما ته څه حكم كوئ كه چېرې زه دغه حالت ومومم؟ ويې فرمايل: د مسلمانانو له اجتماعيت او د هغوى له حاكم سره لازم اوسه، ما وويل كه چېرې د هغوى اجتماعيت او بادشاه نه وي او هر څه ګډ وډ وي؟ نو ويې فرمايل: بيا نو له دغو ټولو ډلګيو او پارټيو نه جدا اوسه، اګر كه پر تا ډېر سخت او مشكل حالات راشي تر دې چې تا ته په همدې حالت كې مرګ راشي.
اى د الله بنده ګانو! په دې حديث كې پر دې خبره واضح دلالت دى چې كه چېرې امت د خپل دين او عقيدې خيال ونه ساتي او حفاظت يې ونه كړي، نو تر ټولو غوره، عظيم او عزتمن حقيقت نه به مخ واړوي . هغه حقيقت چې له خپل رب سره د بنده رابطه ده، چې په معاملاتو كې د عدل په كولو ولاړه ده.
او هغه بنده ګانو د پيدا كولو هدف دى.
الله فرمايي:
وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِيَعْبُدُوْنِ۰۰۵۶
’’او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي.‘‘ (الذاريات 56:51)
نو د دغه عبادت د قبوليت شرط دا دى چې له الله نه غير به د بل چا عبادت نه كولى شي او عبادت به يې په هغه طريقه كولى شي چې الله مشروع كړې ده.
اګاه شئ چې د دين له ساتنې سره لازم دا دي چې دين له بدعاتو نه وژغورل شي، چې اصل يې نه په كتاب او سنت كې شته. او نه د سلفو په عمل كې شته. همدارنګه له دې سره داهم لازم دي چې دين له هغو خبرو نه هم پاك وساتل شي چې غُلُّو كوونكو، افراطيانو او تكفيريانو ورته منسوب كړي دي، او په دغو سره خپل بدعات او باطل نظريات قوي كړي او د فتنې اورونه پرې نور هم بل كړي، هغه فتنه چې په نتيجه كې دغه تكفيريانو د حرامو او ممنوعو وينو تويول روا كړي.
او بې شمېره معصوم او بې ګناه خلق يې وژلي دي، د چا ناحقه وژل چې الله حرام كړي دي، د دين له ساتنې سره دا هم لازم دي چې د سركشو الحادي څپو او د هغو داعيانو مخې ته قيام وكړى شي او د هغوى د باطل مخنيوى وكړى شي، او د هغوى د شبهاتو رد وكړى شي، له اهل اسلام سره يې فريبونه او دسيسي رسوا كړى شي بالخصوص هغه دسيسي، فريبونه او چلونه چې د ځلمو د اِغوا او بې لارې كولو لپاره يې وكاروي، چې له دين نه يې واړوي، دين پرې ګډ وډ كړي، د دغه كار لپاره هغوى تشې دعوې نشروي او د حق پر وړاندې زايله كېدونكې شبهې وړاندې كوي د دې كار لپاره بايد د باطلو شبهاتو دماغ ماتوونكي دلايل وړاندې كړى شي چې د هغوى پټې دسيسې پرې ښكاره كړى شي او نا بيناوالى يې څرګند كړى شي.
الله فرمايي:
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهٗ فَاِذَا هُوَ زَاهِقٌ١ؕ وَ لَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُوْنَ۰۰۱۸
’’بلكې مونږ په حق سره باطل وُلو، نو دا د هغه دماغ راوباسي، نو ناڅاپه هغه ختمېدونكى وي، او تاسو ته د هغه څه په وجه هلاكت دى چې تاسو يې بیانوئ.‘‘ (الأنبياء 18:21)
نو خپل دين غلو كوونكو له غلو نه، د جاهلانو له تاويل نه او د باطل پرستو له استدلال نه بچ كول تر ټولو لوى واجب او اهم كار دى، د دې لپاره چې د دين مخ ځلانده، روښانه او ښكلى پاتې شي، او د روانو اوبو چينه يې جوش وهونكى او صفا پاتې شي.
نو د الله بنده ګانو، له الله نه ووېرېږئ، د خپل دين ساتنه وكړئ، د دين تالاب له ككړتيا نه بچ وساتئ، او د دې كار لپاره دې هر څوك د خپل حيثيت او وس مطابق هره روا وسيله وكاروي.
دا هم ياد لرئ چې هر مسلمان د دين د سرحد څوكيدار دى، نو دى دې احتياط كوي چې د ده له اړخ نه دين ته څوك نقصان ونه رسوي.
الله دې ما ته او تاسو ته د كتاب په لاره او د نبيﷺ په سنتو سره فايده راكړي، زه همدا خبره كوم او له عظيم او جليل الله نه د ځان او تاسو لپاره بلكې د ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه بښنه غواړم، يقينًا هغه ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
يقينًا ټولې ستاينې خاص الله لره دي، مونږ د هغه ستاينه كوو، له هغه نه مرسته غواړو او له هغه نه بښنه غواړو. مونږ په الله پورې پناه نيسو د خپلو نفسونو له شر نه او د خپلو عملونو له خرابۍ نه.
چا ته چې الله هدايت وكړي نو هيڅوك د هغه ګمراه كوونكى نشته او چې الله يې ګمراه كړي نو هغه ته بل هدايت وركونكى نشته. زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. او ګواهي كوم چې محمدﷺ د هغهٔ بنده او رسول دى. د الله درود او ډېر سلام دې وي پر هغه، د هغهٔ پر اٰل او د هغه پر اصحابانو باندې.
اما بعد! اى د الله بنده ګانو!
د دين حفاظت، ساتنې او دفاع تر ټولو لويه ثمره او فايده دا ده چې مسلمان له خپل رب سره وصل وي، د هغهٔ ملګرتيا محسوسوي. د دنيا والو دسيسو او مكرونو پروا نه كوي، پر دې فخر كوي چې الله يې كافي ا و مدد ګار دى. نو دى پر دې نه راضي كېږي چې د داسې دسيسې ښكار شي چې د دين عزت او كرامت په كې بې عزته كېږي. قدر يې كمېږي او حرمت يې پايمالېږي.
دى پر دې يقين ساتي چې الله چې څه وغواړي هغه كېږي او چې څه ونه غواړي هغه نه كېږي. د ده حق يقين وي چې همدا حق او رښتينى دين دى. چې رسولِ هدايتﷺ د خپل رب له جانبه راوړى دى. چې په ده سره يې بنده ګان له تيارو نه رڼا ته ويستلي دي. دا هماغه دين دى چې لله ورته دوام، بقا او غلبه ليكلې ده، او دا داسې حقه وعده ده چې هېڅ تبديلي په كې ممكن نه ده، الله فرمايي:
هُوَ الَّذِيْۤ اَرْسَلَ رَسُوْلَهٗ بِالْهُدٰى وَدِيْنِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهٗ عَلَى الدِّيْنِ كُلِّهٖ١ۙ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُوْنَ۰۰۳۳
’’ دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (ﷲ) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي.‘‘ (التوبة 33:9)
د الله بنده ګانو! له الله نه ووېرېږئ. د خپل دين ساتنه وكړئ. پر دين منګولې ولګوئ، رسۍ يې مضبوطه ونيسئ. د دې لپاره چې كامياب او فلاح موندونكي شئ درود او سلام وايئ پر خاتم النبين، امام المرسلين رحمة العلمين باندې، ځكه چې تاسو ته په كتاب مبين كې د دې حكم شوى دى. الله فرمايلي دي:
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
بېشكه اﷲ او د هغه ملايك په نبي درود وايي، اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ویل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې، د هغه له څلورو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي نه راضي شه. د هغهٔ له آله، صحابه وو او تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى اتباع كوي. زمونږ نه هم راضي شه په خپلې عفوې، كرم او احسان سره، اى درګزر كوونكيه او معافي كوونكيه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
د دين د مركز تهٔ حفاظت وكړه، د دين دښمنان او ټول سركښان او فساديان هلاك كړه.
د مسلمانانو د زړونو ترمنځ الفت واچوه، صفونه يې متحده كړه، مشران يې صالح كړه او خبره يې پر حق باندې جمع كړه اى رب العلمينه!
اى الله! د خپل دين، كتاب او د خپل نبي محمدﷺ د سنتو مدد وكړه او د خپلو مومنو، جدوجهد كوونكو رښتينو بنده ګانو مدد ګار شه. اى الله! زمونږ په وطنونو كې مونږ ته امن راكړه، زمونږ حاكمان او حكمرانان صالح او سم كړه، او په حق سره زمونږ د امام او حاكم تاييد وكړه.
او هغه ته صالح مشاورين وركړه، او د هغه كار توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي كېږي. اى د دعاګانو اورېدونكيه. اى الله! هغهٔ ته، د هغهٔ دواړو نايبانو او وروڼو ته د هغه څه توفيق وركړه چې په كې د اسلام او مسلمانانو خير وي او د هغه څه چې په كې د بنده ګانو او وطن خير او ګټه وي، اى هغه ذاته چې هم تا ته د قيامت پر ورځ درتګ دى.
اى الله! زمونږ لپاره زمونږ دين سم كړه چې زمونږ د معاملاتو د سمون ذريعه وي. او دنيا مو سمه كړه چېرته چې زمونږ ژوند او ګزران دى. زمونږ اخرت جوړ كړه چېرته چې زمونږ واپسي ده، ژوند مو په نېكۍ كې د اضافې سبب وګرځوه، او مرګ مو له هر شر نه د راحت ذريعه وګرځوه، اى الله! زمونږ د ټولو كارونو انجام ښه كړه او د دينا له ذلت نه او د آخرت له عذاب نه مو وساته.
اى الله! مونږ په تا پورې پناه نيسو له دې نه چې ستا نعمتونه له مونږ نه لرې شي. ستا عافيت رانه واوړي، ناڅاپي انتقام رانه واخلې او ستا له هرې غصې نه، په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! مونږ له تا نه د نېكۍ د كارونو سوال كوو، د منكراتو او ګناهونو د پرېښودلو دعا كوو او له مسكينانو سره مينه درنه غواړو، او دا غواړو چې ته مونږ وبښه او پر مونږ رحم وكړه او كله چې كوم قوم په فتنه كې اچول غواړې، نو مونږ بې له فتنې نه ځان ته دروغواړه.
اى الله! زمونږ مريضانو ته شفا وركړه، پر مړيو مو رحم وكړه، ستا د رضا مطابق زمونږ ارمانونه پوره كړه، او زمونږ خاتمه په نېكو او باقي پاتې كېدو عملونو سره وكړه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې يا رب العلمينه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې يا رب العلمينه.
اى الله! تهٔ كافي شه خپلو او زمونږ دښمنانو ته په څه سره چې ته غواړې يا رب العلمينه.
اى الله! مونږ تا ستا دښمنانو او خپلو دښمنانو ته ورمخامخ كوو او په تا پورې د هغوى له شرونو نه پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
اى الله! مونږ تا مخامخ كوو د هغو دښمنانو مقابلې ته او په تا پورې پناه نيسو.
رَبَّنَا ظَلَمْنَاۤ اَنْفُسَنَا١ٚ وَاِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِيْنَ۰۰۲۳
’’ اى زمونږه ربه! مونږ په خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو.‘‘ (الاعراف 23:7)
رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَيْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةً١ۚ اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ۰۰۸
’’ اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې.‘‘ (اٰل عمران 8:3)
رَبَّنَاۤ اٰتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الْاٰخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّارِ۰۰۲۰۱
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
او اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمدﷺ باندې او د هغه پر آل او صحابه وو ټولو باندې او ټول د كمال صفتونه خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونكى دى.