په قرانکريم کې د وقف احکام او ډولونه . حافظ عمر احمد سلفی صافی
په قرانکريم کې د وقف احکام او ډولونه . حافظ عمر احمد سلفی صافی
وقف په اعتبار د محل
وقف په اعتبار د محل سره په شپـږ(۶)ډوله دى:
1/ وقف اتم يا لا زم . 2/ وقف تام . 3/ وقف كافي .
4/ وقف حسن . 5/ وقف قبيح . 6/ وقف اقبح .
اول وقف اتم – يا لازم: هغه ته وايي چې کلام بالکل مکمل شي که دهغې نه وروسته د ما بعد سره وصل کوي نو معنى بالکل غلطيږي لکه: (والله لا يهدي القوم الظالمين * الذين امنو وهاجروا).
دوهم: وقف تام: هغه ته وايي چې په يوه داسې کلمه باندې وقف وشي چې د هغې تعلق د ما بعد سره نه لفظاً وي او نه معناً وي لکه: (و اوليك هم المفلحون).
دريم: وقف کافي: هغه ته وايي چې په يوه داسې کلمه باندې وقف وشي چې د هغې تعلق د مابعد سره لفظاً نه وي او معناً وي لکه: (يوقنون).
نو حکم ددې دادى چې کله وقف تام او وقف کافي راشي نو د ما بعد نه به شروع کوي، اعاده به نه کوي .
څلورم: وقف حسن: هغه ته وايي چې په يوه داسې کلمه باندې وقف وشي چې د هغې د مابعد سره تعلق لفظاً وي او معناً نه وي لکه: (الحمد لله).
ځکه په دې باندې د جملې معنى پوره کېږي، او حکم ددې دادى چې که چېرې وقف حسن د آيت په سر کې راغلى وي نو اعاده به نه کوي، او که چېرې وقف حسن د آيت په منځ کې راغلى وي نو اعاده به کوي .
پنځم: وقف قبيح: هغه وقف ته وايي چې په يوه داسې کلمه باندې وقف وشي چې د هغې د مابعد سره تعلق لفظي او معنوي دواړه وي لکه په (الحمد) باندې وقف کول حكم ددې دادی که چېرې داسې وقف ترسره شي د ضرورت د وجې نه،
نو د ماقبل نه اعاده کول ضروري ده .
شپـږم: وقف اقبح: هغه ته وايي چې په يوه داسې کلمه باندې وقف وشي چې د هغى د مابعد سره تعلق لفظي او معنوي دواړه وي او د وقف د کولو د وجې نه د يوې نامناسبې معنى وهم او شک پيدا کېږي لکه: (وما من اله) باندې وقف وشي او (الا الله) ونه ويل شي ، يا په (لا تقربوا الصلاة) باندې وقف وشي او (وأنتم سكرى) ونه ويل شي .
حکم ددې دادى چې داسې وقف بالکل غلط دى او که چېرې داسې وقف بې اختياره د ډير ضرورت د وجې نه وشي نو اعاده بالکل لا زم او ضروري ده.
وقف په اعتبار د قاري او تالي
وقف په اعتبار د قاري او تالي سره په څلور(۴)ډوله دی :
1/ وقف اختياري . 2/ وقف اضطراري .
3/ وقف اختباري . 4/ وقف انتظاري .
اول: وقف اختياري: هغه ته وايي چې قاري په خپله خوښه او اختيار باندې په يو ځاى وقف وکړي .
دوهم: وقف اضطراري: هغه وقف ته وايي چې قاري د څه عذر د پېښېدو له وجې نه بې اختياره وقف وکړي .
دريم: وقف اختباري: هغه وقف ته وايي چې قاري د تعليم او تعلم په وخت کې ځاى په ځاى وقف کوي .
څلورم: وقف انتظاري: هغه وقف ته وايي چې قاري د قرآن د لوستلو په وخت کې يو روايت ختم کړي او د بل روايت د شروع کولو انتظار کوي يا يو آيت ختم شي او د بل آيت د شروع کولو انتظار کوي .