د حرمينو پيغام

عنوان: پر ټولنه د خير ښېګړې د کارونو اثرات،د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ، الدكتور سعود بن إبراهيم الشريم، ترجمه: مفتي عبد الولي خان

د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ، الدكتور سعود بن إبراهيم الشريم عنوان: پر ټولنه د خير ښېګړې د کارونو اثرات

بسم الله الرحمن الرحيم

10ربيع الأول 1438هـ، 9 دسمبر 2016م

الحمدُ لله الكبير المُتعال، ذي العزَّة والكمال والجلال، بيدِه مقالِيدُ السماوات والأرض يفعلُ ما يشاءُ، ويحكمُ ما يُريد، وإليه المرَدُّ والمآل، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحدَه لا شريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُ الله ورسولُه عظيمُ السَّجايا كريمُ الخِصال، صلَّى الله وسلَّم وبارَك عليه، وعلى أزواجِه وصحبِه والآل، ومن تبِعَهم بإحسانٍ، وسلَّم تسليمًا كثيرًا.

اوله خطبه
ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې ډېر لوی او اوچت دی، د عزت و غلبې، کمال او جلال خاوند دی. د هغه په لاس کې د اسمانونو اوځمکې چابيانې دي، څه چې كول وغواړي هغه کوي، او د څه چې فيصله کول وغواړي هغه کوي. خاص هغه ته واپسي ده او د کارونو انجام د هغه په لاس کې دی. او ګواهي کوم چې نشته حق معبود مګر الله دی، چې ايکي يواځې دی، هېڅ شريک نه لري، او ګواهي کوم چې محمد  د هغه بنده او رسول دی، چې د عظيمو خويونو، مناقبو او صفاتو خاوند دی. د الله درود، سلام او برکتونه دې پر هغه وي او د هغه پر بيبيانو، صحابه وو او ال باندې او پر هغه چا باندې چې د هغوی پيروي يې کړې ده په نېکۍ سره او ډېر سلامونه دې وي پر دوی ټولو باندې.
اما بعد:
تاسو او خپل ځان ته د الله د تقوا وصيت کوم، نو چا چې تقوا په مضبوطۍ سره راونيوله او له خپل ربه په اسانۍ، سختۍ، غصې او خوشالۍ کې ووېرېده، نو دی به نامراد نشي، تقوا په تيارو کې رڼا ده او په تنهايۍ، صحرا او بيابانونو کې رهنما او ملګرې ده. الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَنْ يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ﴾ [النور: 52].
او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي (52)

ای خلکو!
د يوې کاميابې او کاملې ټولنې له خصوصياتو او علاماتو ځنې دا دي چې د دغې ټولنې بنيادونه له پخو او مضبوطو خښتونه جوړ وي، عمارت يې يو تر بله جوخت او پيوست وي، يوه خښته يې له بلې نه وتلې او نابرابره نه وي، له بره نه تر لاندې پورې يې تعمير بېخي سم او هموار وي. دا فرق نه کوي چې لاندې يې کومه خښته ده او بره يې کومه، ځکه چې د عمارت مظبوطتيا په همدې ډول راځي.
او کله چې په دغه عمارت کې کومه خښته بې ځايه وي او جوخته نه وي لګېدلې، نو د دغه تعمیر غورځېدل او ماتېدل لازم دي. او دا د دغې ټولنې د غورځېدو پيل او اساس‎ دی.
هو، کله چې ټولنه په دې ډول نه وي، نو پخپله د نفرت او بېلوالي لپاره اجازه ورکوي او خود خواهۍ او ځان بر ګڼلو او د نورو خيال نه ساتلو لپاره لاره سموي، يعنې پخپله خپلې پښې په تبر وهي. نو د هغې ټولنې به څه ارزښت او قيمت وي چې له تعمير او ابادۍ نه په کې تخريب او ورانی زيات وي؟!
واورئ! دولتونه چې څومره لوی او ثروت مند وي او په اقتصادي لحاظ هر څومره مخکې وي بيا هم د ټولنې د افرادو ټولو ضرورتونو ته رسيدګي نشي کولای او نه د هغوی ټول حاجتونه پوره کولای شي، په دايمي ډول پوره کول خو يې لا لويه خبره ده.
نو له همدې ځايه د يوې متحدې او له يو بل سره پيوستې ټولنې کردار شروع کېږي چې په کې د خير ښېګڼې د کارونو روح او جذبه په راټوکېدو شي. او دغه د خير ښېګڼې عمل د ټولنې د درزنو او چاودونو د بندولو لپاره اساسي شی دی. په دغه کار سره د ټولنې مادي، ټولنيز، خوراکي، امنيتي، فکري او نظرياتي ضرورتونه او حاجتونه پوره کولی شي.
کله چې د غه د خير عمل د ټولنې په ټولو اړخونو کې عام شي او د خلکو په زړونو کې د دغه کار د خاوندانو لپاره د احترام او مينې جذبات پيدا شي نو په دې سره له ټولنې نه خودخواهي، بخل، احتکار، غربت او لوږه ختمېږي خو د دې کار لپاره يو شرط دا دی چې دغه عظيم عمل په صفايۍ او اخلاص سره ترسره شي او له مصلحتونو، حزب پرورۍ، سمت پرستۍ او نسل پرستۍ له ميلاناتو او رجحاناتو نه پاک وساتل شي او د دغو شيانو ښکار نشي. ځکه چې د خير ښېګڼې له کار نه هر څوک مستفيد کېږي، نو د دې څه حدبندي او درجه بندي نشي کېدای، ځکه چې نبي  فرمايي: «في كل كبِدٍ رَطبَةٍ أجرٌ»؛ رواه البخاري ومسلم.
په هر جاندارکې تاسو لپاره اجر دی. دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.
ای د الله بنده ګانو! د خير ښېګڼې د کار هېڅ ټاکلی حد نشته، او د انتها زمانه يې هم نشته، د ده انتها د ده د وجود او طبيعت په اساس ده. نو هر ثوابي عمل چې اجرت او زباتول په کې مقصود او مراد منظور نه وي، نو هغه تطوعي او د خير ښېګڼې عمل دی کله چې د نېکۍ په لاره کې وي. نو دا ډېر اوږد او پراخه مفهوم لري لکه څومره چې د خير لفظ پراخه دی.
د خير ښېګڼې دغه عمل له مؤسساتي خيریه کار نه لږ بدل دی، ځکه چې تطوعي عمل د طلب او غوښتنې نه مخکې وي، اوخيريه عمل له طلب اوغوښتنې نه پس وي. او دا دواړه د يوې سکې دوه مخه دي چې د دواړو حاصل دا دی چې خلکو ته خير رسوي بې له دې چې په مقابل کې يې اجرت اواحسان واخلي. بيا دغه عمل د ثواب ځکه ګرځي چې الله تعالی فرمايلي دي: ﴿إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا﴾ [الإنسان: 9].
)دوى وايي:) بېشكه همدا خبره ده چې مونږ تاسو ته د الله له مخه طعام دركوو، مونږ له تاسو نه څه بدله او شكر نه غواړو (9)

هر عاقل پر دې خبره ښه پوه دی چې د ټولنو د لوړتيا لپاره او له هلاکته يې د ژغورلو لپاره ډېر لوړ قيمت ادا کولی شي، همدارنګه پر دې هم پوه دی چې د ښېګڼې عمل په ټولو اسماني او وضعي قوانینو او شريعتونو کې يوډېر ستر هدف دی، په اسلام کې هم او له اسلامه مخکې هم.
دا د کوونکي د زړه په صفايۍ، عاطفې اوشفقت باندې یو څرګند او واضح علامت دی ، ځکه دا د هغه چا صفات دي چې الله تعالی حنیف پيدا کړی وي او د خودخواهۍ او ځان پرستۍ شيطانانو هلاک کړی نه وي.
پر دې باندې دليل د خديجې٠ هغه قول دی چې په کې يې د نبي  حال بيان کړی و او هغه هم له پېغمبر مبعوث کېدو نه مخکې، کله چې يې په غار حراء کې جبريل وليده او واپس راغی، په داسې حال کې چې له وېرې په لړزه و، نو خديجې ته يې وويل: «لقد خشِيتُ على نفسي» زه پر خپل ځان وېرېږم. هغې ورته په جواب کې د تسلۍ ورکولو په انداز کې وويل:هيڅکله داسې نشي کېدای، زېری قبول کړه، پر الله قسم! الله به کله هم تا رسوا نه کړي، ځکه چې ته صله رحمي کوې، رښتيا وايې، د خلکو بوج اوچتوې، له فقيرانو سره مرسته کوې، مېلمه پالنه کوې، او په قدرتي حوادثو کې مدد کوې. دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.
يو بل دليل چې دا خبره پخوي چې د خير ښېګړې عمل په اسلام کې او له اسلامه مخکې يو برابر فطري عمل و؛ هغه د حکيم بن حزام رضي الله عنه حديث دی چې هغه وايي: ما وويل: ای د الله رسوله! کوم نېک عملونه چې ما د جاهليت په زمانه کې کړي دي لکه صدقه، د مريانو ازادول او صله رحمي، ايا ما ته په دغو کارونو کې اجر شته؟ رسول الله  ورته وفرمايل: أسلمت علی ما أسلفت من خير. رواه مسلم. تا له هغو نېکيو سره اسلام راوړی دی.
دا د اسلام پراخي، ښېګړه او نرمي ده او همدا پر نېکۍ او له يو بل سره پر مرستې کولو باندې ترغيب دی او همدارنګه د خلکو د حاجتونو پر پوره کولو باندې زور ورکول دي.
يقيناً د خير ښېګڼې عمل د اسلام له ښکليو اوابدي صورتونو نه يو ښکلی او تابنده صورت دی چې د اسلام عموميت بيانوي او د تطوعي او خيريه عمل ګڼ ميدانونه څرګندوي، د دې لپاره چې د ترقۍ ټولو اهدافو ته رسيده ګي وشي.
په اقتصادي ميدان کې د ښېګڼې کار په دې ډول کېدای شي چې د اوقافو په لګولو کې دقيق اهتمام وکړی شي او په وقفي تنظيمونو او سمبالوونکو خلکو کې ښه جذبات اوشعور رابيدار کړی شي، ځکه چې دا کار په اقتصادي ښېرازتيا کې ډېر ژور اثرات لري ، په دې سره مالي خوځښت پراخي مومي او اصل او سرمايه له هلاکته بچ کېږي.
همدغه خبره تاسو په فکري، اجتماعي، دعوتي او په نورو ميدانونو کې هم کولای شئ. خو په دې شرط چې دغه عمل له بد نظمۍ او بې ربطۍ نه د نظم او تنسيق دايرې ته بوتلل شي.
د زمانې له رفتار سره برابر کړی شي، په استعدادونو کې توازن وساتلی شي، د ټولنيزو مسايلو د حل او فصل لپاره د تحقيق او بحث مرکزونه پرانستل شي، همدارنګه د خلکو په مرسته د مرضونو د علاج او له مرضونو نه د بچاو مرکزونه جوړ کړی شي، . نو د دې په نتيجه کې ټولنيز او اقتصادي نږدېوالی او ديني احساس پيدا کېږي.
که مونږ يواځې د خير او ښېګڼې دې ميدان ته يو ځغلند نظر واچوو چې هغه د فقر او لوږې له منځه وړلو ميدان دی، د بې وزلو مرسته ده اوغريبانانو ته د کار او کسب زمينه برابرول دي، نو مونږ به ووينو چې هغه مال او دولت چې مالداران يې د عياشۍ او ښکلا په لاره کې لګوي يواځې همدغه مالونه دومره دي چې د فقيرانو او بې وزلو ضرورتونه او حاجتونه پوره کولای شي.
که مونږ وګورو چې مالداران څومره پيسه په خپلو خوشاليو او ودونو کې لګوي، نو معلومه به شي چې که د دغو نيمه برخه هم د يتيمانو او بې وزلو، خوارانو د خوراک لپاره لګول شوې وای نو په دغه واده کې به د دغې جوړې لپاره څومره خير او برکت و او د څومره فقيرانو زړونه به خوشاله شوي وو، او همدارنګه له نظر او حسد نه به هم دغه مالداران بچ وو او هم به د اسراف او تبذير له ګناه محفوظ پاتې شوي وو. الله تعالی فرمايي: ﴿وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلَا تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا (26) إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِرَبِّهِ كَفُورًا﴾ [الإسراء: 26، 27].
او د خپلوۍ خاوند ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته (هم) او اسراف مه كوه، اسراف كول (26) بېشكه اسراف كوونكي د شیطانانو وروڼه دي او شیطان له همېشه د خپل رب ډېر ناشكره دى (27)
نو دا زمونږ دين دی، او همدا مونږ ته زمونږ نبي  راښودلي دي. مونږ ته د دې تعليم راکړی شوی دی چې مونږ ټول بايد د خير، تعمير او سمون لاسونه شو، عمل کوونکي جوړ شو، کېناستونکي نه، د نورو درد او غم محسوس کړو او د هغوی له درد او غم نه ړانده کاڼه نشو، رسول الله  فرمايي:
«على كل مُسلمٍ صدقةٌ». د هر مسلمان پر ذمه صدقه ده. چا وويل: که د صدقې وس يې نه وي، نو؟ ويې فرمايل: «يعملُ بيدَيه، فينفَعُ نفسَه ويتصدَّق». په خپلو لاسونو دې کار وکړي او خپل ځان ته دې نفع ورسوي او صدقه دې هم وکړي. وويل شول که د دې وس يې هم نه وي؟ ويې فرمايل: «يُعينُ ذا الحاجةِ الملهُوف له پرېشان حاله حاجتمند سره دې مرسته وکړي. وويل شول: که د دې وس هم ونه لري نو؟ ويې فرمايل: «يأمُرُ بالمعروف – أو الخير -». د خير او ښېګڼې حکم دې وکړي. وويل شول چې که دا کار هم ونه کړی شي؟ ويې فرمايل: «يُمسِكُ عن الشرِّ؛ فإنها صدقةٌ»؛ رواه البخاري ومسلم.
چا ته دې شر نه رسوي، دا هم صدقه ده. دا صحيح البخاري او صحيح مسلم روايت کړی دی.
نو د هغې ټولنې هېڅ قدر اوقيمت نشته چې خير او ښېګڼه په کې نه وي او يا لږه وي.
ستاسو د هغې ټولنې په هکله څه خيال دی چې شر يې پر خير غالب شوی وي؟! او د ختلو په لحاظ دغه څومره سخت کنډو او مشکله لاره ده؟! او څوک به هغه متقي او پاکيزه وي چې دغه مشکل حل کړي، او د غر پر دغه لوړه څوکه به وخېژي؟ الله تعالی فرمايي: ﴿فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ (11) وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ (12) فَكُّ رَقَبَةٍ (13) أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ (14) يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ (15) أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ﴾ [البلد: 11- 16].
نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست (11) او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ (12) خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي (13) او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده (14) یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي (15) یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي (16)
د نو الله دې ما ته او تاسو ټولو ته په قرآن عظيم سره برکت راکړي او د ده په ايتونو او ذکر حکيم سره دې ما او تاسو ته نفع راکړي. ما دغه خبرې وکړې، که سمې وي نو د الله له طرفه دي او که خطا وي نو زما د نفس او شيطان له طرفه دي. زه له الله نه د ځان او تاسو لپاره بلكې د ټولو مسلمانانو لپاره د هرې ګناه او خطا بښنه غواړم، تاسو هم هغه ته توبې وباسئ او بښنه ترې غواړئ، يقينًا زما رب ډېر ډېر بښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.
دويمه خطبه
الحمدُ لله على إحسانِه، والشُّكرُ له على توفيقِه وامتِنانِه
زه د الله حمد او ثنا بيانوم د هغه پر احسان باندې او شکر يې ادا کوم د هغه پر توفيق او کرم باندې، اما بعد:
يقيناً هر مومن پر خپل امت باندې غيرت کوونکی دی، نو په کار ده چې په دې زمانه کې خيريه کارونه يې دې سوچ مجبوره کړي، ځکه چې دا نن سبا تر ټولو لويه انساني خاصه او پېژندګلو ګرځېدلې ده. د غير مسلمو په ملکونو کې دې کار ته ډېر لوی حيثيت ورکړی شوی دی. او په کې له ډېر دقت، پوخوالي نه کار اخيستل کېږي او په ډېرې لويې جذبې سره ترسره کېږي او لکه د يو سړي روح چې په کې کارفرما وي.
که يو مسلمان مبصر او ليدونکی دې ته غور وکړي، نو سوچ ته به يې مجبوره کړي او ګوته په غاښ به شي چې هغوی په دې لاره کې څومره ترقي کړې ده او د مسلمانانو دردوونکی حالت کوم ځای ته رسېدلی دی. په اسلامي ټولنو کې د دې ستر کار د حقيقي مفهوم په پوهېدنه کې لا ډېر کمی دی، هېڅ نظم نشته او له هغوی نه مونږ ډېر وروسته پاتې يو.
په ډېر افسوس سره دا وايم چې د مسلمانانو په ټولنو کې د خير دغه کارونه په داسې انداز سره ترسره کېږي لکه دا يو بېګار دی او يا يو داسې عمل دی چې پرېښودل او ترک کول يې ممکن نه دي. مونږ مسلمانان دا کار داسې کوو چې له روحه يې خبر نه يو او له هېڅ ديني، نفسياتي او ټولنيز تياری نه بغير يې کوو.
د ښوونځيو او پوهنتونو زده کوونکي د ښېګړې د دې کار روح نشي پېژندلی، کله چې هغوی په یو ځای، کوڅې او محله کې د صفايۍ په کار ولګول شي، نو هغوی دا کار محض يو اجباري کار او بيګار ګڼي، ځکه چې هغوی ته د دې کار ارډر له ښوونځي او پوهنتونه ورکولی شي، له دې نه مخکې هغوی ته د دې عظيم کار قيمت او اهميت نه ورښودلی شي. زمونږ په ټولنه کې هر څوک د خپل کار بدل غواړي، هغوی ته د کار بدله له الله نه د غوښتلو جذبه نه ورښودلی کېږي.
نو دغه طرز العمل د خير ښېګړې له کار سره په تضاد کې دی، ځکه چې د خير ښېګړې عمل له زباتولو نه بغير د ورکولو او د اجرت له غوښتلو نه بغير د عطا کولو د عظيم قوت تقاضا کوي، بلکې د ښېګړې د عمل راپورته کوونکی شی محبت، شفقت او د نېکۍ کولو جذبه ده چې د بدلې د خړو اوبو ګډوله په کې نه وي، بلکې دی غواړي چې خپل ضمير او وجدان خوشاله کړي او د خپلې ټولنې په وړاندې له کمي او نقصان کولو نه خالي وي. دی خپل راحت او سعادت په دې کې ګڼي چې د مسکين او بې وزله پر مخ خندا راولي او د پرېشان حاله او غمزده په ژبه د دعاګانو غږ واوري.
زمونږ لپاره دا ممکن نه دي چې د مينې او محبت تصور وکړو بې له عطا نه او د ورکړې او عطا تصور بې له مينې وکړی شو. همدارنګه دا هم ممکن نه دي چې له منصوبه بندۍ او نظم نه پرته دې کوم د خير ښېګړې کار دې په بشپړ ډول کامياب واوسي. په نظم او منصوبه بندۍ سره دا کار پېژندل، همدارنګه اسباب او محرکات يې، د مهارت لارې او د چا شخصي ميلان او د خوښې ميدان دا ټول پېژندل اهم دي، همدارنګه پر معرفت بښونکو اساساتو او اهميتونه يې پوهېدل هم اړين دي. پر ټولنه د دې کار مفيد اثرات معلومول هم ضروري دي چې زما او ستا له جانبه پرې مرتب کېږي، زما او ستا له والدينو، خپلوانو اوګاونډيانو له اړخه چې پرې مرتب کېږي؟
کاميابه نېکه او بريالۍ ټولنه هغه ده چې د دې انتظار نه کوي چې څوک ورته ووايي: ما ته راکړه بلکې د هغه لاس د هغه له سماعت نه مخکې وي او عمل يې له قول نه مستغني کوي.
يقيناً په دې عصر کې چې جنګونه او مصيبتونه په کې زيات شوي او اورونه يې لا بل شوي دي، زمونږ داسې د دين وروڼه شته چې چتونه يې څاڅي، دېوالونه يې په غورځېدو دي، نه له يخنۍ نه محفوظ دي او نه له باران نه، لکه څنګه چې د مسلمانانو په زياتره ملکونو دا حال ليدلی شي.
نو په داسې حالاتو کې د خير ښېګړې د کارونو څومره ډېر ضرورت محسوسېږي. همتونه، ارادې او جذبې بايد راوپارول شي او د خير ښېګړې د کارونو د ټولو قسمونو کول ضروري دي. تر ټول اهم ضرورت مال دی چې د ژوند د ساه رګ دی، لهذا د خپلو مسلمانانو وروڼو په باره کې له الله نه ووېرېږئ. مونږ ته په کار دي چې احسان، قرباني او بل ته د ترجيح ورکولو جذبه په ځان کې پيدا کړو، ځکه چې دا نعمتونه به تل نه وي، له نن وروسته بيا سبا دی، له ژوند نه پس مرګ دی او له مرګ نه وروسته حساب کتاب هم دی. الله تعالی فرمايي: ، ﴿وَاعْلَمُوا أَنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ وَأَنَّ اللَّهَ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ﴾ [الأنفال: 28].
او تاسو پوه شئ چې بېشكه خبره همدا ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازمايش دى او بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى.
زه همدا خبره کوم، الله دې پر تاسو رحم وکړي! درود وايئ د انسانيت پر سردار او تر ټولوغوره شخصيت باندې چې محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب  باندې چې د حوض کوثر اوشفاعت حقدار دی، الله تاسو ته د دې حکم کړی دی او ابتدا يي له خپل ځانه کړې او بيا يې ملايک ياد کړي دي او فرمايلي يې دي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ [الأحزاب: 56].
ای مومنانو! تاسو پر دغه نبي درود او سلام وايئ، ډېر سلام ويل.
اى الله درود او سلام نازل كړه پر خپل بنده او رسول محمد ﷺ باندې چې د روښانه مخ او ښکلي جبين والا دی.
ای الله د هغه له څلورو خلفاوو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي نه راضي شه. د هغهٔ له آله، صحابه وو او تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى اتباع كوي او زمونږ نه هم راضي شه په خپلې عفوې، كرم او سخا سره، اى تر ټولو زيات رحم كوونكيه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.. شرک او مشرکين تهٔ ذليل او رسوا كړه.
اى الله! د خپل دين، خپل كتاب، د خپل نبي د سنتو او د خپلو مومنو بنده ګانو ته مدد وكړه.

ای الله! د غمزده مسلمانانو غمونه ته لرې کړه، د مصيبت زپليو مصيبتونه لرې کړه، د قرضدارانو قرضونه ته ادا کړه، زمونږ او د ټولو مسلمانانو بيمارانو ته شفا ورکړه په خپل خاص رحمت سره ای ارحم الراحمينه
د مسلمانانو د زړونو ترمنځ الفت او محبت واچوه، صفونه يې متحد كړه، مشران يې صالح كړه او خبره يې پر حق باندې جمع كړه اى رب العلمينه!
اى الله! زمونږ په وطنونو كې مونږ ته امن راكړه، زمونږ حاكمان او حكمرانان صالح او نېک كړه، او او هغه څوک زمونږ واليان کړه چې له تا نه وېرېږي، ستا تقوا يې په زړه کې وي او ستا د رضا تابع وي ای رب العلمينه.
ای الله! زمونږ حكمران ته د هغو کارونو او اقوالو توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې. ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه! هغه ته نېك او صالح مشاورين وركړه چې ورته د خير ښودنه كوي، او د خير ترغيب ورته وركوي، اى د جلال او اکرام خاونده!
ای الله! هم ته يې، له تا نه غير بل حق معبود نشته، ته غني يې او مونږ فقيران، پر مونږ د رحمت باران نازل کړه او مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه، ای الله! پر مونږ د رحمت باران نازل کړه او مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه.
ای الله! مونږ له هغه خير نه چې له تا سره دی مه محروموه د هغه شر په وجه چې له مونږ سره دی ای د جلال او اکرام خاونده!
﴿رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾ [البقرة: 201].
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
ای د الله بنده ګانو! عظيم او جليل الله يادوئ هغه به تاسو ياد کړي، د هغه په نعمتونو د هغه شکر ادا کړئ هغه به درته نور درکړي او د الله يادول ډېر لوی دي او الله پوهېږي پر هغه څه چې تاسو يې کوئ.

Tags

Related Articles

Back to top button