اسلام د ژوند تګلاره ده (لسمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی
اسلام د ژوند تګلاره ده (لسمه برخه) ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ. ژباړه: اندیال ساپی

ځينې مفاهيمو د سمون اړتيا
دلته په ځينې اسلامي هيوادونو کې دعوت پيل شوى چې ديموکراسۍ تر شعار لاندې د اﺯادۍ، عدالت او مساواتو چغې وهي.
مونږ دوى ته وايو:
اسلام څوارلس پيړي پخوا دغه مبادي وړاندې کړي، رسول صلى الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو په خپل ژوند کې په عملی بڼه پلي کړي، خو په اسلام کې يې مفهوم له بشري قوانينو له مفهومه جلا دى.
په اسلام کې د انسانانو، قبرونو او ﺯيارتونو له بندګۍ څخه اﺯادي ، د شهواتو او خواهشاتو له ﺯنځيره خلاصۍ د انسان ریښتنې اﺯادی بلل کیږي، تردې چې انسان د الله تعالی نيک عمله او مخلص بنده جوړ شي.
اسلام له اسلامي شریعت پرته بل دين نه مني، او نه د حق اوباطل، د خير او شر، د اصلاح او فساد ترمنځ مساوات راولي، فحشا، بې حیایي، لوڅوال او بد کاري حراموي.
اسلام د عدالت لور ته بلنه ورکوي او الله جل جلاله یې په قران کې دعملي کولو امر کړی فرمایي:(( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ)). النحل: ۹۰.
ژباړه: الله د عدل، او ښیګڼې حکم کوي.
په اسلام کې د عدل مفهوم پراخه دى، کله به عدل د انسان له خپل رب سره په تعامل کې وي، او کله د خپل ځان او یا هم د خپلې ټولنې سره.
په اسلام کې عدالت تر هغې پورې نه تر لاسه کیږی، تر څو چې د ژوند په ټولو چارو کې د الله جل جلاله شريعت او حدود پلي شوی نه وي.
دمساواتو په اړه: يقينا اسلام د ټول بشريت ترمنځ مساوات کړی، الله تعالی فرمایې :(( يَاأَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى)).الحجرات: ۱۳.
ژباړه: ای خلکو! مونږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځینه څخه پیدا کړئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:” كُلُّكُمْ لِآدَمَ، وَآدَمُ مِنْ تُرَابٍ”.
ژباړه: تاسې ټول له ادم علیه السلام څخه پیدا یاست، او ادم علیه السلام له خاورو څخه پیدا دی.
ښځینه او نارينه يې په انساني کرامت، عزتمند ژوند، شرعي تکاليفو او اخروي عقوباتو کې مساوي کړي، مګر دا چې د نارينه او ښځينه هر يو لپاره ځينې داسې ځانګړنې دي چې د هغوى له فزیکي، اجتماعي او نفسي جوړښت سره برابرې دي.
اسلام ښځې ته خپل حق ورکړى، مناسب مقام يې ورته ټاکلى، او له هرې ناوړتیا او بدۍ يې خوندي ساتلې.
دا ستاسو دين دى په دې سرلوړی شئ، باور پرې وکړئ، کلکې منګولې پرې ولګوئ په دې باید پوهه شئ چې اسلام ستاسو لپاره د دنيا او اخرت ټولې ښیګڼې راټولې کړي او ټول هغه څه په کې شتون لري چې تاسو له بشري قوانينو خلاصوي.