عنوان: نبوي سيرت او څرګنده كاميابي، ترجمه: مفتي عبد الولي خان
د مسجد حرام خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ الدكتور: عبد الرحمن السديس عنوان: نبوي سيرت او څرګنده كاميابي 17ربيع الأول 1438هـ، 16 دسمبر 2016م ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم
اوله خطبه
يقيناً ټول تعريفونه خاص الله لره دي، مونږ د هغه ستاينه کوو، له هغه نه مدد غواړو او هغه ته توبې وباسو او ورته رجوع کوو، زه د هغه حمد وثنا بيانوم. هغه ډېر پاک دی. داسې حمد وثنا چې ډېره پاکيزه او مبارکه ده د انتها يې څه حد نشته. زړونه د هغه د حکمت په رڼا سره روښانه شوي دي او خولې او ژبې د هغه په ذکر سره معطرې دي، او ګواهي كوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. مونږ يې د خير الأنامﷺ په رالېږلو سره خاص کړي يو، هغه په خپل ذات او معنا کې عظيم او جليل دی، او ګواهي کوم چې زمونږ نبي، زمونږ سردار او زمونږ امام محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دی چې زړه يې د الله په ذکر سره ډېر نرم دی. د الله درود دې وي پر هغه باندې د اوبو د قطرو اوڅاڅکو په شمېر او د هغه پر آل، صحابه وو او د هغه پر سيرت تلونکو باندې او پر هغه چا باندې چې په نېکۍ سره يې د هغوی پيروي کړې ده تر قيامته پورې او پر هغوی ډېر ډېر سلام وي.
اما بعد:
يقينًا تر ټولو غوره څيز چې وصيت يې کولی شي او توښه يې اخيستلی شي او رڼا ترې حاصلولی شي هغه د خير العبادﷺ پيروي او اقتدا ده او په پټه او ښکاره د الله تقوا ده. نو ای د الله بنده ګانو د الله تقوا غوره کړئ او د تقوا توښه واخلئ، يقينًا دا تر ټولو غوره توښه ده. الله فرمايي:
﴿وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ﴾ [البقرة: 197].
’’اوتوښه واخلئ، پس یقینًا بهترینه توښه تقویٰ ده، او اى د صفا عقل خاوندانو! خاص له ما نه وېرېږئ.‘‘
ای مسلمانانو! چا چې تاريخ په ښه فهم او فراست سره مطالعه کړی دی او په دغه ميدان کې يې خپل اسونه ځغلولي دي ، نو هغه ته د صفا اوبو يوه عظيمه چينه تر سترګو شوې ده او له څڅېدونکو خالصو شاتو نه هم صفا اوبه يې حاصلې کړې دي.
او الله درسره ښه وکړه دا عظيمه چينه نه ده مګر د عظيم او ښکليو صفاتو او خوشبويه خير البشر ذاتﷺ د سيرت ځلانده او واضح صفحات، دغه سيرت د عالي او سليمو طبيعتونو د رجوع کولو ځای دی او هرې خوا ته خپره د نېکۍ خوږه چينه ده.
شاعر وايي:
الله د هغه د لوړوالى او بلندي غواړي او د عرش والا چې د څه شي اوچتول غواړي هغه لره څوک لاندې غورځوونکی نشته.
ای مسلمانانو! د نبيﷺ له بعثت نه مخکې وخت د تيارې شپې په شان و، تر دې چې د نبيﷺ په واضح، روښانه، ځلانده او پاکيزه نبوي سيرت سره هدايت او حق ښه څرګند شو.
نو دغه سيرت د تږيو لپاره تر ټولو خوږه چينه ده او د پيروي کوونکو لپاره تر ټولو لوی ګودر دی چې مقصد يې سعادت، فلاح، تعمير او اصلاح وي.
بې شکه دا خبره اوس ټولو عامو او خاصو ته ثابته شوې او په دلايلو او نصوصو سره يې تاييد شوی چې د نبيﷺ سيرت مبارک د هرې عقيدوي او عبادتي مسايلو لپاره يو پړقېدونکی او ځلابښونکی نور دی او د چال چلند، روزنې او اخلاقي اړخونو د لوړ والي لپاره روښانه مشال دی. همدارنګه دا د انسانانو تر مينځ او د نړۍ والو دولتونو ترمينځ د تعلقاتو او روابطو لپاره روښانه لمر دی، ځکه چې دا د شريعت پر مقصدونو او قابلِ رعايت ادابو باندې مشتمل دی.
د سيد المرسلين د سيرت د بيانوونکو فکرونه او نظريات د سيرت د بيانولو د انداز په لحاظ سره مختلف دي، څوک واقعات بيانوي او څوک پېښې خو د دغه نظرياتو په مينځ کې يوه نظريه چې ډېر اهتمام يې په کار دی او زياته توجه غواړي هغه د سيرت د مقاصدو جانب دی.
ای د اسلام وروڼو! يقينا نبوي سيرت د شريعت په روښانه مقصدونو سره مُزيَّن دی بلکې دغه مقاصد د نبوي سيرت په خوشبو سره نور هم ځلېدلي او روښانه شوي دي ، ځکه چې د محمدي رسالت عام او تام مقصد پر انساني نړۍ باندې رحمت او مهرباني کول دي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ﴾ [الأنبياء: 107].
او مونږ ته نه يې لېږلى مګر د عالمونو لپاره رحمت (107)
او دا د رب العالمين توحيد ته په بلنې سره او د عالي اخلاقو په تکميل سره كېداى شي.
نبيﷺ فرمايي: «إنما بُعِثتُ لأُتمِّمَ مكارِمَ الأخلاق»؛ رواه الإمامُ أحمد في “مسنَده”.
زه د دې لپاره رالېږل شوی يم چې عالي او عزتمن اخلاق بشپړ او کامل کړم.
دا امام احمد روايت کړی دی.
همدارنګه د ابو امامه په حديث کې هم راغلي دي چې نبيﷺ فرمايلي دي: «بُعِثتُ بالحنيفِيَّةِ السَّمحَة».
زه په داسې دين سره رالېږل شوی يم چې د الله پر توحيد، نرمۍ او اسانۍ باندې مشتمل دى.
يقينا زمونږ د نبيﷺ سيرت زمونږ د دين ضروري او اهم احکام محفوظ ساتلي دي، د دين د حفاظت په لاره کې د نبيﷺ له نصيحتونو او توجيهاتو نه زيات ښکلي او پر رونقه بل څه نشته چې ټولو مسلمانانو ته يې کړي دي او په کې يې د عقيدې جانبونه او د دين نښې څرګندې کړې دي. او همدارنګه غير مسلمو ته يې د دعوت انداز هم ښودلى دى. د نبيﷺ په دعوت او بلنه کې به دا و چې د اسلام په شريعت کې څومره عظمت، عموم، کمال او رحمت دی.
نبيﷺ چې نورو بادشاهانو او اميرانو ته کوم ليکونه استولي دي په هغو کې د خير خواهۍ، مذاكراتو، اصلاح او جوړښت خبرې وې، اتفاق، يو والي او سلامتۍ، امن اجتماعيت او وحدت ته بلنه وه: چا چې به اسلام راوړ هغه به هم سالم پاتې شو او نورو ته به يې هم سلامتي ورکړه او که خبره به قتال او جنګ ته ورسېده، نو په جنګ کې به هم د نرمۍ او معاف کولو جذبه ښکاره وه او د وينو د تويدو مخنيوی به يې کاوه، د نبيﷺ کردار داسې و چې دوه عظيم مقصدونه په کې حاصلېدل: د دين ساتنه او د نفسونو حفاظت.
په مسند احمد کې د ابن عباس رضي الله عنهما په حديث کې دي، هغه فرمايي: رسول اللهﷺ چې کله هم له کوم قوم سره قتال کړی نو اول يې هغوی اسلام ته رابللي دي.
او په بخاري او مسلم کې دي چې نبيﷺ علي ته د خيبر په ورځ وفرمايل: «على رِسلِك حتى تنزِلَ بساحَتهم، ثم ادعُهم إلى الإسلام؛ فواللهِ لأَن يهدِيَ الله بك رجُلاً واحدًا خيرٌ لك من حُمر النَّعَم».
په اطمينان سره ځه، او کله چې د يهوديانو سيمې ته ورسې، اول هغوی اسلام ته راوبله، پر الله قسم چې که الله تعالی ستا په ذريعې سره یو کس ته هم هدايت وکړي نو دا تا لپاره له سرو اوښانو( يعنې له ډېر او عمده مال ) نه هم غوره دي.
الله اکبر! شاعر وايي:
ټول اخلاق پر ده تمام دي او يقينًا پر ابتدا باندې انتها غالبېږي
مخکينو خلکو زر عالي اخلاق او فضيلتونه وړاندې کړي خو دی پر ټولو غالب شوی دی.
ای مومنانو! د پاکيزه او معطر نبوي سيرت په هداياتو او لارښوونو كې دا هم بيان شوي دي چې په څنګ كې به حتا د حربي كافرو ښځې، بوډاګان، زخميان، مريضان او عبادت کوونکي نه وژنئ، او دا د دې لپاره چې نفسونه له هلاکته بچ شي او همدارنګه د ماشومانو او کوچنيانو له وژلو نه هم منع راغلې ده او مقصد يې دا دی چې د نفسونو او نسلونو حفاظت وشي.
له ابن عباس رضي الله عنهما نه روايت دی چې رسول اللهﷺ به چې کله لښکر لېږلو نو ورته فرمايل به يې: «اخرُجُوا باسمِ الله، تُقاتِلُون في سبيلِ الله، لا تغدِرُوا، ولا تغُلُّوا، ولا تُمثِّلُوا، ولا تقتُلُوا الوِلدانَ ولا أصحابَ الصوامِع»؛ أخرجه أحمد في “مسنده”.
تاسو د الله په نوم سره روان شئ، د الله په لاره کې جنګ کوئ، بدعهدي مه کوئ ، خيانت مه کوئ، د وژل شويو مثله مه کوئ، يعني پوزې، غوږونه او شونډې وغيره ترې مه پرې كوئ. او مه ماشومان وژنئ او مه په عبادت ځايونو کې عبادت کوونکې خلک وژنئ.
دا په مسند احمد کې راغلي دي.
همدارنګه له انس بن مالک نه هم روايت دی چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي: «لا تقتُلُوا شيخًا فانِيًا، ولا طفلاً، ولا صغيرًا، ولا امرأةً، وأصلِحُوا وأحسِنُوا إن الله يُحبُّ المُحسِنين»؛
رواه أبو داود في “سننه”.
بوډاګان مه وژنئ، او مه ماشومان، صغيران او ښځې وژنئ بلکې اصلاح کوئ او ښېګړه نېکۍ کوئ، ځکه چې يقيناَ الله له نېکي کوونکو سره مينه کوي. دا ابوداود روايت کړی دی.
د الفاظو دا تلپاتې ملغلرې او لوړ ستوري د نبوي محمدي سيرت دي چې د كاملې مهربانۍ او نرمۍ له جذباتو نه ډک دي. د اسلام د مبادياتو او د شريعت په عظيمو مقاصدو سره ځلېږي.
همدارنګه په نبوي سيرت كې د انسانانو د قتل، وژنې او بربادۍ نه د ژغورلو لپاره روښانه مقاصد او احكام موجود دي.
د انساني عقل ساتنه هم د نبوي سيرت په مقاصدو کې شامله ده، نبيﷺ له نشيي توکو او مخدراتو نه منع فرمايلې ده بلکې له هر هغه څيز نه يې منع فرمايلي ده چې هوش، حواس او فکري قوت ختموي.
امام احمد او ابوداود رحمهماالله د ام سلمه ؓ روايت راوړی دی چې “نهَى رسولُ الله – صلى الله عليه وسلم – عن كل مُسكِرِ ومُفتِّرٍ”.
رسول اللهﷺ له هر نشه کوونکي او حواس خرابوونکي شي له استعمال نه منع کړې ده.
ځکه چې عقل تر ټولو اهم حواس دی او د مکلف ګرځېدو لپاره بنياد دی.
شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايي: عقل تر ټولو اهم شی دی او په حواسو کې تر ټولو زيات فايده من دی، د ده په وجه انسان مکلف ګرځي او دا د تصرفاتو د صحيح والي لپاره او د عباداتو د ادا لپاره شرط دی.
امام شاطبي رحمه الله وايي: شريعت د عقل د حفاظت حکم کړی دی. او له هر هغه شي نه يې د بچاو حكم كړى دى چې عقل ته پرې نقصان رسي.
الله تعالی په قرآن مجيد کې فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ﴾ [المائدة: 90].
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، جواري، بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ. (90)
شاعر وايي:
او تر ټولو غوره د الله عطا عقل دی، د الله په نعمتونو کې له ده نه غوره شی بل نشته
کله چې الله رحمان د چا عقل پوره او کامل کړي، نو د هغه اخلاق او مقاصد هم بشپړ شي.
لکه څنګه چې د عقل زيات اهميت دی، نو نبيﷺ د ده د حفاظت سخت اهتمام کړی دی نو لکه څنګه چې له مخدراتو او نشه يي توکو نه يې منع فرمايلې ده له دې نه يې هم منع فرمايلې ده چې انسان دی کمزورې رايې او فکر والا وي او ړوند مقلد وي.
د حذيفه په حديث کې دي چې رسول اللهﷺ فرمايلي دي: «لا تكونُوا إمَّعة، تقولون: إن أحسنَ الناسُ أحسنَّا، وإن ظلَموا ظلَمنا، ولكن وطِّنُوا أنفسَكم إن أحسنَ الناسُ أن تُحسِنوا، وإن أساؤُوا فلا تظلِموا»؛ أخرجه الترمذي بإسنادٍ حسنٍ.
تاسو ړانده مقلدين مه جوړېږئ چې وايئ: که خلک ښه کوي مونږ به هم ښه کوو او که ظلم کوي نو مونږ به هم ظلم کوو. نه، بلكې خپل ځانونه پر دې عادت کړئ چې که خلکو ښه کول نو تاسو هم ښه کوئ او که هغوی بد کوي، نو تاسو به بيا هم ظلم نه کوئ.
دا ترمذي په حسن سند سره روايت کړی دی.
همدارنګه چې نبيﷺ د اعتدال او ميانه روۍ حکم کړی دی او له غُلُّو، تشدد او انتها پسندۍ نه يې منع کړې ده.
په بخاري او مسلم کې د سعد بن ابي وقاص روايت دی چې رسول اللهﷺ عثمان بن مظعون باندې پر دې خبره رد وکړ چې هغه له دنيا نه د کناره کشۍ لپاره د واده نه کولو اراده کړې وه. همدارنګه نبيﷺ پر هغو درې کسانو هم رد کړی و چې د نبيﷺ كور ته راغلي وو او د نبيﷺ د عبادت په هکله يې تپوس کړی و او ګوياکې دا يې کم ګڼلی و.
بلکې نبيﷺ په صريحو الفاظو کې معاذ او ابو موسی ته ويلي وو کله چې هغوی يې يمن ته لېږل: «يسِّرَا ولا تُعسِّرَا، وبشِّرَا ولا تُنفِّرَا، وتطاوَعَا ولا تختَلِفَا»؛ متفق عليه.
پر خلکو اسانۍ کوئ، سختي مه کوئ، خلکو ته زېری خوشالۍ ورکوئ نفرت مه خپروئ، او دواړه د يو بل خبره منئ او اختلاف سره مه کوئ. دا بخاري او مسلم روايت کړی دی.
نو چټيان ويونکي له دې راهنمايۍ نه څومره لرې دي، غافل زړونه څومره ترې جدا دي! د هغوی پر زړونو د ګناهونو زنګ لګېدلی دی او په دنيا کې يې محنت او خواري ضايع تللې ده. له دې ځلانده رڼا نه په خپلو سرکشيو کې مشغوله دي او په خپل ړوندوالي او تيارو کې سرګردانه دي، چې د عقل او فهم د استعمال ترغيب ورکوي او پر مخلوق باندې د اسانۍ کولو او له هغوی نه د حرج او سختۍ لرې کولو حکم کوي.
شاعر وايي:
دا داسې لوړوالی دی چې له جوزا برج نه هم لوړ دی او داسې حسن دی
چې ټولې خوبيانې يې په ځان کې راجمع کړي دي او ډېر مخکې دی.
ای د اسلام امته ! يوه بله ملغلره چې د پاکيزه سيرت له اړخ نه راوتلې ده او هغه د ژوند بنيادي ضرورت دی هغه د مال ساتنه او حفاظت دی اګر که دغه مالونه د دښمن ولې نه وي او د جنګ حالت وي. په سيرت کې د ونو، فصلونو ، څارويو د سوځولو نه منع راغلې ده، د اباديو له ورانولو او نړولو نه منع راغلې ده، د دې لپاره چې هغه ماحول او سيمه له ورانۍ او خرابۍ نه محفوظه پاتې شي.
همدارنګه له بندي کولو او تړلو نه او هم له لوټ او تالان نه يې هم منع کړې ده، ځکه چې دغه کارونه که ذاتاَ مقصود وګڼل شي، نو دا په ځمکه کې فساد دی او الله تعالی فساد کوونکي نه خوښوي.
امام بيهقي د علي روايت راوړی دی چې نبيﷺ چې به لښکر لېږلو نو ورته وبه يې فرمايل: انطلِقُوا باسمِ الله، ولا تُغوِّرُنَّ عينًا، ولا تعقِرُنَّ شجرةً، إلا شجرًا يمنَعُكم قتالاً، ولا تغدِرُوا، ولا تغُلُّوا».
د الله په نوم سره روان شئ ، د اوبو چينې مه ورانوئ، ونې مه غوڅوئ مګر هغه ونه چې تاسو له قتال نه منع کوي، وعده خلافي مه کوئ او خيانت مه کوئ؟
ای د اسلام امته! په ښکلي پاکيزه سيرت کې د ضروري مقاصدو له حفاظت سره سره د ژوند د اسان ګرځولو مقاصدو د ساتنې اهتمام هم شته. په ديني امورو کې پر مخلوق باندې اساني شوې ده او هر هغه سختي او تنګي ترې لرې کړی شوې ده چې د لازياتې سختۍ باعث ګرځي او مطلوب پرې هم نه حاصلېږي.
رسول اللهﷺ فرمايلي دي: «إن هذا الدينَ يُسرٌ، ولن يُشادَّ الدينَ أحدٌ إلا غلَبَه، فسدِّدُوا وقارِبُوا وأبشِرُوا»؛ أخرجه البخاري.
يقينا دا دين ډېر اسان دی، او څوک چې هم له دې دين سره په عمل کولو کې مقابله کوي نو دا دين پرې غالبېږي، نو تاسو سمېږئ يا كم نه كم سمېدو ته نږدې کېږئ او زېری ورکوئ.
دا بخاري روايت کړی دی.
نبيﷺ په خپل سيرت او کردار کې د اسانۍ ترمينځ او د حرماتو د تعظيم ترمينځ جمع راوستې ده، نو داسې جمع راغله چې د مقاصدو د تحقيق او د انجامِ کار په کې لحاظ ساتل شوی دی.
د هجرت په شپږم کال نبيﷺ صلح حديبيه وکړه او ويې فرمايل: : «والذي نفسِي بيدِه؛ لا يسألُوني خُطَّةً يُعظِّمُون فيها حُرُمات الله إلا أعطَيتُهم إياها»؛ أخرجه البخاري.
زما دې قسم پر هغه ذات وي چې زما ساه يې په لاس کې ده! که دغه خلک له ما نه هره هغه نقشه او تړون وغواړي چې د الله د محترمو ځايونو او اعمالو په کې تعظيم وي نو زه به يې ورسره ومنم. دا بخاري روايت کړی دی.
د حديبيې په دغه ورځ پر صحابه کرامو دومره ډېره سختي، شدت او تکليف راغلی وو چې پخو او مضبوطو غرونو هم دغه نشول برداشت کولای او هغوی دا خيال کاوه چې دوی په دين کې سخت ذلت قبول کړ خو په حقيقت کې دغه سوله ښکاره فتحه وه.
بخاري د براء بن عازب روايت راوړی دی چې فرمايي: تاسو د مکې فتح فتح ګڼئ او مونږ خو د حديبيې په ورځ بيعت رضوان فتح ګڼو.
د حديبيې په سولې سره ډېر عظيم مقاصد حاصل شول چې په کې تر ټولو لوی او عظيم مقصد دا اصل و چې د لوړو مقصدونو د حصول لپاره د وړو فوايدو قرباني ورکول هم يو قانون دى او بل دا چې دا ثابته شي چې اسلام له يو بل سره د ژوند تېرولو او سوله کولو دين دی او د سولې او يو بل ته د ګذشت دين دی.
نبيﷺ کله هم جنګ نه دی غوښتی او نه يې جنګ راغوښتی دی او نه يې د د ې کار حکم کړی دی مګر په ډېرو سختو او مشکلو حالاتو کې.
نبيﷺ فرمايلي دي: «لا تتمنَّوا لِقاءَ العدُوِّ، واسأَلُوا اللهَ العافِيةَ، فإذا لقِيتُمُوهم فاصبِرُوا.
تاسو له د ښمن سره د جنګ کولو تمنا او ارزو مه کوئ، له الله نه عافيت غواړئ او کله چې مو ورسره ملاقات وشي، نو بيا ټينګ ودرېږئ.
او دا ډول نمونې په مدني معاهدو کې هم ليدل کېږي.
او همدا نبوي اخلاقي منهج و تر دې چې نبيﷺ د هغه تړون ستاينه کړې چې په جاهليت کې شوی و او ويې فرمايل: لقد شهِدتُّ حِلفًا في دار عبد الله بن جُدعَان، ما أحبُّ أن لي به حُمر النَّعَم، ولو دُعِيتُ إليه اليوم في الإسلام لأجَبتُ»؛ أخرجه البخاري في “صحيحه”.
زه د عبدالله بن جُدعان په کور کې هغې معاهدې ته حاضر شوی يم چې زه نه خوښوم چې د هغې په بدل کې ما ته سره اوښان هم راکړل شي. او که نن په اسلام کې هم دغه ډول تړون ته راوبلل شم نو زه به نه ونه کړم.
دغه تړون پر امر بالمعروف اونهي عن المُنكَر باندې شوی و او پر دې چې هيچا ته به د چا حق نه پرېږدو بلکې ترې اخلو به يې او د دې په مثل نور د خلکو د فايدې خبرې وي لکه د ظلم لرې کول، د حق، عدل او خير د ثابتولو لپاره او د امن اوسلامتۍ لپاره و، او په دې ډول د شريعت مقاصد د نبوي سيرت په ټولو واقعاتو او حادثاتو کې څرګندېدل.
او له دې نه پس
ای د مخلوقاتو د سردار امته!
يقينا د نبيﷺ سيرت د محبت کوونکو او الفت لرونکو زړونه سيرابه کوي او بيا د هغوی د زړونو اواز جوړېږي او داسې به ولې نه کېږي، په داسې حال کې چې د مالک او علام ذات رسول دی، او د عدل او سلامتۍ او سولې بيرغ اوچتوونکی دی او د الله په حکم سره بشريت لره له انحطاط، بت پرستۍ او د ګناهونو او رذالتونو نه ويستونکی دی.
هغه د نسلونو لپاره غوره مربي او ادب ښودونکی دی، د امت لپاره تر ټولو غوره معلم او تهذيب ښودونکی دی.
بالخصوص په اوسنۍ زمانه کې چې په کې غُلُّو، ترهګري، چاودنې، فرقه پرستي او د بدعاتو او خرافاتو کثرت دی او د دين پر احکامو او مسلمو اصولو باندې ملنډې او مسخرې کولى شي.
اعوذ بالله من الشيطن الرجيم
﴿لَقَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ إِذْ بَعَثَ فِيهِمْ رَسُولًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ﴾ [آل عمران: 164].
خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو(164)
الله دې ما ته او تاسو ته په قرآن او سنت سره برکت راکړي او د دواړو جهانو سردار په سيرت سره دې ما او تاسو ته نفع راکړي. زه همدا خبره کوم او له عظيم او جليل الله نه د ځان او تاسو لپاره او د ټولو مسلمانانو سړيو او ښځو لپاره بښنه غواړم د ټولو ګناهونو او خطاګانو، تاسو هم له هغه نه بښنه غواړئ او توبې ورته وباسئ، يقينًا هغه رجوع کوونکو لره ډېر بښونکی دی.
دويمه خطبه
ټول تعريفونه خاص الله لره دي چې مونږ يې غوره امت ګرځولي يو او د خلکو لپاره يې پيدا کړي يو، زه يې حمد و ثنا بيانوم په دې چې مونږ يې په داسې شريعت سره خاص کړي يو چې هېڅ التباس او ګډ وډ والی په کې نشته. . او ګواهي کوم چې نشته حق معبود مګر الله دی، چې ايکي يواځې دی، هېڅ شريک نه لري، او ګواهي کوم چې زمونږ نبي محمدﷺ د الله بنده او رسول دی، او تر ټولو غوره قايد او منتظم دی. د الله درود ا و ډېر سلام دې پر هغه وي او د هغه پر آل او صحابه وو باندې او پر هغه چا باندې چې تر قيامته پورې يې د هغوی پيروي کړې ده په نېکۍ سره .
امابعد:
ای د الله بنده ګانو ! له الله نه ووېرېږئ او پوه شئ چې تر ټولو رښتينی کلام د الله کتاب دی او تر ټولو ښکلی سيرت او ژوند تېرولو طريقه د نبي محمدﷺ طريقه ده او تر ټولو خراب کارونه بدعات دي او هر بدعت ګمراهي ده،
ای مسلمانانو!
يقينا نړۍ د جنګونو او وژنو له وجې په سخته وېره کې مبتلا ده، نو په داسې حالاتو کې پر مونږ لازم دي چې د خپل خوږ نبيﷺ سيرت ته عامه او كامله او په ژورتيا سره رجوع وکړو او په دوام سره له هغه سره خپل تعلق او تړاو لا مضبوط کړو په اتباع کې، پوهه کې، چال چلند او فهم کې، د دې لپاره چې د کمزورۍ، پراګندګۍ، فتنو او انحطاط نه ځان بچ کړو.
په دې وروستيو زمانو کې څه خلکو د دواړو وحيو، يعنې د قرآن او سنت په ځای نور څه ته لاس اچولی او له سيرت نه يې يوازې پر قصو او حکاياتو بسوالی کړی دی او له اصل مقاصدو او اهدافو نه غافل شوي دي، ظاهري څيزونو ته يې ترجيح ورکړې ده او له حقايقو، جواهرو او انجام نه غافل شوي دي.
نو راځئ چې د تخريبي ژبو او فکرونو خاوندانو ته ځواب ووايو او په لوړ غږ ووايو چې نبوي سيرت او مناقب په هر لحاظ سره د دين د عزت او مدد مرکزونه دي . او همدا د نني عصر تر ټولو واضحه ژبه ده چې د اقتدار او سردارۍ حصول پرې ممکن دی.
د امت پر علماوو لازم دي چې په پوره فخر او وياړ سره ټولې نړۍ ته د سيرت مقاصد بيان کړي او په سيرت کې چې د رحمت، مهربانۍ، امن، سولې، عدل، اخلاقو، اعلا صفات او اجتماعيت کومې پټې خزانې پرتې دي، هغه دې ورته بيان کړي.
يقينا په دې عصر کې له نبوي سيرت نه راهنمايي اخيستل له بل هر وخت نه زيات ضروري شوي دي، ځکه چې امت په نن سبا کې د ماتحتۍ ، کمزورۍ او وېرې په بيابانونو کې غرق دی، له يو بل نه د نفرت او لرې والي په فضا کې ژوند کوي او د نبيﷺ له سيرت نه بېخي لرې دى تر دې چې اوس د مسلمانانو په مقدسو او سپېڅلو ځايونو کې د مسلمانانو دښمنان فساد کوي او قابض دي.
نن مونږ وينو چې د اسرا او معراج په سفر کې د نبيﷺ تمځای او د مسلمانانو په دريم مقدس جومات کې يهوديان فساد کوي، وینې په کې تويوي او ترهګري په کې کوي، نو ای الله زمونږ دا مقدس جومات له يهودي غاصبانو نه ازاد کړه، او زمونږ سترګې پرې يخې کړه او تر قيامته پورې يې باوقاره وساته.
د امت پر ځلمو باندې لازم دي چې د خپلو فکرونو ساتنه وکړي، شکمنې جنډې او بيرغونه وغورځوي او له حقيقته لرې نعرې رد کړي او د سيرت د ښکلي او مزين سيوري لاندې پناه حاصله کړي، ځکه چې همدا زمونږ تاريخي سرمايه ده، علمي، عملي، اخلاقي، او ټولنيز نصاب دی چې راتلونکي نسلونه به هم ترې فايده حاصلوي.
نو پر مونږ لازم دي چې دنيا والو ته د دې دين محاسن بيان کړو او هغه په دې ډول چې د خپل نبيﷺ پر سيرت منګولې ولګوو او په کار ده چې د سنت او سيرت د نشر په دې عظيم کار کې د نني عصر له نوې ټکنالوجۍ نه هم کار واخلو.
مونږ ته د سيرت مقصدي مطالعه ځکه ضروري ده چې په اوسني دور کې فتنې ډېرې شوې دي او ډېر مسلمانان له وژنو، فسادونو او خرابيو سره مخ دي، نو پكار ده چې مونږ خپلو عملونو ته په ژور نظر سره وګورو او نتايجو او پايلو ته هم متوجه شو.
په حلب او شام کې او همدارنګه په عراق، يمن، برما او اراکان کې له مونږ نه د خپلو مسلمانانو حالات پټ نه دي.
ای زمونږ د حلب شامي وروڼو! صبر کوئ، له ثابت قدمۍ نه کار واخلئ، ان شاء الله چې مدد به راځي، تاسو خپل ايمان، صبر، امېد او زېري د ځان لپاره سپر وګرځوئ.
ای پروردګاره! ای پروردګاره! ای پروردګاره! د مومنانو زړونه په ښکاره نصرت سره يخ کړه چې په کې د اسلام او اهل اسلام عزت وي او د شرک او مشرکانو او ظالمانو ذلت وي.
د الله بنده ګانو! درود او سلام وايئ په ټول مخلوق كې پر غوره او عظيم امام باندې، يعني خپل نبي محمد رسول اللهﷺ باندې، ځكه چې تاسو ته پر دې باندې مالک او علام الله حكم كړى دى.
الله فرمايلي دي.
اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶
’’بېشکه اﷲ او د هغه ملايک په نبي درود وايي. اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو په دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
او نبيﷺ فرمايلي دي: «من صلَّى عليَّ صلاةً صلَّى الله عليه بها عشرًا».
چا چې پر ما باندې يو ځلې درود وويلې الله به پر هغه باندې لس رحمتونه نازل کړي.
شاعر وايي:
حرفونو ته لوړوالی حاصلېږي او نغمو ته ښکلا حاصلېږي
ستا په خوشبوداره باغ کې زمونږ مينه وړاندې شوې ده.
ای تر ټولو غوره ذاته پر تا دې د الله رحمتونه وي
تر څو چې لمر روښانه وي او ونې پاڼې زرغونوي.
اى الله! رحمتونه راولېږه پر محمدﷺ او د هغه پر آل باندې لکه څنګه چې تا رحمتونه نازل کړي دي پر ابراهيم عليه السلام او د هغه پر آل باندې، يقينًا ته ډېر ستايل شوی او عظمت والا يې. او برکت نازل کړه پر محمدﷺ او د هغه پر آل باندې لکه څنګه چې تا برکت نازل کړی دی پر ابراهيم عليه السلام او آل ابراهيم باندې په عالمونو کې، يقينًا ته ډېر ستايل شوی او د عظمت او بزرګۍ والا يې.
اى الله! له څلورو سترو او عظيمو خلفاوو راشدينو: ابوبكر، عمر، عثمان او علي رضي الله عنهم نه راضي شه او له ټولو صحابه وو، تابعينو نه راضي شه او له هغه چا نه چې تر قيامته پورې په نېكۍ سره د دوى پيروي كوونكي دي او له دوى سره زمونږ نه هم راضي شه اى تر ټولو لوى عزتمند او سخي ذاته.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله! اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه.
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه..
شرک او مشرکين، کفر او کافران، ظالمان او تجاوز کوونکي تهٔ ذليل او رسوا كړه، ای رب العلمينه
اى الله! زمونږ په وطنونو كې مونږ ته امن راكړه، زمونږ حاكمان او حكمرانان صالح او نېک كړه، او ته يې حافظ شه او او په حق سره زمونږ د حاکم او امام تاييد وکړه
ای الله! زمونږ حكمران ته د هغو کارونو او اقوالو توفيق وركړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې او نېکۍ او تقوا ته يې مخه کړه او هغه ته نېك او صالح مشاورين وركړه چې ورته د خير ښودنه كوي، او هغه ته او د هغه دواړو نايبانو، وروڼو او مددګارانو ته د هغه څه توفيق ورکړه چې په کې د اسلام عزت او د مسلمانانو خير وي او د هغه څه چې په کې د وطن او خلکو خير وي ای رب العلمينه.
ای الله! هم ته يې، له تا نه غير بل حق معبود نشته، ته غني يې او مونږ فقيران، پر مونږ د رحمت باران نازل کړه او مونږ له ناامېدو نه مه ګرځوه، ای الله! پر مونږ د رحمت باران نازل کړه
ای الله! پر مونږ د رحمت باران نازل کړه
ای الله! پر مونږ د رحمت باران نازل کړه
ای الله! زمونږ زړونه په ايمان او يقين سره خړوب کړه او ښارونه او ملکونه مو په نېکۍ، او فايده منو بارانونو سره خړوب کړه.
زمونږ لپاره الله کافي دی او هغه ښه کار ساز دی. زمونږ لپاره الله کافي دی او هغه ښه کار ساز دی.
له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې کارساز او ستايل شوی دی، له الله نه غير بل حق معبود نشته، هغه چې څه کول وغواړي کوي يې او د څه چې اراده وکړي د هغه فيصله کوي، له الله نه غير بل حق معبود نشته چې ډېر لوی او حلم والا دی. له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې د عظيم عرش مالک دی، له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې د اسمانونو او ځمکو رب او مالک دی او د عزتمن عرش مالک دی.
ای الله! ستا پناه عظيمه ده، ستا ثنا جليله ده، ستا نومونه سپېڅلي دي او هېڅ قوت او طاقت نشته مګر په تا سره، ستا له اړخه اساني او فراخي ده او تا ته زمونږ شکايت دی.
ای الله! په حلب او شام کې زمونږ پر مسلمانانو ورونو باندي غمونه او جنګونه سخت شوي دي، ای الله ته يې قوي مدد وکړه، ژر يې وکړه ای د جلال او اکرام خاونده!
ای الله وينې يې له توېدو نه وساته، ای الله وينې يې له توېدو نه وساته، محاصره يې ته ختمه کړه او د مالونو او عزتونو يې ته حافظ شه ای د جلال او اکرام خاونده!
ای الله د مهاجرينو او بې ځايه شويو تهٔ مدد ګار شه چې سختې يخنۍ وهلي دي، ای مهربانه ذاته ته يې مددګار شه، ای تر ټولو عزتمند ذاته، تر ټولو زيات رحم کوونکيه.
ای الله! د دغو مسلمانانو پر کمزورو رحم وکړه، نقصان يې پوره کړه، معامله يې ته په خپل لاس کې واخله او محاصره يې ته ختمه کړه ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه او د مسلمانانو په ټولو ملکونو کې د مسلمانانو مددګار شه.
ای الله ! د شام سركش او طاغوت هلاک کړه، ای الله ! د شام سركش هلاک کړه او د هغه ملګري هم چې د کمزورو مسلمانانو په ضد يې له هغه سره ملګرتيا کړې ده، ای الله! دغه ظالمان هلاک کړه. هغوی تا نشي عاجزه کولی، ای الله! پر دوی هغه عذاب نازل کړه چې له مجرمو خلکو نه نه واپس کېږي.
اى الله! زمونږ د فوځونو ته مددګار شه، د سرحدونو د ساتونكو او د سرحدي چوكيو ساتونكو فوځيانو تهٔ مددګار شه او هغوی ته په ظالمانو او باغيانو باندې فتحه نصيب کړه ای پروردګاره او د جلال او اکرام خاونده!
﴿رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾ [البقرة: 201].
’’اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته.‘‘ (البقرة 201:2)
ای زمونږ ربه! زمونږ نه دا عملونه قبول کړه، يقينًا هم ته اورېدونکی او عليم ذات يې، پر مونږ د رحمت رجوع وکړه، يقينًا هم ته توبه قبلوونکی، بې حده مهربان يې، ای الله مونږ وبښه، زمونږ والدين وبښه او ټول مسلمانان وبښه ژوندي او مړي ټول، يقينًا هم ته اورېدونکی، قريب او د دعاګانو قبلوونکی يې.
او زمونږ د بلنې اخر دا دى چې ټولې ستاينې خاص الله لره دي چې د عالمونو ښه پالونکی دی.